تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ۸۳ کالو څخه زیات عبادت په یوه شپه کي!
 
  June 24, 2016
  0

ددې اُمت د زيات  شمېر نارينه او ښځو عمرونه تر شپيتو او اويا کلونو پوري وي لکه څه ډول، چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:  عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ   قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم أَعْمَارُ أُمَّتِي مَا بَيْنَ السِّتِّينَ إِلَى السَّبْعِينَ وَأَقَلُّهُمْ مَنْ يَجُوزُ ذَلِكَ (رواه الترمذي )

ژباړه: او په تجربه هم ثابته سوې ده چي ددې امت د ډېرو لږو  کسانو عمرونه تر اويا وو  زياتيږي، نو د همدا لږ عمر ابتدايي برخه په ماشوم توب کي تيرېږي او منځنۍ برخه يې د ځوانۍ د هوس په لمبو کي  د ډېرو څخه سوزي او ضائع کيږي اوپر وروستۍ برخه يې د بوډاتوب  د کمزوروالي  حالت راځي  په داسي حال کي، چي په مخکنيو امتونو کي انسانانو ډېر اوږده، اوږده عمرونه لرل خو د دې امت سره الله جل جلاله دومره احسان کړى دئ چي په هرکال کي يې يوه شپه د (ليلة القدر) ورکړې ده او دا داسي عظيمه شپه ده لکه څه ډول چي الله جل جلاله فرمايي:

(لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (۳-القدر )

د ليلة القدر د شپې عبادت تر نورو  زرو  مياشتو لا هم غوره  او  زيات  ثواب لري.  زر  مياشتي درو اتيا کاله او څلور مياشتي کيږي.

 دا څومره د خوښۍ ځاى دئ چي په يوه شپه يو مسلمان کولاى سي د  درو اتيا کلونو تر عبادت لا هم  زيات ثواب حاصل کړي. آيا تاسو ته معلوميږي چي دا د قدر وړ شپه کومه شپه ده؟
 
دا  شپه نامعلومه ده د ټول کال په جريان کي کېدلاى سي چي يوه شپه دي  (ليلة القدر) وي خو دنبي کريم صلی الله علیه وسلم  د آحاديثو په رڼا يې د دغي شپې زيات  اميد د روژې په مياشت کي کېدلاى سي او په ځانګړي ډول د روژې په  اخرو لسو شپوکي او بيا د آخرو لسو شپو په  طاقو  شپو کي او بيا تر هري شپې زيات  اميد يې په اوه  ويشتمه شپه کېدلاى سي. نو څه به کوو؟
 
د (ليلة القدر) شپه چي تر درو اتيا کلونو څخه يې عبادت لا هم زيات ثواب لري دا شپه به د فسق په بانډار تېروو؟ اوکه به د روژې په مبارکه مياشت کي ټولي شپې په لمانځه، تلاوت، ذکر، تعليم او نورو عبادتونو  تېروو؟ د عقل او پوهي څښتن هغه څوک دئ، چي په دې هکله صحيح پرېکړه وکړي او د لاس تړلو شيطانانو د لاس  اله   ونه ګرځي.   
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه



 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته