تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي عليه السلام به ټوله شپه په ژړا تېرول
 
  April 11, 2016
  0

 


رالېږونکی:  محب الله ذاکر

سرچينه: تعليم الاسلام ویب پاڼه

نبي کريم  صلی الله عليه وسلم به ټوله شپه په ژړا تېرول


رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ځلي ټوله شپه په ژړا تېره کړه او تر سهار يې په لمانځه  کي دا آية وايه:

( إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) (118) سورة المائدة.

ژباړه: (اې خدايه!) که ته دوى په عذاب کړي (ستا اختيار دئ) ، دوى ستا بنده ګان دي ( مالک اختيارلري چي خپلو بندګانو ته دګناه په بدل کي سزا ورکړي) او که ته دوى ته مغفرت وکړې ( نو هم ستا اختيار دئ) بېشکه ته ، هم ته غالب  يې او د حکمت څښتن يې ( معافي به دي د حکمت موافق وي) بيان القرآن.

د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړه راغلي دي چي يوه شپه يې ټوله لاندينى آيات  په لمانځه کي لوستي او ژړل يې:

( وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ ) (59) سورة يس.

ژباړه: جلا سئ اې مجرمانو! نن ورځ ( په دنيا کي خو تاسو او سپېڅلي خلګ ګډ اوسېدلاست).

د قيامت په ورځ به مجرمان جلاوي او سپېڅلي خلګ  به جلا وي د الله جل جلاله دغه حکم چي سړى واوري هر څومره چي سړى وژاړي لږ ده ځکه نه ده معلومه چي موږ به د مجرمانو په ډله کي يو او که به د سپېڅلو خلګو په ډله کي يو، الله جل جلاله دي مو د نیکانو په ډله کي حساب کړي. آمین
 
 
 
------------------
 
مأخذ: فضائل اعمال
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته