تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه په یهودیت او عیسویت کي
  تعلیم الاسلام
  March 15, 2017
  0
ژباړه او غورچاڼ: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د يهودو او عيسايانو مذهبي علماء د ښځې په هکله وايي:
 
ښځه د درواغو او دوکې لور ده، او د دوږخ پېره داره ده، د سولې (صلحې) دوښمنه ده، نو ځکه ادم جنت له لاسه ورکي. (St. John Damascene)راهب یوحنا دمشقي
 
ښځه د شیطان یوه اله ده چي شیطان زموږ روحونه او ملکيتونه په ګټي.(St. Cyprian) راهب قبرصي
 
ښځه د شیطان د لاس سرچينه ده، او ددې ګناوې د مار د شیشني په شان اواز کوي. (St. Anthony) راهب انتوني
 
ښځه د غالبوزي په شان زهر لري او کرکه او نفرت يې د ښامار په شان دی. ( St. Gregory)راهب جريجوري
 
(St. Tertullian) طرطولین چي و خپلې ګرانې لور ته يې د عقېدې په اړه خبرې کولې داسی ورته وویل:
 
تاسو پوهیږی چي تاسې ښځې هره یوه بي بي حوا یاست، ستاسو سره به ګناه ضرور وي ، غلطې به درسره مله وي ، تاسي د شیطان دروازه یاست، تاسي د منع سوي ونې مهر مات کړ. تاسي د لومړی ځل لپاره الهي قانون مات کړ، تاسي په هغه چا ګناه وکړل چي په هغه شیطان هیڅ هم نسوای کولای، تاسي په اسانۍ سره د خدای دا جوړ سوی (آدم) ویجاړ کړ.
 
سينټ اګسټاين(St. Augustine) وايي: د مور ، ښځې او د بي بي حوا تر مینځ څه توپیر نسته، موږ باید د هرې یوې (ښځې) سره هوښیار واوسو، دا ځکه چي دوی هوس پرسته او شهوت پرسته دي.
 
 Memories of an Orthodox youth, in Susannah Heschel, ed. On being a Jewish Feminist, New York: Schoken Books, 1983, pp. 96-97
 
 
د يهودو د مقدس کتاب (تلمود ) په اند
 
ښځې نسي کولای چي تورات ولولي.
 
چي مطلب يې دا دی چي ښځې سپېڅلې نه دي، د لعنت جال ، د ګناه پېټۍ يې پر سر او د شیطان زانګو ده.
 
 (Leonard J. Swidler, Women in Judaism: the Status of Women in Formative Judaism, Metuchen, N.J: Scarecrow Press, 1976, pp.83-93)
 
دا د ښځې ارزښت دی په یهودیت کي، ښځه لعنت ده، ښځه د لومړی ګناه سرچينه ده، هره ښځه لعنتي او ګناهکاره ده، د شیطان زانګو ده، د ګناه جال دی، د شیطان یوه آله ده، تورات نسي لوستلای دا ځکه دا چټله ده ، شهوت پرسته ده، د هوس یوه آله ده، که په لنډو کي دا هر څه را ټول کړو نو دا به ور څخه راووځي چي ښځه په یهودیت کي یوه د لوبو آله ده باید د لوبو ماسوا بل کار ورڅخه وانه خستل سي.
 
ښځه په عيسائيت کي:
 
دا چي وعیسایا نو ته ټوله بایبل مقدس دی نو ځکه لومړی به د بایبل حوالې ورکړم.
 
۱: زه اجازت نه ورکوم چي ښځې دي تعلیم ورکړی یا دي په خاوندانو حکم چلوي بلکې خاموشه دي پاتي سي ځکه اول آدم پیدا کړل سو دهغه نه پس حوا او په آدم دوکه و نسوه بلکې ښځه په دوکه کي پرېوتله او ګناهکاره سوه. (اول خط د تیموتیوس په نوم ۲ باب ۱۱- ۱۵)
 
