تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ماشوم څه وخت ګناهکار بلل کیږي؟
 
  January 23, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۸۴)

نوم: محمد قسيم

سوال : ماشوم څه وخت د يو بدکار په کولو ګنګهاره بلل کېږي يعني په څو کلني کي بيا دئ معزور نه دئ او په تېره بيا دکبيره ګناهونو په کولو کي  ، مثلاً غلا ، زنا ، قتل او داسي نور .....................

جواب : 
 
حامداً  و مصلياً

 په شريعت کي انسان د ټولو احکامو هغه که امر وي اوکه نهي هغه وخت مکلف ، پاپنده د جزا او سزا مستحق ګرځي چي دى بالغه سي (١). لکه څنګه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائي : کوچني ماشوم معذوره دى ترڅو چي غټيږي .
داچي هلک او ماشوم کله بالغ بلل کیږي ددې اصلي بنياد پر څو نښو دى، مثلاً:

(١) : ترنامه لاندي ورېښتان يې راسي ،(٢) : بريتونه يې راسي ، (٣): د تخرګو ورېښته يې راسي ،(٤) احتلام یا خوب وويني انزال سي .

که بيا هم دغه علامات پر خپل وخت او عادت سره ظاهره نه سي نو بيا دهلک او انجلۍ دواړو لپاره بلوغ ته د رسېدو عمر ١٥ کاله دى او فتوي دامام ابو حنيفة رحمة الله عليه په مذهب کي پر همدغه قول ده . (۲)
 
د بلوغ کمه موده چي تر هغه په کمه کي د بلوغ دعوه  بلکل نه صحيح کبږي  د هلک لپاره ١٢ کاله او د انجلۍ لپاره ٩ کاله ده (۳).  البته نابالغه که د ثواب کار وکړئ ثواب ورکول کیږي .

 او همدا ډول نابالغه چي په دې پوهيږي چي دا کار ناروا دى لکه شراب څښل ، قتل ، زنا ، سود او داسي نور ، دده لپاره هم حرام دي ، لکه د غټ لپاره که څه هم حد نه پر جاري کیږي. همدا ډول که په کوچني باندي بل څوک دغه کارونه وکړي دهغه لپاره هم حرام دي .

دنابالغه لپاره د مور او پلار مکلفيت دادى چي دده شرعي تربيه وکړي او په لمانځه او نورو نیکو کارو يې  امر کړي .

جواب : مولوي سيدعبدالباري 
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 
(۱):عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ مرفوعا: رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلاَثَةٍ: عَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ وَعَنِ الْمُبْتَلَى حَتَّى يَبْرَأَ وَعَنِ الصَّبِىِّ حَتَّى يَكْبَرَ . رواه الامام احمد ، وابو داود والنسائى. اعلاء السنن ،ج٢ ، رقم الحديث ، ٦٤٠ .
 
(۲): معارف القران ، ج٢ ، ص٣٠٥.
 
(۳): قاموس الفقه ، ج٢ ، ص٣٢٧ .
 

سرته