تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الله جل جلاله هيڅ شی بيهوده اوعبث نه دۍ پيداکړۍ!!!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2020
  0


الله جل جلاله هيڅ شی بيهوده اوعبث نه دۍ پيداکړۍ!!!


لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دلړم زهردرمل دي


دلړم دبڼي اوشکل څخه دهرچاپه دې کرکه کیږي چي دلړم زهراغیزمن اووانسان ته تکلیف ورکوي اوکله هم دانسان دژوندپاڼي راټولي اودمرګ وکندي ته ېې وغورځوي، خوبل لورته داهرڅه الله جل جلاله پیداکړیدي اوپه هرڅه کي ېې ډېرحکمتونه نغښتي دي ، داچي انسانان نه په هیږي دادانسان دپوهې پرکموالی باندي دلالت کوي، اوس ساینس پوهانودامنلې ده چی دانسان ژوندبيله حشراتوناشونۍ دۍ، چي ددې کتاب په راتلونکوټوکونو کی به ورباندی په پوره تفصیل سره هرڅه ولولی ۔


 الله جل جلاله فرمایی:
 ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿الأنعام: ١٠٢﴾ ژباړه: (هو) داالله جل جلا له ستاسی رب دۍ، له هغه  پرته دعبادت وړ(لایق) بل څوک نشته، دټولوشیانوپیداکوونکۍ دۍ نودهغه عبادت وکړۍ اوهمدې دټولوشیانوکارجوړونکۍ دۍ۔
په بل ځای کي الله جل جلاله فرمایي:

 

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَىٰ ﴿النازعات: ٢٦﴾
ژباړه: بې شکه په دغه کي دهغه چالپاره چي وېريږی هرومرویوپند دۍ۔


یواځي چي الله جل جلاله په لړم کي انسانانولپاره کومي ګټي ایښي دي، داګټي ترشميروتلي دي، اوماکوښښ کړیدۍ چي غورچاڼ مي رااخیستي دي، اوداهرشی چي الله جل جلاله پیداکړیدي په هرشي کی ېې داسی پندونه ایښي دي،چي  دېوې حشرې په پيژندلوسره انسان حیران شي، چي رب العزت جل جلاله په څومره تدبیرسره یوه حشره پیداکړېده۔


نودلړم نیښ چي زهرلري ولړم ته درزق دپیداکولویوه اله ده، چی لړم پخپل نیښ سره ډېري خزندې(حشرات) لکه ملخ، خسک، خزدکه، جولاګی (غڼې) اونورپخپلودمخ په پښونیسي اودنیښ په استفادې سره هغه بې هوښه کوي، کله داحشره وژني اوکله  هم ژوندۍ وي، چي دادده لپاره خوراک شي، چي دلړم دزهرواغيزې پرحشراتو(Insects) باندي په څوډولوسره صورت نیسي، چي دادلړم په زهروپوري تړاولري، داځکه چي لکه څرنګه چي په لړمانوکي ډېري نوعي شته همدارنګه ېې په زهرواودزهروپه جوړښت کي هم ښکاره توپیرشته؛ ځیني لړمان حشره بې هوښه کوي، ځیني ېې فلج کوي اوځیني بیاداسي دي چي هرډول حشره ځای پرځای ختموي، دحشراتوڅخه علاوه لړم کله دانسان دمرګ سبب هم کیدلای شي، خوساینس پوهان بیاداوایي چی، لړم ددومري کرکي اونفرت وړنه دۍ چي هرځای په لړم پسي پلټنه وکړواوله منځه ېې یوسو؛ خودااړینه ده چي، بایدانسان دهرډول زهردرلودونکوخزندواوحشراتوڅخه ځان وژغوري۔


اوس ساینس پوهانودلړم زهرایستلي دي اوپه لابراتوارکي يي تجزیه کړیدي، دلړم دزهروپه رازاوس ساینس پوهان پوه شویدي، اوپه پایلوکي ېې ددې زهروڅخه کمیاوي موادهم جوړکړیدي؛ زهرپیژندونکي په دې انددي چی دد ی پرځای چی دحمله کوونکي سره مقابله وشي بلکی داپکارده چي دحمله کوونکي څخه دهغه توان سلب کړل شي اوورڅخه واخیستل شي اووڅیړل شي چي ددې څیړنوپه پایلوکی ساینس پوهان ودې نتیجې ته رسيدلې دي چي، دلړم زهردسرطان (Cancer) څخه علاوه ددرد اونوروډېروناروغیولپاره بې بېلګې درمل اوعلاج دۍ۔ دحشراتودعلم پوهان په دې عقیده دي چي یوقسم زهردټاکسین (Toxin) په نامه سره لري چي لړم دهمدې ټاکسینوپه درلودلوسره پرنوروحشرانویرغل کوي، چي داټاکسین زموږلپاره یوه طبعي زېرمه ده، چي بایدپوره استفاده ورڅخه وشي چي په دې سره به دزهروڅیړنه په اینده کي ډېره روښانه شي چي دانسانانولپاره به هم روښانه اینده ولري۔


دزهرونړۍ
ډېرحیوانات زهرلري لکه مار، لړم، غالبوزه، غڼې، مچمچۍ، ځیني کبان، ځنځه، میږی، حلزون اوداسی نور چي دهرحیوان دزهرونوعیت اوځانګړتیاوې بېلې دي، دڅیړونولپاره دلړم زهرترټولوساده جوړښت لري چي هغه وشیدوته ورته رنګ لري، اوڅه ترشیدوخټه دي، دلړم زهردمختلفومالیکولوڅخه جوړشویدي چي په دې زهرويی په سلهاووکوچني پروتینونه شتون لري چي دپیپټایډس (Peptides) په نامه سره یادیږي، چی زیات داپروتینونه زهري دي، چي ددې مطلب دادۍ چي داپروتین کولای شي  وژونکو(حجرو) ته ضررورسوي اویائې له منځه یوسی چي په نتیجه کي دګوزڼ سبب کیږي؛ دازهرجن مرکبات وحجروته داخلیږی ، تخریبوي ئې اوله منځه ېې وړي ؛ دازهرپه مختلفوبڼوسره حجرې تخریبوي، په لومړي ځل یوه حجره تخریبوي، مخکي له دې څخه داتخریب شوې حجره وبلي حجرې ته دویجاړېدوپیغام ورسوي پربلي حجرې حمله کوي اوهغه له منځه وړي، چي په دې تسلسل کي دحجرودتخریب عملیه صورت نیسي۔


ساینس پوهانو دلړم دزهرودلاسته راوړولولپاره یوه اوږده فلزي اوکله هم غیرفلزي اله  استعمالوي اولړم په څه واټن کي په دغه اله کی ټینګ نیسي، دنیولوڅخه وروسته ولړم ته معمولي دبرېښناتکان ورکوي، چي ددې تکان وروسته دلړم دنیښ څخه زهردفوارې په شان په تیزۍ سره وزي چي ساینس پوهان بیادازهرپه امتحاني ټیوب (Test Tube) کي ساتي، دغه دزهرویوه فواره د( 50ـ5) مایکرولیتره پوري کیږي، چي یومایکرولیتردلیترمیلیونیمه برخه ده چي (50) مایکرولیتره اندازه یووړوکۍ څاڅکۍ کیږي۔


دلړم زهرپه زرهاووزهرجن مرکبات لري، چي په دې زیات خطرناکه دي، اولړمان ډېرډولونه هم لري، افریقایي وژونکي لړم چی پنډه اواوږده لکۍ لري د (Parabuthus Transaalicus) نومیږی، ځیني ددې لړمانوڅخه یوډول خزدکي وژلای شي اوبس، په ټولولړمانوکي دزهردلاسته راوړلولپاره همدغه افریقایی لړم ښه طبعي سرچینه ده۔


ټاکسين (Toxin)


ټاکسين څه شی دي؟
ټاکسین هغه زهردي چي په ځانګړي ډول سره هغه پروتین یامزدوج پروتین چي دځینوبوټو، ځناورو، حشراتو اوپتوجن باکتریاګانوپه وسیله تولیدیږي اودنوروژوندیوموجوداتولپاره زهرجني اغیزې لري۔


که یوه لورته ځینې خلګ زهرتجزیه کول غواړي اوڅیړنې پکښي کوي خوبل لورته ټاکسین یودرمل هم دي، چي د انسانانواوزراعت لپاره مهم رول لري، دټاکسینوپه استعمال سره حاصلات دحشراتوڅخه ژغورل کیږی چی دحشراتوپه کنترول کی لړمان ارزښتناکه رول لري، 

دحشراتودهرډول وژونکوڅخه (ټاکسین) ترټولوښه اغیزې لري، چي دډېروکلونوراهیسي ېې ډېره ښه نتیجه ورکړېده دبیلګې په ډول سره ځیني افریقایی لړمان چی پنډه لکۍ لري اوډېرښه (ټاکسین) تولیدوي چي د (AaIT) په نامه سره یادیږی، داډول زهریواځی اویواځی حشرات له منځه وړي اووانسان ته هیڅ ګواښ نه دۍ چي داډول لړما ن یواځي ملخ اومچخ وژلای شي اوبس، چی دالړمان په حقیقت کي ددهقان لپاره ډیرګټوردۍ، ځیني لړمان داسي (ټاکسین) تولیدوي چي صرف غوماشي وژلای شي اوحال داچي غوماشي دډېروناوړوناروغیوسبب دي، اودغوماشووژل په حقیقت کي یوګټورکاردۍ۔ وبل لورته مخکي دزراعت دښه ودي لپاره ساینس پوهانودحشراتودوژلولپاره دباکتریاوو اوفنجي څخه درمل جوړول اوس په طبعی ډول سره دلړمانوڅخه دادرمل بیله تکلیفه په لاس راځي اوکله چي دلړم زهرراټول اوپاشل (Spray) شی دادحشراتوپه وژولوکی ترټولواغیزمن کاردۍ۔


ځیني لړمان داسي (ټاکسین) تولیدوي چي پرځینوتي لرونکوحیواناتواغیزې لري لکه پرلیوه، ګیدړي اوموش خرما چي داهم وانساني ژوندته ګټورکاردۍ، ځکه داحیوانات هم وانسان ته ګواښ دۍ۔ټاکسین ژونکې (حجرې) هم وژني چی روغتیاپالان دسرطاني غوټو(Tumors) په کنترولو کي ورڅخه زیات کاراخلي، ټاکسین دژونکوپه بې حسه کولوکي هم کاراخیستل کیږي، چي ددرد ارامولو(Pain Killer) لپاره ترټولوښه اغیزمن دارواودرمل دي۔ اواوس په عام ډول سره ددرد دارامولولپاره دسمندري حلزون دټاکسینوڅخه استفاده کیږي۔


دالیکنه دTruth International, Vol:7, Issue No: 14
رااخیستل شویده۔

www.taleemulislam.net
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته