تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په شرکت العنان کي تصرفات
 
  August 24, 2015
  0

 

په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک په شراکتي کار کي يو د بل وكَيْل ګرځي ، لهذا شَرِکَةُ العَنَان د هغو کسانو تر منځ صحيح کيږي چي هغوى د وکالت اهليت او وړتيا ولري   .

په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک د شراکت د تړون لکبله راتلونکي تصرفات کولاى سي .

اول خرڅول : هر شريک شراکتي مال په نقدو او پور خرڅولاى سي ، دغه ډول په ګران او ارزان نرخ يې هم خرڅولاى سي ، ځکه چي د شراکت د تړون په اساس دوي يو د بل وكَيْل ګرځي ، البته په غبن فاحش يې د شريک بې اجازې نسي پلورلاى يعني په دونه ارزانه قيمت يې نسي خرڅولاى چي په هغه کي په عام ډول خلک نه تېر وځي . 

دوهم رانيول : هر شريک د شراکت د پاره شراکتي مال په نقدو او پور رانيولاى سي ، ليکن که د شراکت مايه ټوله په مالو بنده سي هلته بيا يو شريک هم نسي کولاى چي د بل شريک بې اجازې په پور شى رانيسي .

که د شراکت مايه ټوله په مال بنده وي او يو شريک د شراکت د پاره په پور مال رانيسي هغه په شراکت کي نه شمېرل کيږي بلکي په خپله په ده اړه پيدا کوي او ګټه او تاوان يې هم پر ده راځي .

خو که شريک يې په داسي حال کي چي د شراکت ټولي پيسي په په مالو بندي وي په پور د نورو مالو د رانيولو اجازه ورکړې وه هلته يې بيا په پور هم رانيولاى سي او هغه مال په شراکت کي شمېرل کيږي .

دريم اِسْتِئْجَار : اِسْتِئْجَارمعنا په مزدوري اجير  درول يا يو ځاى په کرايه نيول ، په شَرِکَةُ العَنَان کي شريک د شراکتې کاروبار د پاره اجير او مزدور درولاى سي ، دغه ډول د مالو د ساتني د پاره په کرايه ګدام هم نيولاى سي  .  

څلورم اِيدَاع : په شَرِکَةُ العَنَان  کي هر شريک شراکتي مال بل ته د وديعې په ډول ورکولاى سي يعني شريک شراکتي مال په بل چا ساتلاى سي ، ځکه چي ايداع هم د تجارتي اړتياؤ څخه بلل کيږي . 

پنځم اِبضَاع : په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک شراکتي مال په اِبضَاع ورکولاى سي . 

ابضاع  دې ته وايي چي څوک بل ته پيسې د تجارت د پاره ورکړي ، څو هغه د ده په پيسو د ده د پاره تجارت ورکوي ، هغه يې نه په ګټه او نه په تاوان کي شريک وي او نه مزدوري ځني اخلي .

شپږم توكَيْل : هر شريک د شراکتي مال پېر او پلور په وكَيْل کولاى سي .

اووم حوالة : په شرکة العنان کي لکه څنګه چي شريک په پور مال خرڅولاى سي دغه ډول د هغه مال د پيسو حواله د مشتري څخه پر بل چا باندي هم اخيستلاى سي او که په پور شى رانيسي د هغه د پيسو حواله بايع ته هم پر بل چا باندي ورکولاى سي .

اتم مال د ځان سره وړل : په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک شراکتي مال په سفر کي د ځان سره وړلاى سي .

نهم مضاربة  : دغه ډول شريک په شَرِکَةُ العَنَان کي شراکتي مال بل ته په مضاربت هم ورکولاى سي .

مضاربت دې ته وايې چي يو څوک و بل چا ته پيسې د تجارت د پاره ورکړي ، مايه د ده او اوږه د هغه وي او ګټه يې تر منځ د فيصدۍ له مخي شريکه وي البته تاوان ټول د مايې پر څښتن راځي . 

لسم رهن : په شَرِکَةُ العَنَان کي شريک کولاى سي که شراکتي مال يې په پور خرڅاوه چي د مشتري څخه يو شى په ګروي کي واخلي ، دغه ډول که د شراکت د پاره يې مال په پور رانياوه نو د رانيول سوي مال په پور کي شراکتي شى په ګروي کي ورکولاى سي . 

د پورتنيو تصرفاتو يادونه که څه هم د شَرِکَةُ العَنَان په تړون کي صراحتا و نه کړل سي بيا يې هم شريک کولاى سي ، ځکه دا ټول تصرفات د تجارانو معمول او په تجارت کي اړتيا ورته ليدل کيږي .  

که د شراکت په تړون کي د مخکنيو تصرفاتو پر ځينو تصرفاتو په صريح ډول بنديز ولگول سي هلته يې بيا د شريک بې اجازې نسي کولاى .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته