تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ليک او قاصد
 
  June 29, 2012
  0
 د ليک او قاصد په ذريعه هم سودا کېدلاى سي .

مثلاً : زيد بکر ته په خط کي وليکي : ما خپل پلانکى شى په لسو لکو افغانيو پر تا خرڅ کړى دى .

يا د يوه نفر يعني قاصد په ذريعه پيغام وروليږي چي ما خپل پلانکى شى په لسو لکو افغانيو پر تا خرڅ کړى دى .

د ليک او قاصد په ذريعه چي زيد د سودا پيغام بکر ته وليږي دا د بيع ايجاب سو ، بکر ته  چي ليک ورسيږي ، يا قاصد پيغام ور ورسوي ، که په هماغه مجلس کي چي خط پکښي لولي يا قاصد پيغام ور رسوي قبول وکړي ، بيع يې ترمنځ مُنْعَقِد کيږي .
 
که بکر د قاصد د پيغام رسولو په مجلس کي يا د ليک د لوستلو په مجلس کي قبول و نه کړي ، د زيد ايجاب لغو کيږي ، بکر يې تر مجلس وروسته قبول نسي کولاى .

اصطلاحات
 
مَبِيْعَةُ : مَبِيْعَه هغه شي ته وايي چي بايع يې پر مشتري خرڅوي .

ثَمَنُ : د بايع او مشتري ترمنځ د  مَبِيعِې ټاکل سوى نرخ د ثمن په نامه ياديږي .

قيمت : د  مَبِيعِې عام بازاري نرخ چي هرڅونه وي هغه د  مَبِيعِې د قيمت په نامه ياديږي .

مثلاً : زيد نوى چينايي بايسکل په پنځه ويشت سوه افغانيو رانيسي ، خو دغه ډول بايسکل په بازار کي عام دوکانداران په درې زره افغانۍ خرڅوي .

په دې مثال کي بايسکل مَبِيعَه ده ، پنځه ويشت سوه افغانۍ د  مَبِيعِې ثمن دى او درې زره افغانۍ د  مَبِيعِې قيمت دى .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته