تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مجلس يووالي
 
  December 28, 2011
  0

د ايجاب او قبول د صحت د پاره بل شرط د ايجاب او قبول د مجلس يووالى دى ، بېله وصيت وکالت او وصي ټاکلو څخه په نورو ټولو تړونو کي په هغه قبول تړون مُنْعَقِد کيږي چي د ايجاب په مجلس کي وسي .
د ايجاب وروسته که په هماغه مجلس کي قبول وسي نو تړون مُنْعَقِد کيږي خو که د ايجاب وروسته مجلس بدل سي ، وروسته بيا قابل قبول وکړي نو هغه ته اعتبار نه ورکول کيږي .
مثلاً : زيد بکر ته ووايي : دا ساعت په زر افغانۍ ستا دى .
د زيد دا وينا ايجاب سو ، که بکر په همدغه مجلس کي قبول وکړي د سودا تړون يې تر منځ مُنْعَقِد کيږي .

که د ايجاب وروسته خپله زيد يا بکر د همدې ځاى څخه ولاړ سي يا پر همدغه ځاى ناست وي خو بل بحث شروع کړي يا په بل کار اخته سي نو مجلس بدل سو، ددې وروسته که بکر ووايي : زما قبول دى ، و دا قبول ته اعتبار نه ورکول کيږي .
ځکه چي ايجاب او قبول به په يوه مجلس کي وي که مجلس بدل سي ايجاب لغوه کيږي .
هغه تړون چي څوک يې د غائب سره د ليک او قاصد په ذريعه مُنْعَقِد کوي ، د هغه د قبول د پاره د ليک لوستلو او د قاصد د خبر رسولو مجلس معتبر دى .
د بېلګي په ډول : زيد بکر ته ووايي : ما خپله  پلانکۍ مځکه پر خالد په دونه خرڅه کړې ده  بکره ! ورسه خالد خبر کړه .
بکر چي خالد ته هر وخت د زيد د سودا پيغام ورسوي ، په هماغه مجلس کي که خالد قبول وکړي نو سودا لازميږي ، خو که مجلس بدل سي وروسته يې قبول نه صحيح کيږي .
دغه ډول د ليک په سودا کي که د ليک د لوستلو په مهال قبول وکړل سي سودا مُنْعَقِده کيږي .
ځکه چي د قاصد او ليک په ذريعه چي هر تړون کيږي د هغه د پاره د خط لوستلو او د قاصد د خبر رسولو مجلس د عقد مجلس بلل کيږي .

ماخذ: فقه المبتدي دوهم ټوک-معاملات

سرته