تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2023
  0

اسلام ولي مکمل او قوي دین دئ؟
( وروستۍ برخه)


لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم السلام ویب پاڼه 

 

۱۶. د کورني نظام جوړښت د اسلام برخه ده


کفري ټولنه کي د کورني نظام شتون بیخي نه تر سترګو کیږي؛ کله چي ماشوم وي ټوله ورځ په وړکتون کي له مور او پلار څخه لیري د بیګانګانو پر لاس زده کړه کوي، کله چي کور ته راستون سي نو په بېله خونه کي یوازي له ځان سره لګیا وي ځکه مور او پلار يې په کارونو پسي ورک وي، حتی ځيني خو داسي وي چي پلار یي یو وخت کار کوي او مور یي بل وخت نو ځکه د کور ټول غړي یو ځای نه سره کښیني او کله کله خو بیا داسي وي چي یا خپله اصلي مور نه پیژني او یا پلار.


کله چي ماشوم د نوي ځوانۍ پر پسرلي ور برابر سي بیا وایي مور څوک ده؟ او پلار څوک دی؟ یوازي له پیسو، قمار، شرابو، فحش او عبثیاتو سره مینه لري، د ټولنیز نظام او کورنۍ په هکله فکر نه کوي، دین نه لري، له کلتوره ناخبره وي او د کورنۍ خپګان نه وي ورپسي. کله چي ئې و بوډاتوب ته لا سر نه وي ورښکاره کړی بیا له وظیفي تقاعد سي او اولادونه ئې د بوډاګانو په کور (Elderly home)  کي داخل کړي. بیا نو  اولادونه خبر نه وي هغوی چيرته په خاورو کي ښخ کړی وي.


د اسلام په مبارک دین کي الحمدلله یو درست او مکمل کورنۍ نظام شتون لري؛ نارینه د ښځو د حقوقو ساتنه کوي او ښځي بیا د نارینه وو د حقوقو ساتنه کوي، ماشومان او کشران له بوډاګانو څخه دعاوي غواړي، ټول ژوند د هغوی په مشورو تیروي، د سهار ګټلي ماښام په ورین تندي د هغوی په وړاندي ږدي او تل پدي کوښښ وي چي د مشرانو او بوډاګانو پوره خیال وساتل سي. له بله اړخه مشران د کشرانو پر سرونو د شفقت لاس تیروي، له خپل لایزال رب جل جلاله څخه د هغوی لپاره د هوسا،  عزتمن او سوکاله اوږده عمر غوښتنه کوي، هیڅکله دا نه خوښوي چي په کومه بده او ناوړه ستونزه کي دي وغورځیږي، که چيري داسي وه هم سول نو بیا ورسره په خپل ځان او مال همکار وي.
چي دغه ته موږ د زړه اړیکي او د الله جل جلاله د قانون پلي کول هم وایوو.

 

۱۷. اسلام ښځو ته عزت ورکوي


هر څه ځانته ښکلا لري، خو د بشر ښایست د هیڅ ښایست او ښکلا سره ورته نه دی. د الله رب العزت په دي ښایسته خلقت کښي ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کښي د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه ده. د اسلام تر ظهور وړاندي په عربو کي ژوندی ښخي کړای سوې، تر هغه وړاندي بیا د پخواني چين په ټولنیز قانون کي ذکر سوی وه چي ښځه د نړی پر مخ تر ټولو بي ارزښته موجود دی، رومیانو د نا اهله لقب ورکړی ؤ او تر دي لا سپکه او حقیره ګڼل کیده. په پنځمه پیړی کي مسیحانو پر دي خبره بحث کاوه چي ایا ښځه د نارینه په څیر روح لرونکی جسم دی او که نه؟


خو په اوومه میلادي پیړی کي د اسلام ظهور د سره ښځي ته عزت، برم او احترام ورکول سو، ښځه یي د نارینه اړتیا و بلل، هغه یي د ټولني په پرمختګ کي د نارینه سره شریکه کړه. و نارینه ته یي دا په ډاګه کړه چي ښځه که له یوي خوا د اجتماعي اړیکو یوه وسیله ده خو له بلي خوا د جنسي ارام، ډاډ او تسکین راوړونکي ده. او سړو ته یي دا وښودل چي ښځي ستاسي لوی حمایت دی او ستاسي د کږیدو پر مهال ستاسي لپاره امسا  ده. په قران کریم کي فرمایي: هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ . سورة البقره (۱۸۷)


ترجمه: هغوی ستاسي جامه (پوښاک) ده او تاسي د هغوی جامه (پوښاک) یاست.


ښځه د الله جل جلاله ښکلی خلقت دی. د ماشوم لپاره فرشته او د خاوند لپاره لباس ده، ښځه د میني سمبول، د عزت خاونده او د زانګو ستره استاذه ده؛ کوم چي نن په خپلو لاسونو د سبا امپراتور، عالم او یو لوی انسان زنګوي.


ښځه …


کله چي لور وي، پلار ته د جنت دروازه خلاصوي.


کله چي میرمن سي نو د خاوند ایمان تکمیلوي.


او کله چي مور سي نو تر پښو لاندي یي جنت پیدا کیږي.

 

۱۸. د ځمکو بیرته په لاس راوړل


 اسلام همېشه کوښښ کړی، چي هغه ځمکي بیرته په لاس راوړي کوم چي مخکي د اسلام په لاس کي وي، خو اوس یي د لاس څخه وتلي، ښه مثال يي موږ د اسرایل اوسنی ځمکه او هسپانیه (پخوانۍ اندلس)  یادولی سو. او دا هغه خاوري دي چي پیړیو، پیړیو ورباندي اسلام حکومت کړیدی، مشهورو او لوی علماوو او فیلسوفانو سر ځني راپورته کړی، خو نن يي زیاتره نفوس د کفر په تاریکیو کي ژوند کوي، نو اسلام ددې هدایت کوي چي دا ځمکي دي په لاس راوړل سي.


مسلمانان باید و خپلي ځمکي ته پراختیا ورکړي او له تړون څخه ډډه وکړي ځکه دا ځمکه او کاینات ټوله د الله جل جلاله دي. نو باید د الله رب العزت قانون پکښي عملي سي.


دا چي ځمکي بیرته په لاس راوړل سي و جهاد ته ضرورت لیدل کیږي او ښکاره خبره ده چي په جهاد کي مسلمانان په شهادت رسیږي. نو بیا اسلام  و مسلمانانو ته اجازت ورکړی تر څو څلور ودونه وکړي، چي پدې سره د مسلمانانو نفوس زیاتیږي.

 

۱۹. د شهادت په مقابل کي جنت


 ددنیا اصلي هدف د الله جل جلاله رضا او د جنت لاس ته راوړل دي. د جنت مستحق هغه څوک دی چي د الله جل جلاله پر حقه لاره روان وي  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند طریقه ئې خپله کړي وي. دا چي مسلمان به جنت په لاس راوړي، څوک ددې ضمانت نسي کولای ځکه انسان همېشه د شیطان لخوا په ګناه کي لویږي او نه پریږدي چي په دنیوي امتحان کي کامیابه سي. او شیطان همیشه دا کوښښ کوي چي مسلمان د جهنم کندي ته ورټېل وهي.


خو قرآن او حدیث مسلمان ودې ته تشویق کوي تر څو د الله جل جلاله ددین دفاع او په خپریدلو کي زیاته هڅه وکړي، کچيری ئې نیت پاک وي او په شهادت ورسیږي نو الله جل جلاله د جنت د ورکولو وعده ورکړیده.دا ددې دلیل دی چي مسلمانان کوښښ کوي د دین په خپراوي او دفاع کي د خپل سر ورکړي ته هم حاضر سي. ښه مثال ئې موږ صحابه رضی الله تعالی عنهم یادولی سو، کله چي به صحابه له غزا څخه ژوندي راوګرځیدل نو ‌ډیر افسوس به ئې کوی، چي ولي موږ د شهادت جام نه کړ نوش؟ 

 

۲۰. د اسلام د پریښودلو اجازه نه درلودل


 اسلام مکمل، حق، تلپاتی او دالله جل جلاله لخوا رالیږل سوی دین دی. د ټولني او افرادو خوښي، هوسایي، مادیات، معنویات او هرڅه ئې په نظر کي نیولي دي. کچیري یو ځل څوک د اسلام خوند وګوري نو بیا به ورڅخه هیڅکله لیري نسي او نه به د خپل لیري کیدو لپاره دلیل ومومي.


هغه کس چي اسلام پریږدي (مرتد) بلل کیږي. په اسلام کي د مرتد سزا وژل دي، چي احکام ئې د فقهي په کتابونو کي موندلی سو. او اخرت کي د مرتد لپاره تلپات او ابدي جهنم دی.


پای

 

 www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته