تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرص په اړه د رسول الله (ص) نصیحت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2021
  0

د دولت د حرص په اړه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) نصیحت


لیکنه نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


له حکیم ابن حزام (رضي الله عنه)څخه روایت دی چي یو ځل ما د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه څه مال وغوښتی ، نو رایې کړ، بیا مي تری وغوښتی ، نو بیا یې هم راکړ،بیا یې راته نصیحت راته وکړ چي اې حکیمه! مال په هرچا ښه  لګیدونکی او خوږ خوندور شی دی ، نو څوک چي یې پرته له حرص او طمعې څخه په مړو سترګو اوسخاوت سره واخلي،

 

د هغه لپاره پکښي برکت اچول کیږي او څوک چي یې د زړه په لالچ سره واخلي ، نو د هغه حال به د جوع البقرد ناروغه په ډول وي چي هرڅومره خوراک کوي خو نه مړیږي . پورته لاس ترلاندي لاس غوره دی ، یعني له سوال کولوڅخه ځان ساتل پکاردي. حکیم(رضي الله عنه)وايي چي ما عرض وکړ چي اې د   الله تعالی رسوله (صلی الله عليه وسلم) په هغه ذات دي مي قسم وي چاچي ته په حق سره رالیږلی یې ، تردې وروسته به زه هیڅکله له چا څخه څه نه غواړم .[بخاری و مسلم]


فایده: د صحیح بخاري شریف په روایت کي دا هم دي چي حکیم ابن حزام (رضي الله عنه)کوم وعده چي له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره کړې وه هغه یې بیا داسې پوره کړه چي تر رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وروسته حضرت ابوبکرصدیق او حضرت عمر (رضي الله عنه)په خپل دور خلافت کي کله چي به هرچاته وظیفې ورکول شوې . حکیم ابن حزام (رضي الله عنه)ته څه وظیفه ورکول وغوښتل ، نوهغه دې ته تیار  نه شو اوپه فتح الباري کي نقل شوي دي چي حضرت عثمان (رضي الله عنه)او امیرمعاویه (رضي الله عنه)په دور خلافت اوامامت کي هم هغوی څه وظیفه قبوله نه کړه تردې چي د امیرمعاویه(رضي الله عنه)په دور کي د شپيتو کالوپه عمرکي وفات شو.


ماخذ :  [معارف الحدیث ج ۲ ص ۲۹۶]


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته