تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الانبياء لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 30, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الانبياء لنډه پېژندنه 


سورة الانبياء د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۱ سورة دئ، چي په مکه معظمه کي نازل سوی دئ.

 

سورة الأنبياء ۱۱۲ آية او ۷ رکوع لري.

 

د دې مبارک سورة شروع په داسي آية سره سوې ده چي بايد انسان ډېر ور ته متوجه سي او را ويښ سي. خپل د راتلونکي په باب بايد فکر وکي.

 

په دې مبارک سورة کي د ۱۷ انبياء (عليه الصلاة و السلام) ذکر سوی دئ.

 

لاندي څو نقاط د انبياوو (عليهم الصلاة والسلام) په باب دلته بيان سوي دي.

 

۱-  ټول انبياء (عليهم السلام) انسانان وه.

 

۲-  ټولو انبياء (عليهم السلام) ته د الله (رب العزة) د وحدانيت پيغام ورکول سوی وو، چي د يوه پرورديګار (عزوجل) عبادت وکئ.

 

۳-  هر نبي خپل د قوم مشر او رهبر ټاکل سوی دئ، نو بايد د خپل امت له پاره يوه بهترينه نمونه وګرځي. او خپل خلګو ته د سمي لاري ښودولو نصيحت وکي.

 

۴-  ټولو انبياء (عليهم السلام) په نيکو او صالح کارونو کي تر هر چا وړاندي والی کوي.

 

۵-  هر نبي ته د لمانځه او د زکات د اداء کولو حکم سوی دئ.

 

۶-  هر نبي خپل رب ته په پوره طمع او بيري سره دعا کوله. او الله (تبارک و تعالی) هر نبي صالح پيدا کړی دئ.

 

په دې مبارک سورة کي د لاندي نبيانو ذکر راغلی دئ

 

-  حضرت موسی (عليه السلام)

 

-  حضرت هارون (عليه السلام)


-  حضرت ابراهيم (عليه السلام)


-  حضرت لوط (عليه السلام)


-  حضرت اسحق (عليه السلام)


-  حضرت يعقوب (عليه السلام)


-  حضرت نوح (عليه السلام)


-  حضرت داود (عليه السلام)


-  حضرت سليمان (عليه السلام)


-  حضرت ايوب (عليه السلام)


-  حضرت اسماعيل (عليه السلام)


-  حضرت ادريس (عليه السلام)


-  حضرت ذالکفل (عليه السلام)


-  حضرت يونس (عليه السلام)

 

-  حضرت زکريا (عليه السلام)


-  حضرت يحيی (عليه السلام)


-  حضرت مريم او حضرت عيسی (عليه السلام)

 

په سورة الانبياء کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي

 

۱-  انسان په غفلت کي دئ، او د حساب وخت ئې نژدې دئ.

 

۲-  د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر مخه چي څه انبياء (عليهم الصلاة والسلام) را استول سوي وه، ټوله انسانان وه.

 

۳-  که په کومه مسئله نه پوهېږئ، د اړوند متخصص څخه پوښتنه وکئ.

 

۴-  د تکذيب کونکو او ظالمانو انجام هلاکت دئ.

 

۵-  آسمانونه او مځکي الله تعالی د لهو لعب او ساعت تېري له پاره نه دي پيدا کړي.

 

۶-  هر څه د الله تعالی ملکيت دي او دا هر شی د خپل رب تسبح بيانوي. که نور خدايان وای، نو د آسمانونو او مځکي نظام به خراب سوی وای.

 

۷-  الله تعالی آسمانونه او مځکي سره تړلي خلق کړي وه (يعني يوځاي وه)، او بيا ئې سره خلاص کړه. او هر ژوندی مخلوق د اوبو څخه جوړ سوی دئ.

 

۸-  الله تعالی شپه و ورځ، لمر او سپوږمۍ په ټاکلي مدارونه کي خلق کړي دي. چي د الله (عزوجل) تسبح بيانوي او په حرکت کي دي.

 

۹-  هر نفس لره به مرګ راځي، او الله تعالی انسانان او پېريان په شر او خير سره آزمويي (يعني امتحانوي ئې).

 

۱۰-  انسان عجله کوونکی او تلواري پيدا سوی دئ.

 

۱۱-  د رسول الله صلی الله علیم وسلم تر مخه په ټولو رسولانو استهزاء او تمسخر سوی وو (يعني په حقيقي مبلغ او دعوت کوونکي باندي اکثره ناپوه خلګ پسخند وهي). خو پسخند وهونکي او ملنډي وهونکي په خپله په هغه جال کي راګير سول.

 

۱۲-  په ورځ د قيامت به تله او ميزان کښېښول سي او په حق سره به فيصله کيږي.

 

۱۳-  د ۱۷ اولس انبياء (عليهم الصلاة والسلام) بيانونه او د هغو دعاوي.

 

۱۴-  په هلاک سوي علاقو او قومونو باندي بيرته را پورته کېدل حرام دي، تر څو ياجوج وماجوج راووزي او د دې دنيا اخره سي.

 

۱۵-  په زبور کي الله تعالی ذکر کړي وه چي د الله مځکه د صالح بندګانو له پاره ده.

 

۱۶-  رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ټولو عالمينو له پاره رحمت دئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته