تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غیبت کوونکي به د جنت څخه منع سي
 
  August 8, 2017
  0

په یو حدیث کي حضور اقدس صلی الله علیه وسلم فرمایي : کوم کسان چي غیبت کوي هغوی به په دنیا کي ډیر ښه اعمال کړي وي لمنځونه به یي کړي وي روژې به یي نیولي وي عبادتونه به یي کړي وي لیکن په کوم وخت کي چي دا کسان پر پلِ صراط تیریږي (تاسو پوهیږي چي پل صراط یو پل دی چي پر جهنم تیریږي پر دغه پل چي څوک تیر سي جنت ته به ورسیږي)

چي څوک جهنمي وي هغه به د هغه پل څخه لاندي راکش سي او په جهنم کي به وغور ځیږي لیکن غیبت کوونکي به پر پل د تیریدو څخه منع سي او هغوی ته به وویل سي چي تاسو وړاندي تللي نه سي چي تر څو د غیبت کفاره ادا نه کړی یعني چي د چا غیبت مو کړی دی د هغوی څخه معافي ونه غواړی او هغه تاسو معاف نه کړي تر هغه وخته جنت ته دا خلیدای نه سي . 
 
 ماخذ : اصلاحي خطبات، علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته