تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر امام ابوحنیفه رحمه الله باندي بې ځایه اعتراضونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 27, 2019
  0

پر امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله باندې د شویو نیوکو عادلانه څیړنه

ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د امام دارقطني رحمه الله اعتراض: دارقطني په خپل سنن کې د (من كان له إمام فقراة الإمام له قراة و اختلاف الروايات) تر باب لاندې داسې ذکر کړي (حدثنا على بن عبد الله بن مبشر ثنا محمد بن حرب الواسطى ثنا إسحاق الازرق عن أبى حنيفة عن موسى بن أبى عائشة عن عبد الله بن شداد عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: من كان له إمام فقراة الامام له قراة. لم يسنده عن موسى بن أبى عائشة غير أبى حنيفة والحسين بن عمارة و هما ضعيفان. (جلد ۱ صــ۳۲۳)

 

د پورتني حديث د سند په هکله دارقطني وايي: 

دا حديث د موسى بن ابي عائشة څخه، له ابوحنيفه او حسن بن عماره نه پرته بل چا موصول نه دى روايت کړى او دا دواړه ضعيف دي.

 

څرګنده شوه چې امام دارقطني په امام ابوحنيفه رحمه الله او حسن بن عماره باندې د ضعف اطلاق کړى، ليکن د نوموړي دې وينا ته د لاندې تحقيق په اساس هيڅ ځاى نه پاتې کېږي:

 

١: د جرح په هکله بايد فکر او غور وشي چې دا جرح د چا له لوري واقع شوې، که جارح د علم، تقوى او ريښتينولۍ څښتن نه وي د نفسي غوښتنو او تعصب خوښوونکى وي، نو واضحه ده چې د نوموړي جرح د منلو وړ نه ده او په خپله د جرح کوونکي عدالت له منځه وړي او مجروح ګڼل کېږي، مګر که جرح کوونکى د عدالت او تقوا څښتن وي، نو په کار ده چې لاندې اصول د جرح کوونکي او مجروح په هکله له پامه ونه غورځول شي:

 

الف: که مجروح شخص عادل، امام او د عظمت څښتن وي، د نوموړي په حق کې جرح باطله او ناسمه ګڼل کېږي.

 

ب: که جرح کوونکى د عدالت څښتن وي د يو بل عادل او د امامت څښتن شخص په هکله نه د نوموړي جرح په نظر کې نيول کېږي او نه موږ نوموړى د خپلې جرحې پر اساس مجروح ګڼو .

 

د پورتني اصل په بناء څرګنده شوه چې د کوم شخص امامت او عدالت د تواتر حد ته رسېدلى وي، نو د هغه په باره کې د يو او يا دوه درېو کسانو جرحه معتبره نه ده او د امام ابوحنيفه رحمه الله عدالت او امامت هم دې حد ته رسېدلى دى او که چېرې د ائمه و او د جلال د خاوندانو په باره کې د هر چا جرحه ومنو، نو هيڅ يو امام به هم ثقه پاتې نه شي، ځکه چې په لويو لويو ائمه و باندې د يو نه يو جرح ضرور موجوده ده، لکه په امام شافعي رحمه الله باندې د يحى بن معين او په امام احمد باندې د امام کرابسي، په امام بخاري د ذهلي او ابو خاتم رازي او په امام اوزاعي باندې د امام احمد جرح حتی امام ابن حزم د امام ترمذي او امام ابن ماجه په حق کې د مجهول وینا کړې او داسې نور...

 

دلته يو شمېر خلک او په ځانګړې توګه د دې عصر جاهلان اعتراض کوي وای چون جرح په تعديل باندې مقدمه وي، نو کله چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله جرح او تعديل دواړه ثابت شي، نو جرح به مقدمه ګڼلى شي.

 

ځواب: دا اعتراض د جرح او تعديل په اصولو باندې له ناپوهۍ څخه راولاړ شوى، ځکه چې په مطلقه توګه جرحې ته په تعديل باندې ترجيح نه شي ورکول کېداى، بلکې علماو د دې لپاره دوه لارې اختيار کړي:

 

لومړۍ طريقه: د جرح او تعديل د تعارض په صورت کې به د جارحينو او يا معدلينو تعداد په نظر کې نېول کېږي، د هر لوري چې تعداد زيات وو، په همغې به عمل کېږي. (الکفایة في أصول الحدیث والروایة جلد ١ صــ ١٠)

 

اوس نو که چېرته په پورتني نظر عمل وشي نو څرګنده ده چې د امام ابوحنيفه رحمه الله معدلين د جارحينو په نسبت ډېر زيات دي، په جرحه کوونکو کې څو لږ شمیر کسان لکه: امام نسائي ، امام بخاري، امام دارقطني او حافظ ابن عدي اګر چې دا بیا وروسته له خپل موقف څخه په شا شوی، خصوصاً چې د امام طحاوي شاګرد شوی نو د تیر ناسم خبر پر اساس یي د خپل سابقه جرحي د صرف نظر کیدلو د ثبوت لپاره د امام ابوحنیفه مسند ولیکه . په دې هکله دې د جرح او تعديل کتابونو ته مراجعه وشي.

 

دويمه طريقه: د جرح او تعديل د تعارض په صورت کې د جمهورو علماؤ په نزد جرح ته په تعديل هغه وخت ترجيح ورکول کېږي چې کله جرح مفسره وي، او سبب یي هم معقول وي.  (مقدمه د حافظ ابن صلاح ، جلد ١ صــ ٥٠-٥١)

 

او د امام ابو حنيفه رحمه الله په هکله چې څومره جرحې دې، نو دا ټولې مبهمې او له تفسير څخه خالي دي، لهذا دغه جرحو ته هیڅ اعتبار نشته. او تعدیلات ټول مفسر دي، ځکه په دې کې د ورعې ( تقوی ) او حافظې او دغسې د تمامو خوبیانو ثبوت شته.

 

د تعجب وړ داده چې د امام ابوحنیفه رحمه الله په هکله به د امیر المومنین فی الحدیث امام شعبه ابن حجاج، یحیی بن سعید القطان، یحیی بن معین، علی بن المدیني، عبد الله بن المبارک، سفیان الثوري ، وکیع بن الجراح، مکي بن ابراهیم، اسرائیل بن یونس او یحیی بن ادم په څیر د سترو امامانو او د امام ابوحنیفه د معاصرینو یا قریب العصرو قول معتبر وي او که د امام دارقطني کوم چې دوه سوه کاله ترې بعد پیدا شوی دی؟

 

دلته یو سوال پیدا کیږي چې د امام دارقطنې یا نورو سترو امامانو په څیر خلکو نه څنګه د امام ابوحنیفه په حق کې داسې بې بنیاده خبرې شوې؟!

 

ددې جواب دادی چې موږ په دغو لوی امامانو هیڅ بدګماني نه کوو بلکه امام ابوحنیفه رحمه الله ته چې الله جل جلاله کوم مقام ورکړی وو، د هغې پر بناء دده حاسدین بې شمار وو، دغو حاسدینو د امام صاحب په هکله رنګارنګ بې بنیاده خبرې مشهوري کړي وې. مثلاً دا تهمت ډیر عام وو چې امام صاحب قیاس ته په حدیث ترجیح ورکوي. دا بې بنیاده خبره دومره عامه شوې وه چې ځینې ډیر لوی لوی عالمان هم ترې متاثر شوي وو، کوم چې د امام صاحب له حالاتو څخه په ذاتي طور واقف نه وو . له دغو علماو څخه داسې هم شته چې کله ورته د امام صاحب په هکله پوره معلومات رسیدلی نو د خپل تیر مخالف موقف څخه صرف نظر شوي دي لکه امام حافظ ابن عدي او امام اوزاعي. 

 

په ټولنه کې له مخالف څخه پرته ژوند تېرول هم د انسان د شخصيت په کمال دلالت نه کوي، نو مخالفتونه او اعتراضونه هم د نوموړي امام په باره کې هغه څه دي چې د نوموړي شخصيت ته يې درنښت وربخښلى او د هغه د علم ښکارندوي دي، لکه څنګه مو چې پورته وویل چې دغه خبرې يا د ويونکي پر بې علمۍ او د نوموړي د شخصيت څخه په بې خبرۍ او يا هم په حسد سره بناء دي . 

 

مناسبه به وي چې د امام ابوحنيفه رحمه الله د شخصيت او علم په هکله د علماو يو څو ويناوې تاسو ته وړاندې کړم:

 

١: بشر د حارث زوى وايي له عبدالله بن مبارک رحمه الله څخه مې اورېدلي چې ويل يې:
( لا يتکلم فى ابو حنيفة الا احد رجلين اما حاسد لعلمه و اما جاهل لا يعرف قدر حملته).
ژباړه: د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله دوه ډوله خلک خبرې کوي، يو دا چې د هغه رحمه الله له علم سره کينه ولري او بل دا چې د علم په زده کړه او تحمل کې د هغه مقام او منزلت ونه پېژني.

 

٢: له سفيان ثوري رحمه الله څخه هم روايت شوى چې ويلي يې دي: 
( ابو حنيفة رحمه الله فى العلم محسود)
ژباړه:  په علم کې د ابو حنيفه رحمه الله سره حسد کېږي.

 

غوښتنه: 
باید د خپلو اسلافو او په ځانګړې توګه د دين د امامانو په هکله له بې ځايه ويناوو څخه ځان وژغورو، تر څو د هغه وعيد لاندې را نه شو چې د دې امت وروستي خلک به خپل اسلاف په بده يادوي.

 

په دې هکله دې د نورو معلوماتو لپاره د حضرت مولانا مفتي تقي عثماني صاحب دامت برکاتهم العالیه کتاب (درس ترمذي) ته رجوع وشي.

 

سرته