تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسانه نیکي: په بازار کي ذکر کول
 
  January 18, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم 

رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

کله چي انسان د خپل کاروبار لپاره وبازار ته ولاړ سي نو په دغه وخت کي په لږ لږ وقفې سره  د الله جل جلاله ذکر کول ‌ډیر د اجر او ثواب عمل دی ، په حدیث کي راغلي دي چي په کوم ځای کي خلګ د الله جل جلا له د یاده غافل وي هلته الله جل جلاله یادول داسي دي لکه د جهاد له میدانه چي خلګ تیښته وکړي خو بیا هم دغه مهال  ځیني کسان ثابت قدمه پاته سي او جهاد وکړي.

حضرت ابو قلابه رضی الله عنه د مشهورو تابعینو څخه دی هغه فرمایي :  چي یوځل په بازار کي دوو نفرو سره ولیدل د هغو څخه یو ه وهغه بل ته وویل :  چي راشه په داسي وخت کي کله چي خلګ په غفلت کي وي موږ به د الله جل جلاله څخه د ګناهونو بخښنه وغواړو ، دا چي یې واورېدل دغه بل هم استغفار وکړ ، ددې وروسته یو وفات شو او دغه بل انډیوال په خوب ولیدی چي هغه وايي : کوم ماښام چي موږ دواړه په بازار کي سره یو ځای شوي ‌‌‌ؤ، دغه ماښام الله جل جلاله  موږ دواړو ته  بخښنه وکړه.

هسي خو په بازار کي چي د کوم ذکر تو فیق چا ته حاصل سي سراسرخیر او برکت دی خو په خاص ډول د ځینو اذکارو فضیلت په حدیث کي راغلي دي. حضرت عمر رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  نه دغه الفاظ رانقل کړي دي:      

(لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكُ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِى وَيُمِيتُ وَهُوَ حَىٌّ لاَ يَمُوتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ).
 
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي کوم څوک وبازار ته ننوزي دغه کلمې ولولي نو الله جل جلا له دده لپاره په زرګونو نیکۍ لیکي ، په زرګونو درجې یي او چتوي دغه باید په خاص ‌ډول په یاد شي او په بازار کي د اوسېدلو په مهال په وار وار ویل په کار دي.        

ماخذ :  العمال الصالحه، اسانه نیکۍ: ص ۲۰۹. علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله
------------------------------
یو میلون نیکۍ همدا نن وګټه!
یو څو ګټور اذکار
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته