حامد افغان
د سلفو یو عالم وایي: څومره، چي مي د قرآنکریم تلاوت زیات کړی هغومره مي په وخت کي برکت زیات سوی دی، تر دې پوري، چي اوس د ورځي لس پارې تلاوت کوم.
یو بل عالم ابراهیم المقدسي خپل شاګرد ضیاء المقدسي ته په وصیت کي وایي: د قرانکریم تلاوت زیات کوه، په برکت به یې درسونه درته اسانه سي، ضیاء المقدسي وايي: په خپلو درسونو کي مي پوره تجربه وکړه، چي کله به مي تلاوت ډېر کړی وو، ډېر حدیث به مي واورېدل او ولیکل او چي لږ تلاوت به مي کړی و، په هغه ورځ به مي لږ حديثونه اورېدلي او لیکلي وه. (ذیل طبقات الحنابله لابن رجب، ج: ۳، ص: ۲۰۵) ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه