تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبي صلي الله عليه وسلم ځانګړتياوي
 
  July 23, 2015
  0
ژباړه  : نويد احمد

په رښتيا سره رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د ډېرو ځانګړتياوو او خاصيتونو خاوند دى، چي دلته به د ځينو يادونه وکړو:

١: خاتم النبيين دى يعني تر رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وروسته بل نبي نه راځي او په دې ايت  سره ثابته ده: مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ...(الاحزاب  ايت٤٠)

٢: سيد المرسلين دى. خپله نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: (( أنا سيد الناس يوم القيامة) (متفق عليه)

٣: د هيچا ايمان نه قبلېږي تر څو، چي  پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ايمان را نه وړي، ځکه په دې اړه الله جل جلاله  فرمايي: فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ... (النساء ٦٥)

٤: د قيامت په ورځ به د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم  د شفاعت څخه مخکي د انسانانو تر منځ فيصله نه شروع کيږي.

٥: د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  امت به تر ټولو امتونو مخکي جنت ته ننوځي، ځکه حديث شريف دى چي (نحن الآخرون السابقون يوم القيامة ) [ البخاري ومسلم ] .٦: د قيامت په ورځ به د حمد د بيرغ وړونکى وي او تر هغه لاندي به حمد وايي ، په  حديث شريف کي راځي ( أنا سيد ولد آدم يوم القيامة ولا فخر، وبيدي لواء الحمد ولا فخر، وما من نبي يومئذ آدم فمن سواه إلا تحت لوائي ، وأنا أول من تنشق عنه الأرض ولا فخر) [ الترمذي ] .

٧: دى د مقام محمود خاوند دئ، په ايت شريف کي راځي: عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا... (اسراء ٧٩)

٨: د کوثر د حوض خاوند دئ. 

٩: د انبياء علیهم السلام امام او خطيب دى او د دوئ شفاعت کونکئ دئ په  حديث شريف کي راځي: (( إذا كان يوم القيامة كنت إمام النبيين وخطيبهم وصاحب شفاعتهم غير فخر )) [ الترمذي] .

١٠: دده مبارک امت تر ټولو بهترين امت دئ ايت شريف کي الله تعالي فرمايي: كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ...(ال عمران ١١٠)

١١: امت يې پر ټولو امتونو شاهد دئ،  الله تعالى فرمايي: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ...(بقره ١٤٣)

١٢: د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  صحابه رضي الله عنهم د بهتريني زمانې اشخاص دي. 

١٣: د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  امت د عمومي ګمراهۍ څخه پاک دئ او د امت اجماع يې حجت او دليل دئ.

١٤: د محمد رسول الله  صلی الله علیه وسلم  شريعت د ټولو مخکنيو شريعتونو منسوخ کونکئ دئ ، ځکه په دې اړه فرمايي: (( إن الرسالة والنبوة قد انقطعت فلا رسول بعدي ولا نبي)) [ أحمد والترمذي وصححه ] .

١٥: پر ده مبارک باندي نازل سوئ کتاب يوه ستره معجزه ده او د تغيراتو څخه ساتل سوې ده، په اړه  يې الله  جل جلاله   فرمايي: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (حجر ٩)

١٦: نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  مؤمنانو ته د دوي تر ځانونو نژدې بلل سوئ دئ يعني تر خپلو ځانو به لا هم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پر امت باندي ګران وي، الله جل جلاله  فرمايي: النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ... (الاحزاب ٦)

١٧: پر ټولو انسانانو لازمه سوې ده، چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   سره تر خپلو ځانونو، مالونو، ميندو، پلرونو او ټولو خلکو زياته مينه ولري، خپله نبي اکرم صلي الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي:((والذي نفسي بيده لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من ولده ووالده والناس أجمعين )) [ البخاري ] 

١٨: د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تر وفات وروسته  د ده مبارک د بيبيانو سره نکاح کول حرام سوي دي او هغوئ په دنيا او آخرت کي دده مبارک په نکاح کي دي او هغوئ د ټول امت ميندي ګرځول سوي دي په دې اړه په  ايت شريف کي راځي: وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ،  وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا. (  سورة الأحزاب ايت 53 )

١٩: د لوڼو د اولادونو نسبت هم ده مبارک ته کيږي. 

٢۰: دده مبارک او د امت لپاره يې مځکه پاکه او مسجد ګرځول سوې ده او پر دښمن باندي دده رعب د يوې مياشت په فاصله پرېوځي، په حديث شريف کي راځي: (( فضلت على الأنبياء وأعطيت جوامع الكلم ونصرت بالرعب وأحلت لي الغنائم وجعلت لي الأرض مسجداً وطهوراً وأرسلت إلى الخلق كافة وختم بي النبيون )) [ مسلم والترمذي ] 
 

٢۱: د ټول انسانيت لپاره رالېږل سوئ دئ (پورتنى حديث شريف يې دليل دى)

٢۲: د مبارکو ګوتو څخه راتونکي اوبه يې د الله تعالي له خوا برکت پيدا کوي او دا په صحيح مسلم کي راغلي دي. 

٢۳: هيچا لره رواه نه ده، چي خپل ږغ د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  تر ږغ پورته کړي، ځکه قران يې په اړه وايي :  ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ)) (سورت الحجرات، ايت ٢)

٢۴: جامع کلام ورکول سوئ دئ يعني داسي خبري (د قران او حديثو د لاري) ورکول سوي دي، چي لنډي مګر ډېري معنى او حکمت لرونکي دي.

٢۵: ده مبارک ته په خپل نامه سره نه ويل کيږي لکه يا محمد! بلکه په رسول الله، نبي الله او داسي نورو ښايستو القابو سره ياديږي: لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا...(سورت النور، ايت ٦٣)

٢۶: که چا په خوب کي وليدئ نو په رښتيا سره يې وليدى،  ځکه شيطان دده مبارک په شکل نه سي جوړېدلاى.

۲۷: نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  به ارږمۍ نه کښل. 

٢۸: سترګي مبارکي يې پټېدلې مګر زړه به يې ويښ وو.

۲۹: په لمانځه کي چي به کوم خلک دده تر شا وه هغه به يې داسي ليدل لکه دده مخته چي وي. (رواه احمد)

٣۰: رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته تر څلورو څخه د زياتو ښځو سره نکاح کول رواه وه.

۳۱: شیطان رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بده وسوسه او د بدو په کار امر نه کاوه.

او ددې څخه پرته،  چي کومي  نوري  ښې ځانګړتياوي په انسانانو کي سته په ده مبارک کي په زياته پيمانه وجود لري. 

ماخذ: د تعلیم الاسلام مجلې د ۱۰ ګڼې څخه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته