تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج د اداء شرطونه (۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2019
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اداء شرطونه
د حج د شرطونو څخه دوهم ډول شرطونه د حج د اداء شرطونه دي ، د حج د اداء شرطونه و هغو شرطونو ته وايي چي که دا شرطونه په یو چا کي موجود سي نو پر هغه باندي لازمه ده چي حج به پخپله اداء کوي په بل چا د ځان لپاره حج نسي اداء کولای البته دا ټول په هغه حالت کي چي حج پر واجب سوی وي ، که د حج د وجوب  شرطونه پکښي موجود وي خو د حج د اداء د شرطونو څخه يې ټول یا يې یو شرط لا هم کمبود وي نو بیا پر ده  دا لازمه نه ده چي دی به حج پخپله کوي بلکي یا به في الحال بل څوک د خپل نائب او استازي په ډول لیږي که عذر يې دائمي وو لکه لاعلاجه ناروغ یا د عمر قید بندي څو هغه دده پر ځای حج اداء کړي او یا به د راتلونکي لپاره وصیت کوي چي دده د وفات څخه وروسته دده د میراث په دریمه کي دده لخوا څخه حج اداء کړل سي.


لنډه داچي د حج د وجوب او د حج د اداء ټول شرطونه که په یو چا کي موجود سي نو هغه به حج پخپله اداء کوي په بل چا د ځان د پاره حج نسي اداء کولای او که په یو چا کي د حج د واجب کېدلو شرطونه موجود سي او د حج د اداء کولو شرطونه پکښي موجود نه وي نو هغه کس کولای سي چي احجاج یعني په بل چا د ځان لپاره حج اداء کړي .


يادونه: د حج د اداء کولو پنځه شرطونه چي وروسته يې مونږ ذکر کوو ټول اختلافي دي یعني څوک يې د حج د اداء کولو شرطونه ګڼي او څوک يې بیا د حج د واجبېدلو شرطونه ګڼي د اختلاف نتیجه ددې شرطونو تر تشریح وروسته بیانوو .


د حج د اداء کولو شرطونه پنځه دي : لومړی د بدن سلامتیا ، دوهم د لاري امنیت ، دریم د پادشاه لخوا څخه د ممانعت او بندیتوب نه شتون ، څلورم د ښځي د پاره د امین محرم یا مېړه ملتیا ، پنځم د طلاق یا د وفات د عدې نه شتون .

 


 

د بدن سلامتیا
د بدن سلامتیا د حج د اداء کولو د شرطونو څخه ده ،که څوک دا ډول ناروغ وي چي د جوړېدو امید يې نه سي کېدلای ، یا په دواړو سترګو ړوند وي یا ځای پر ځای ناست (شوټ) وي د ولاړېدو توان و نه لري یا فلج وي او یا یو مخ بوډا وي دې ډول کس که د حج په موسم کي په همدغو ناروغیو کي د حج دسفر خرڅ او سپرلۍ وموندله نوحج پر فرضیږي خو د بدن د نه سلامتیا لکبله دی کولای سي چي په بل چا د ځان لپاره حج اداء کړي او یا به وصیت کوي که ده پخپله حج اداء نه کړای سوای د مړیني څخه وروسته يې بل څوک پر ځای حج اداء کړي . خو کوم کسان چي د بدن سلامتیا د حج د واجبېدلو په شرطونو کي شمېري نو د هغو په آند که ړوند ، فلج ، ځای ناستي شل ، یو مخ بوډا او په لاعلاجه سخته ناروغي اخته مریض د حج په موسم کي د حج سفر خرڅ او سپرلۍ وموندل  نو بیا هم حج نه پر فرض کیږي نو ځکه پر دوی د وصیت کول یا په بل چا د ځان د پاره حج کول هم لازم نه دي .


راتلونکی حدیث د هغو کسانو د پاره دلیل دی کوم چي د بدن سلامتیا د حج د اداء کولو په شرطونو کي شمېري عبد اللَّه بن عبّاس رضی الله عنهما وايي په حجة الوداع کي یوې ښځي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل :


 يَا رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ فِي الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا لَا يَثْبُتُ عَلَى الرَّاحِلَةِ أَفَأَحُجُّ عَنْهُ قَالَ نَعَمْ .(متفق عليه ) 
ژباړه : اې د الله  رسوله ! د الله جل جلاله د حج فریضه کومه چي پر خپلو بنده ګانو يې لازمه کړې ده زما پر پلار پداسي مهال کي لازمه سوې ده چي هغه ډېر بوډا او پر سپرلۍ ځان تکیه کولای نسي نو ایا زه د خپل پلار لخوا څخه حج اداء کړم ؟ رسول الله ورته وویل : هو !


د لاري امنیت 
د حج د اداء کولو دوهم شرط د لاري امنیت دی ، که حج ته د تلو پرمهال لار په امن نه وه ، حاجي د ظالم یا دښمن څخه ځان او مال ته خطر لیده او غالبه ګومان يې دا وو چي که د حج په سفر ووځي نو دی به د ظالم یا دښمن لخوا ووژل سي یا به يې مال لوټ سي او یا يې د بحر لخوا د سفر لاره وه او د حج په شپو کي دریاب طوفاني وو د غرق کېدلو خطر يې تر نجات موندلو زیات وونو پر دې نفر هم که د حج په موسم کي د حج سفر خرڅ او سپرلۍ پیدا کړي حج فرض کیږي خو د لاري د ناامنۍ لکبله چي حج اداء نه کړي وصیت پر لازمیږي او یا به په بل چا د ځان لپاره حج اداء کوي خو پدې شرط چي دده د ژوند تر آخره د حج لاره همداسي دده په حق کی خطرناکه او ناامنه پاته سي .


که حاجي و حج ته د پاټک سالارانو د ججې یا د حکومتي ټيکس څخه پرته تللای نسوای نو د صحیح قول له مخي که څوک د سفر د خرڅ څخه علاوه د حکومتي ټیکسونو او پاټک سالارانو د ججې ورکولو توان هم ولري حج پر فرضیږي ځکه په دې ډول حالاتو کي د پیسو پر ورکونکی ګناه نه راځي 


بلکي ګناهکار هغه څوک دی چي په ناحقه د خلکو مالونه اخلي .


د لاري امنیت هم ځني کسان د حج د واجب کېدلو په شرطونو کي شمېري د دغو مشایخو په آند که څوک د حج په موسم کي د حج د سفر خرڅ او سپرلۍ مالي توان ولري خو حج ته د تلو لار  ورته خطرناکه او ناامنه وي پر هغه حج نه فرض کیږي ، نه وصیت پر لازم کیږي او نه په بل چا د ځان د پاره د حج کول پر لازم کیږي .


د پادشاه لخوا څخه د ممانعت او بندیتوب نه شتون
د حج د اداء کولو دریم شرط دادی چي بندي به نه وي او نه به يې د پادشاه لخوا څخه و حج ته د تلو څخه ممانعت کیږي ، که څوک د حج په موسم کي د حج سفر خرڅ او سپرلۍ ومومي خو دا په داسي حال کي چي په جیل کي بندي وي ، او یا د پادشاه یعني واکمنو څخه بېریدی د ځان ساتني لکبله د حاجیانو په کافله کي نسوای شریک کېدلای ، او یا يې د سلطان لخوا څخه ممانعت کېدی یعني د حج لپاره يې پاسپورټ او وېزه نه ورکول نو پر دا نفر باندي هم حج فرض دی ، که حج اداء نه کړي د حج وصیت پر لازم کیږي ، او هم کولای سي چي د پورتنيو عذرونو لکبله په بل چا د ځان لپاره حج اداء کړي البته دا په هغه حالت کي چي دا عذرونه يې د ژوند تر پایه دوام پیدا کړي ، که څوک د ټول عمر لپاره په بند محکوم او بندي وي او د حج په موسم کي د حج د سفر خرڅ او سپرلۍ وس پیدا کړي او بیا په بل چا د ځان لپاره حج وکړي که د ژوند تر پایه بندي وو د فرضي حج غاړي يې په خلاصیږي او که د جیل څخه آزاد شو نو بیا به پخپله حج اداء کوي ، د نائب حج دده لپاره نفلي حج ګرځي ، همدا ډول حکم د هغه چا هم دی چي د واکمنو څخه د بېري لکبله حج نسي اداء کولای یا د واکمنو لخوا څخه حج ته نه پرېښودل کیږي .


همدا  د هر معذور حکم هم دی کوم چي د یو شرعي عذر لکبله د نائب په ذریعه د ځان د پاره حج اداء کړي ، که عذر يې تر مرګ پوري دوام پیدا کړ د نائب په حج يې د فرضي حج غاړي خلاصیږي او که عذر يې قطع سو پخپله يې د اداء کولو توان پیدا کړ نو د حج فریضه به پخپله اداء کوي .


مخکني درې شرطونه یعني د بدن سلامتیا ، د لاري امنیت ، نا بنديتوب یا د واکمنو څخه بېره او ممانعت نه لرل هم د نارینه او هم د ښځو لپاره د حج د اداء د شرطونو څخه دي ، وروستي دوه شرطونه یعني څلورم او پنځم شرط یوازي د ښځو لپاره دي .


د ښځي د پاره د امین محرم یا مېړه ملتیا
د ښځو د پاره مېړه یا محرم هم شرط دی ، د ښځي محرم هغه څوک بلل کیږي چي هيڅکله يې هم نکاح نه ورسره صحیح کیږي لکه نسبي او رضاعي ورور ، اکا ، وراره خوریی او داسي نور او همدا راز د نکاح پر بنسټ محرم لکه زوم یا خسر او داسي نور .


که ښځه د حج په موسم کي د حج  د سفر د خرڅ او د سپرلۍ توان ولري او ددې او د مکې مکرمې تر منځ د شرعي سفر تګ لاره (۹۰) نوي کېلو متره یا زيات واټن وي نو دا ښځه بېله مېړه یا محرم څخه سفر نسي کولای ، د مېړه او د اعتماد وړ محرم ملتیا ددې د حج د اداء کولو په شرطونو کي راځي ، البته د امام مالک رحمه الله په وینا ښځه د حج سفر بېله محرم څخه د صالحانو په ملتیا کي هم کولای سي او د امام شافعي او د امام مالک رحمهما الله یو بل قول دا هم دی چي ښځه بېله محرم څخه د نورو ثقه او باوري ښځو په ملتیا کي هم حج کولای سي .


 د ښځي مېړه او محرم دې ته نه اړ ایستل کیږي چي د حج په سفر کي به ورسره مل کیږي او نه پر ښځي دا واجب ده چي د حج د سفر لپاره به د یو چا سره نکاح تړي . 


د ښځي سره چي مېړه یا محرم د حج په سفر کي مل کیږي د هغو خرڅ پخپله په هغو پوري اړه لري .


د ښځي لپاره د مېړه یا محرم ملتیا ځیني علماء د حج د واجب کېدلو د شرطونو څخه ګڼي او ځیني يې بیا د حج د اداء کولو د شرطونو څخه ګڼي ، کوم کسان چي د مېړه یا محرم ملتیا د ښځي د حج د واجبېدلو په شرطونو کي شمېري د هغو په آند که ښځه د حج په موسم کي د حج خرڅ او سپرلۍ ومومي خو مېړه یا محرم نه لري یا هغو ملتیا نه ورسره کول نو پر دا ښځي حج نه فرضیږي .


او کوم کسان چي د مېړه یا محرم ملتیا د اداء په شرطونو کي شمېري د هغو په آند که ښځه د حج په موسم کي د حج د سفر خرڅ او سپرلۍ ومومي که څه هم مېړه یا محرم و نه لري بیا هم حج پر فرضیږي ، د حج وصیت پر لازمیږي او که دا عذر يې د مرګ تر مهاله دوام کاوه نو بیا په بل چا هم د ځان د پاره حج کولای سي ، که چیري ښځه د مېړه یا محرم د نه شتون لکبله د نائب په ذریعه د ځان د پاره حج وکړي او وروسته د مېړه یا محرم ملتیا ورته میسره او  برابره سي نو د نائب په حج يې د فرضي حج غاړه نه خلاصیږي .


د طلاق یا د وفات د عدې نه شتون
د حج د اداء پنځم شرط چي دا هم د ښځو سره تړاو لري عده ده يعني که ښځه د طلاق یا د وفات په عده کي وي او د حج موسم پر راسي دا د حج مالي توان ولري نوحج پر فرضیږي البته د عدې لکبله اوس حج نه سي اداء کولای ، خو ځیني کسان دا هم د حج د واجبېدلو په شرطونو کي شمېري د هغو په آند ښځه چي د طلاق یا وفات په عده کي وي او د حج موسم پر راسي که څه هم دا د حج سفر خرڅ او د سپرلۍ توان ولري بیا هم حج نه پر فرض کیږي. 

_______________

ماخذ: د حج ښه ملګری

سرته