۲:  ښځي دي خاموشه کښینې هغوی ته د خبرو کولو حکم نسته بلکې د شریعت په مطابق دي تابعدارې اوسي او که هغوی په څه ځان پوهول غواړي نو د خپلو خاوندانو څخه دي په کور کښې پوښتنه وکړي دا د شرم خبره ده چي ښځې د کلیسا په غونډه کي خبري کوي. (اول خط د کورنتیانو په نوم ۱۴ باب: ۳۴- ۳۶)
 
۳ :  او کومه ښځه چي سرتوره دعا یا نبوت (پیشګويي) کوي هغه خپل بې عزت کوي ځکه چي هغه د سر خریلي په شان ده، که ښځه لوپټه نه پرسر کوي نو ویښته يې پرېکړي که د ښځې لپاره د سرخریل او لنډول د شرم خبره وي نو لوپټه دي پرسر کړي. (اول خط د کورنتیانوپه نوم باب۱۱: ۵- ۸)
 
۴:  فرض کړئ يو سړی د يوې داسې پېغلې په بې عزته کولو نيول کيږي چي کوزده يې سوې نه وي. هغه سړی دې د هغې پلار ته د مهر بيه يعنې پنځوس مثقاله سپين زر ورکړي او د هغې پېغلې سره دې واده وکړي، ځکه چي هغه يې مجبوره کړې وه چي ورسره څملي. ترڅو پورې چي هغه ژوندی وي هغې ته طلاق نسي ورکولای. (استثناء باب۲۲: ۲۸- ۳۰)
 
په پورته کتاب کي د ښځو ملامتي او لویه ګناه د بي بي حوا علیها السلام د درختي څخه خوراک بلل سوی دی، یعني هغه واقعه ټولو ښځو لره پیغور ګرځول کیږي.
 
په (New International Version) بایبل کي لیکل سوي دي که يې زنا بالجبرورسره وکړه.
 
۵:  که چيرې يو سړی خپله لور د يوې غلامې په توګه خرڅوي ، هغه دې د نارينه غلامانو په شان  خرڅه کړي که چيرې هغه په يو داسې نفر باندې خرڅه شي چي خپل ښځه يې کړي. (خروج باب ۲۱: ۷- ۸)
 
۶:  که چيرې دوه نفره يو د بل سره جنګ کوي او د يو سړي ښځه هڅه وکړي چي خپل مېړه د هغه  سړي څخه وژغوري او دا ښځه هغه سړی د تناسلي آلې څخه ونيسي، د هغې ښځي لاس پرې کړئ. نو په هغې باندې هيڅ رحم مه کوئ. (استثناء: باب ۲۵: ۱۱- ۱۲)
 
په ځینو بایبلو کي راغلي دي چي دواړه لاسونه يې پریکړي.
 
۷: که چيرې د يو راهب لور فاحشه سي، نو هغه خپل مقدس پلار رسوا کوي او بايد وسوزول سي. چي مړه سي. (احبارباب ۲۱: ۹)
 
۸: هغه ښځه له مرګ څخه هم ترخه ده چي زړه يې جال وي او لاسونه يې ځنځیرونه وي. (جامع باب ۷: ۲۷)
 
او داسی نور...
 
  • اوس ددې پورتنیو فقرو څخه څه راووتل؟
  • په عیسائیت کي ښځه په کلیسا کي د خبرو اجازه  نلري
  • ښځه نسي کولای چي تعلیم ورکړي
  • ښځه ګناهکاره ده
  • که يې سر لڅ سو نو ویښتیان يې باید وخریل سي
  • بې عزته دي سي
  • یو پلار کولای سي چي خپله لور د حیوان په شان خرڅه کړي
  • که د خپل میړه په دفاع کي د ښځې لاس د نر د تناسلی آلې سره ونښتی د هغې لاسونه دي پرېکړل سي
  • او ښځه له مرګ څخه هم ترخه ده.
  • که د یوې ښځې سره زنا بالجبر وسي هیڅ پروا نلري بلکي د هغه مجرم سره به پاته ژوند تیروي.
 
دا اوس د دوی په مذهب کي څه وحشت دی؟
 
ایا په عیسائیت کي د ښځې دغه مقام به یوه عیسائي میرمن قبوله کړي؟ نه هیڅ کله نه.
 
-------------------------------------
د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي
ښځه په اسلام کي
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته