د زمزم لنډه تاریخچه
لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ابراهیم (ع)د الله(ج) په حکم د شام څخه خپله ښځه هاجر(رض) او د هغې څخه يې خپل شیدو خوړونکی ماشوم زوی اسماعیل (ع) مکې مکرمې ته راوستل د کعبې د ځای سره يې پریښول او ځني ولاړی ، د هاجر سره ورسره اوبه خلاصي شوې پر خپل ماشوم وبېرېدله ، صفا ته پورته شوه چي ګوندي یو څوک وویني خو څوک يې و نه لیده د صفا څخه راکښته شوه د مروا په خوا په شېله کي په ځغاسته شوه بیا مروا ته پورته شوه اووه ځلي يې همداسي وکړل، پر اووم شوط چي مروا ته پورته شوه ږغ يې واورېدی ، نو سمدستي خپل ماشوم اسماعیل(ع) ته ورغله ، دا ږغ د جبریل (ع) وو ،جبرائیل (ع) د زمزم ځای په وزر او یا په پنده وواهه هلته د زمزم چینه را وبهېده دا هغه ابراهیمي معجزه ده چي نن يې هم ټول نړۍ په سترګو ویني ، پر دا اوبو د یمن د جُرهَم د قبیلې څو کورنی هم ورسره هستوګن او آباد شول ، اسماعیل ځوان شو بیا ابراهیم (ع)او اسماعیل (ع) د کعبې شریفي بنیادونه راپورته کړل، په اسلام کي هم د حج زيات مناسک د ابراهیمي سنت مطابق اداء کیږي .
www.taleemulislam.net