تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ذوالحجې لس ورځي غنیمت وگڼئ!
  تعلیم الاسلام
  June 26, 2023
  0
  بسم الله الرحمان الرحيم 
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم اما بعد:
 
 
ليکوال: مولوي عصمت الله عزام 
 
د لوی اخترد مياشتي لومړنۍ لس ورځي له هغو مبارکوو رځو څخه دي چي الله پاک ددغو ورځو له کبله پرخپلو بندگانو احسان کړی دی او دوی ته يې داسي موقع برابره کړې چي که ترې لږعبادت هم په ډېره لوړه کچه قبلوي اوورته ډېر زيات ثوابونه ورکوي.
 
نوله دې کبله بايد دغه ورځي غنيمت وبلل شي اوترې صحيح فائده واخيستل شي او بايد موقع له لاسه ونه باسو ځکه بيا معلومه نه ده چي بل کال به دغه مبارکي ورځي پرموږ راشي اوکنه؟
 
ددغو مبارکو ورځو ډېر فضيلتونه راغلي دي خوزه غواړم چي خبره لنډه خلاصه کړم، نو يوازي يو حديث ليکم چي له هغه څخه ددغو ورځو قېمت او ارزښت څرگندېږي:
 
عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء)(رواه البخاري)
 
له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
 
داسي ورځي نشته چي په هغو کي دي ښه کارونه الله ته تردغو ورځو زيات خوښ وي (يعني دذوالحجه د مياشتي لس اولنۍ ورځي) صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل:اې دالله پيغمبره! (صلی الله عليه وسلم) دالله په لارکي جهاد کول (په نورو ورځو کي)هم ورته (ددغو ورځو تر عبادت) زيات خوښ نه دی؟
 
 رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دالله په لارکي جهاد هم ددي ( ورځو دعبادت په څېر الله ته خوښ) نه دی ، پرته له هغه سړي څخه چي   جهاد ته له خپل ځان او مال سره ووزي  او يو هم بيرته را نه وړي ( يعني مال هم قربان کړي اودی هم شهيد شي)(بخاري شريف)
 
داڅومره لوی فضيلت دی،چي په نورو وختونو کي جهاد هم ددغو شپو ورځو د عبادت سره برابرنه دی.
نو بايد له دغو ورځو څخه ښه استفاده وکړو او په خوب او غفلت کي راباندي تېري  نه شي.
 
بايدپه دغو ورځو کي له بل وخت څخه ډېر زيات په عبادتونو کي مصروف واوسو او بايد د هرښه کار د کولو هڅه وکړو.
 
- بايد الله ته توبې وباسو،د لمانځه ډېر خيال وساتو،د فرض لمانځه سره بايد په نفلو کي هم ډېرکوښښ وکړو.
- د قرآن کريم تلاوت ته بايد وخت وکړو او هر د ثواب کار بايد په کوښښ سره وکړو.
- اوکه موپه وسه وي نو بايد دغه نه روژې ونيسو.
خصوصا د عرفات د ورځي روژه خوبايد خامخا ونيسو:
له حضرت ابوقتاده رضی الله عنه څخه روايت دی چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دعرفات د ورځي د روژې په هکله پوښتنه وشوه؟(چي څه فضيلت لري؟) ويې فرمايل:يکفرالسنة الماضية والباقية.(رواه مسلم)
د تېرشوي کال او پاته کال(گناهونه) رژوي(ختموي يې)
 
يعني د دووکلونو گناوي الله پاک ددغي يوې روژې له کبله الله پاک انسان ته وربخښي.
 
د يادوني وړده چي په داسي عبادتونو سره صغيره (واړه) گناهونه بخښل کېږي،دکبېره (لويو) گناهونو لپاره توبه ايستل ضروري ده، که دالله پاک د حق سره يې تعلق وي.
 
که دمخلوق حق وي،نو يا به يې حق بېرته وررسوي او يابه ترې بخښنه غواړي.
 
نو مقصد مي دادی چي دغه شپې ورځي بايد په عبادتونو کي تېره کړو، له گناهونو توبې وباسو،د آخرت لپاره پکي توښه برابره کړو او په مخکي ورځو کي چي کومه کمزوري راڅخه شوې وي بايد جبيره يې کړو.
 
الله پاک دي د عبادتونه توفيق راکړي او بيادي په خپل عالي دربار کي په ښه توگه قبول کړي.
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين 
----------------------------------------
په دې اړه نور معلومات:
 
 
 
بیان- د ذوالحجې د میاشتي فضیلت
بیان- د ذوالحجې د میاشتي اعمال
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته