تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حجاب په اسلام او ساينس کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2020
  0

حجاب په اسلام او ساينس کي


لیکنه: عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

حجاب په اسلام او ساينس کي

 

نن سبا په ټوله نړۍ کې دا موضوع د رسنیو لومړې  تود ټکي ګرځېدلي دي ، چي اسلامي حجاب دې بند کړل شي ، او په دې بې شرمانه ، غیر بشري اوغیر انساني اوغیر قانوني عمل څه کفردي اود اسلام ضد عناصر په دې باندې کامیابه هم شول د فرانسې په شان هیواد کي چی د ټولو اروپایي هیوادونو په پرتله پکښې مسلمانان ډېر دي ، اسلامي حجاب  په رسمي ډول سره منع اعلان کړ .

 

 ددې سره جوخت په بلجیم کي هم د اسلامي حجاب د منع اعلان ورسره وشواو دا اعلان وشو که چا حجاب وکړهغه به (15ـ25) ایرو پوري جرمانه شي اود زندان تورې شپې لا هم ورته ګوري ، د هالنډ غونډي دیموکراتیک هیواد کي هم په یوه کاتولیک مکتب کی پراسلامي حجاب باندې بندیز و لګېدي ، او و مسلمانو انجینو ته په حجاب کي ورتلل منع شول ، او حال دا چي دوي د حکومت نه غوښتنه وکړل چی دا زموږ بشري حقوق دي ، او موږ ته باید راکول شي؛ وبل لور ته الحمدلله د ترکې په شان سیکولرهیواد بیا چي مخکي اسلامي حجاب پکښې بند وو اوس ور ته اجازه وشوه او دا بندیزد جمهوریس او لومړي وزیر په حکم سره لري شو چي د لومړي وزیرخپله مېرمن هم په اسلامی حجاب کي ګرځي ، او اوس نور کفري هیوادونه هم دا تکل لري چی د ظلم څخه په استفادې سره د مسلمانانو لږکیو حقوق تر پښو لاندي کړي ، هغه مجازات کړي ، کړاوونه ورته پیدا کاندي ، او د مقدساتو توهین ئې وکي ؛ ټول لویدیځ د بشري حقوقو، دیموکراسۍ او په ځانګړې ډول سره د ښځو د حقوقو نارې وهي او د خپل ژوند شعار ئې ګرځولي دي ، خو دا صرف د خلکو د غولولو او د دوي پرد ماغونواوسترګو باندي د خاورو د شیندولو په معني دي ، دا څنګه انساني ، معقول او دیموکراتیک دولتونه دي چي د میږي څخه  تر زمري  پوري د ټولو حقوق ورکوي خو !!!

د میلونهاوو مسلمانانو بشري او مذهبۍ حقوق او کړنلارې تر پښو لاندي کوي . که یوه غیر مسلمانه ښځه د بې حیایي ، عریاني ، فحاشۍ اوعیاشۍ حقوق طلب کړي هغه ټول حقوق په خوښي سره دولت ورکوي اوڅه امتیاز هم وربښي ، البته که یوه مسلمانه میرمن د پورڼي د پرسر کېدو او حجاب کولو خواهش وکي ، او حال دا چي دا مسلمانه مېرمن دا خپل حق بولي ، فریضه ئې ګڼي ، نو بیا ولي د دې معصومي مسلمانې ښځې ځواب په څاپیړه ، زندان ، ظلم ، انکاراوتشدد سره کیږي ؟؟؟

دا تش په نامه په بشري حقوقو ، د ښځو په  ازادي او په دې بد خونده دیموکراسۍ نورنو دا ولسونه نشي غولېدلاي ؛ دا د لویځووالو لپاره د دوي دافعالواوکړونو پایلي ده چی ودويتههرځايجهنمګرځېدليدي ، او حتی دوي اوس پخپلوهیوادونو کي لاهم  په امن سره شپې اوورځې نشی سباکولاي ، اوس ددې د جبران د پوره کولو په منظورغواړي چي کسات دهغولږکیومسلمانانو څخه واخلي چي  د دوي  ترتسلط لاندې دي ، دا هم و اسلامي امت ته یو روحي تکان او پراسلامي  اُمت  باندی  یو فشار دي ، چی دوي پخپلوهیوادونو کي شرعي حجاب بند کړ.

 

دا یو منلي حقیقت دي چي هرعمل عکس العمل لري ، او دا ددوي دا ټولي ناوړې کړنې او نفرت به ډېر ژر د خاورو سره خاوري شي دوي د ډېرو لارو څخه  کار اخلي کله  حجاب بندوی ، کله د قرانکریم سپکاوي کوي ، لکه همدا اوس چي د امریکا په  کلفورنیا په یوه کلیسا کي تیري جونزچي د دې کلیسا مشرۍ په غاړه لري قرانکریم ئې وسوځاوه ،  کله دوي د نورو اسلامي مقدساتو توهین  هم  کوي ، کله بیا په اسلامي نړۍ کي د عیسایت برملا تبلیغ کوي ، او په اخرکي دوي په زور سره هیوادونه مستعمره کوي او داسي نور …

اوس زه غواړم چي  پر حجاب  باندې یوه د ډاډ وړ څیړنه چي ما پیل کړیده ، پراستدلال او منطق  باندي ولاړه ده ، ټول ماخذونه ورسره شتون لري او کره  ده ، وړاندې کړم ، او نور نو قضاوت ستاسو په لاس کي دي ، او حجاب د اسلام څخه مخکي په عیسایت کي هم وو، د عیسایت څخه مخکي په یهودیت کي هم وو، چي وروسته به ئې په تفصیل سره بیان وکړم ؛ چی حجاب په مذهبي کتابونو کي څومره ارزښت لری ، او اوسنې  ساینس په دې اړه څه فیصله کوي او پرحجاب کولو ئې څومره ټینګار کړیدي .


حجاب عربی لفظ دي چي ( پرده اوپوښ ) ته وایي حجاب کول د یوې مسلمانې ښځې فریضه ده ، حجاب هغه پرده ده چي د زنا ، فحاشۍ ، او ناوړو افعالو د تمایل د یوال ړنګوي ، دا حجاب په طبعي ډول سره لوی څښتن تعالی جل جلاله و ډېرو شیانو ته ورکړیدي ، خو زه یواځي په یوڅو بېلګو اکتفا کوم :


کیله چي یوه ډېرښکلي او زړۀ  وړونکي میوه ده پرخپل بدن باندې حجاب ( پوښ ) لري ، که د کیلې حجاب لیرې شی نو ددې ښکلی مېوې و رنګ ، خوند ، ارزښت او اصلیت تر پوښتنې لاندې راځي او بدلون مومي . د کېلې په شان کوپړه ، او داسي په زرهاوو مېوې او سبزېجات شتون لري چي حجاب لري او د نه حجاب په صورت کي ئې هرڅه له مینځه ځی .دا مرغلره ولي دومره ارزښت لری ؟؟؟


ملغلره په یوه کلک زیږ حجاب کي ، د دریاب په تل کي موقعیت لري ، هغه ملغلره ډېره ارزښت په دې لري چي په حجاب کي نغښتې ده ، اوهغه ملغلره چي پوښ ئې مات شوې، یا ئې درځ کړې وي ، د هغې یو اب دي چي وهغه ته زیان رسیږي ، رنګ ئې بدلون مومي ، اوهغه ملغلره هیڅ ارزښت نلري ، اوصرف د یوې ډبرې اندازه قیمت لري او بس . لوي څښتن تعالی جل جلاله هرشي پخپل پوښ کي خوندي کړیدي، د هغه هرڅه ارزښت ئې په حجاب کي نغښتي دي ، لکه انار، کوپره اوداسی نور.


ښځه هم په اسلام کي د یوې ملغلرې په شان ده ، نو ددې پرځای چي د ښځې وعفت ، عصمت ، ارزښت اوحیثیت ته زیان ونه رسیږي نوالله جل جلاله ورته د حجاب امر کړیدي اوبې پرده ګې په اسلام  کي حرامه دي ، چي بدې پایلې لري . چي رڼا به پرې واچول شی .

 

د زنا ، عیاشۍ ، عریانۍ اوشیطانی افعالو ته د کولو ، د تمایل کول اوجلبولو له کبله الله جل جلاله د حجاب امرکړیدي ، چي دا حجاب د ښځې لپاره د حیا جامه ده ، دا د ښځې لپاره دعزت او ویاړ سمبول دي ، کله چي ښځه په حجاب کي وي دا طبعي ده چي کله سړی او ښځه سره یوځای کیږي ، یا په ښار یا بل ځای نو د ښځې په صرف لیدوسره د نرسره دا فکر پیدا کیږي چي ورته و ګوري ،  نو د کتلو پرمهال د خلکو نظر پر دې لګیږي چي پرده د لته د سړی او ښځې ترمینځ د دیوال رول لوبوي ، اودښځې بدن او یا نوره ښکلا نشي لیدلاي . په اروپا او امریکا کي په کوموځایونو کي مسلمانان وې ، او یا حجاب وي نسبتا ترهغو ځایو چي هلته حجاب نه وي ، د ښځو تښتول ، غلا ، زنا ، غیرمشروع جنسي اړیکې ،  وژل او نور جرمونه او ناوړه  کارونه  ډېر کم دي ، اوهرڅوک په امن سره شپې سبا کوي ؛ او دا چي لویځ ولې اسلامي حجاب بندوي ، ددې یوه وجه داده چي د ښځو بې حجابه کول پرټولنې باندی ډېره بدې اغیزه لري ، دا وفحاشۍ ، عیاشۍ ، ناوړو کړونو ته لاره خلاصول دي ،

 

اود ښځوبې پردې کول په ټولنه کې ډېر ښه د هرقسم فساد ، او زنا لپاره  ښه وسیله ده ، د نارینه وو وښه ګمراه کولوته ښه مناسبه لاره ده ؛ خو مسلمان امت به په دې ونه غولیږي ، اوبې لارې به نشي دا ځکه چي مسلمانې میرمنې په دې لاره کي خپل مرګ مني او بې حجابې نه  قبلوي ، اوخپل مرګ شهادت بولي ، لکه چي په فرانسه کي د ېوې مسلمانې ، معصومې ، عفتناکې خور د فرانسې د وحشې پولیسو د موټرڅخه راکوزه کړه ، حجاب ئې ورڅخه ایسته کړ، اوهغې مسلمانې مېرمنې د نیولو پرمهال خپل مرګ ته ښه راغلاست ووایه ، خو ځناورو چارواکو ددې بې عزتیا څخه علاوه همدا د اُمت مسلمه بچۍ د زندان ترتورکړکیوشاته مجازات هم  کړل ؛ خو بیا هم لویځ دا هوډ کړیدي ، چي ځوان مسلمان اُمت د تباهۍ ، ګمراهۍ ، اوفحاشۍ وکندې ته وغورځوي ، او ددوي دا ارمان به پوره نشي ، او د دوی د اهلې ځلې چي دوي ئې د قرانکریم خلاف ، د اسلام خلاف ، د خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم خلاف او بشر دوښمنه کړنې اوتوطې تړی دا به ډېر ژرد خاوروسره خاورې شی .


ديوه عيسايي زده کوونکي ځواب :د مکتب دوه  زده کوونکي سره همصنفیان وه ، او دوي به هر وخت یوځای سره و مکتب ته روان وه ، یوه ورځ دې عیسایي زده کوونکي ددې مسلمان زده کوونکي څخه پوښتنه وکړل :


دا د مسلمانانو ښځې ولې ټولې پټې (په حجاب کی) وي ؟
مسلمان زده کوونکي ورته وویل چي ددې ځواب زه درکوم ، خو ترسبا پوري به انتظارکوې، کله چی سبا سو نو دوی دواړه ومکتب ته روان دي او دې مسلمان زده کوونکي دوه چاکلیټه چي یوسپین سوي وو او بل پخپل پوښ کي وو ، و غورځول او خپل ملګري ته ئې وویل چی ته اوس کوم چاکلیټ غواړې؟ نو دې عیسایي زده کوونکي وویل زه هغه چاکلیټ خورم چی په پوښ کي دي . مسلمان ورڅخه وپوښتل چي دا ولي ؟ دواړه  یوچاکلیټ دی ؟ 


ده ورته وویل چي دا دي پرمځکې وغورځوي او زه څه یم خبردې میکروبونه اخیستي دي دا چټل دي او دا نه غواړم . 
مسلمان ورته په خندا وویل چي افرین !!!

هغه چاکلیټ چی پټ وو، هغه دي خوښ کي او لوڅ دي نه کي خوښ نو دا ستا د پرون ورځې د پوښتنې ځواب دي، هغه حیران شو! مسلمان زده کوونکي ورته وویل چی د لوڅو ښځواو پټو ښځو ترمینځ همدومره توپیر دی .


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته