تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحابي سوال او د نبي کریم (ص) جواب
 
  July 11, 2012
  0

۱- پر مځکه باندی تر ټولو مخکی کم مسجد جوړ سویدی او د هغه څخه وروسته کم یو؟
 
 سوال کوونکی: ابوذر غفاري رضی الله عنه 
 
جواب: اول مسجد مسجد الحرام (کعبه شریفي مسجد) جوړه سوی دئ تر هغه وروسته مسجد الاقصاء جوړ شوئ دئ. (بخاري او نسائي)

۲- یا رسول الله صلی الله علیه وسلم د کمي صدقې ثواب او اجر ډېر دئ؟
 
سوال کوونکئ: ابوذر غفاري رضي الله عنه
 
جواب: افضله او بهتره هغه صدقه ده چي ته په داسي حالت کی صدقه وکړې چی جوړ یې او بخل کوونکئ یې او د مفلسۍ بېره وي در باندي او د مالداری طمع دي وي دومره یې مه ځنډوه چی څه وخت دي روح ستوني ته راورسیږي نو بیا وایې چي دومره فلاني ته ورکړه او دومره فلاني ته ورکړه ځکه چي اوس خو ستا مال د بل سو. (بخاری او مسلم)

۳- ای شفیع المذنبین صلی الله علیه وسلم! تر ټولو بهتره عمل کم یو دئ؟
سوال کوونکی: صحابه رضی الله عنهم اجمعین
جواب: په اول وخت کی لمونځ کول. (ترمذی)

۴- یا رسول الله صلی الله علیه وسلم دوې ښځي پر دروازه مبارکه باندي حاضري دي او پوښتنه کوي چي که دوئ چیري د خپل طرفه خپله صدقه خپلو خاوندانو او هغو یتیمانو ته ورکړي کم چي د دوئ تر پرورش لاندي دي نو آیا جائز دی او که نه؟
 
سوال کوونکی: حضرت بلال ، د حضرت زینب او د انصارو یوه ښځه رضی الله عنهم (بخاری او مسلم باختلاف الفاظ)
 
جواب: هغو خلګو ته صدقه ورکول جائز دي او هغو ښځو ته به دوه ثوابه حاصل سي یو د قرابت د نورو سره د وصله رحمۍ او د بل چا د خبر اخیستلو او دوهم د صدقی ورکولو.

۵- یا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه فرض لمونځونه ادا کوم د رمضان د میاشتی روژه نیسم حرام حرام ګڼم او حلال حلال ګڼم نو آیا زه به جنت ته داخل شم؟
 
سوال کوونکی: نعمان بن قوتل رضی الله عنه
 
جواب: هو داخل به سې. (مسلم)

ماخذ: فتاوی محمدي صلی الله علیه وسلم
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته