تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بواسير یا Hemorrhoid
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2022
  0
ترتيب کونکي: ټرينر متخصص ډاکټر علي احمد (قانع)
ميرويس حوزوي روغتون، کندهار افغانستان
 
Hemorrhoidal انساج د Rectum  په لانديي او د Anal Canal  په برخه کي موجود دي او ددي انساجو اساسي دنده نه يواځي نورو وريدونو په څير د ويني انتقال دي بلکه دوي د تغوظ د فعل Defection په وخت لانديني انساج د تر ضيض څخه ساتي او هم د استراحت په حالت د مقعدي قنات د بشپړي بندوالي سبب کيږي او نه پريږدي چي مايعات يا ګازات په خپل سر د مقعد څخه خارج شي .
 
تعريف:
 د داخلي او بانديني Hemorrhoid وريدونو د توسع له کبله پيدا شوي کتلي Varicose ته بواسير Hemorrhoid وايي.
 
وقوعات:
په نارينو کي نسبت ښځو ته او د عمر د ٣٠ او ٥٠ کالو تر منځ ډير ليدل کيږي او په نادر ډول ماشومانو کښي پيښيږي .
 
اسباب:
Hemorrhoid يو وعائي افت دی چي د وريدونو د توسع له کبله منځ ته راځي نو په ټولو هغه امراضو کي چي وريدي سيستم تر فشار لاندي راځي او وينه پکي د Stasis حالت نيسي Hemorrhoids منځ ته راتلاي شي او هم پرته له دي چي د بدن نوري وعايي برخي په افت اخته شي په ځانګړي ډول هم منځ ته راتلاي شي هغه خلګ چي په دوامداره ډول په چوکي کي ناست وي يا ولاړي په حالت کار کوي د ځمکي د جاذبي قوي عمل له کبله Hemorrhiodal وريدونه متوسع کيږي همدارنګه په ارثي ډول په دغو وريدونو کي د ساماتو نشتوالي يا د تحت مخاطي طبقي سستوالي او دا وعيو د جدار ضعيفوالي هم د Hemorrhoids منځ ته راتګ کي رول لري لاکن بايد وويل شي چي پورتني فکتورونه په يواځيتوب سره د Hemorrhoids په تشکيل کي رول نه لري او د لاندي عواملو سره د يوځايي عمل په نتيجه کي Hemorrhoids منځ ته راتلاي شي .
 
1. مزمن قبضيتونه او د ډکي متيازي په وخت زور وهل کوم وخت چي د ډکومتيازو په وخت کلک غايطه مواد په ډير فشار سره د معقدي قناعت څخه تيريږي او نوموړي عمل په دوامدار ډول تکرار شي د بواسيري ضعيري او د مقعدي قناعت دوعايي طبقي تقويه وي طبقه سست او دوعايي طبقي څخه جلا کيږي او محافظوي پوښ يي په تخريش اخته کيږي بالاخره داسي مرحله راځي چي د ډکو متيازو د کولو په وخت تخريش شوي طبقه د مقعدي قناعت دوعايي طبقي سره ښکته ښويږي او د مقعدي قناعت څخه د باندي خارج او د مقعدي معصري تقلصاتو سره په اختناقي ډول کلک نيول کيږي پدي وخت وريد رجعت مختل او د نوموړي ښکته شوي مخاطي او تحت مخاطي طبقو په منځ وينه د رکودت په حال پاتي کيږي او دهغه ځايه چي د غايطه موادو سره په تماس دي منتن او تفريحي کيږي او کوم وخت چي غايطه مواد د مقعدي قناب څخه خارج شي د شديد تخريش له کبله د نوموړي کتلاتو څخه وينه بهيږي که نوموړي حادثه په متناوب ډول څو ځلي تقرحي مرحلي تيري کړي بالاخره مخاطي غشا په يو کلک فبروزي نسج بدليږي چي د تني ياد کمي په څير حبس کيږي د مزمن قبضيت او زوروهلو ترڅنګ د Defecation په وخت د وضيعت هم رول لري مثلا په دوو پښو ناسته د ځمکي په سطحه يا د فرشي کمود پاسه په وريدونو فشار راوړي او نورهم د وريدي رکودت سبب کيږي.
 
2. غذايي رژيم  : هغه غذايي مواد چي د قبضيت سبب کيږي يا Fiber پکي لږوي د بواسيرو په پيدا کيدو کي هم رول لري.
3. حمل او داخل بطني تومورونه : پدي حالاتو کي داخل بطني فشار پورته ځي په عمده وريدونو فشار راځي او دهغي له کبله Hemorrhiodal Plexus کي Varicose منځته راوړي .
4. د ځګر امراض : هغه امراض چي د Portal Hypertension  او Ascitis سبب کيږي ممکن بواسير هم منځته راځي.
5. د زړه عدم کفايه : پدي حالاتو کي په عمومي ډول ټول وريدي جريان کي رکودت منځته راځي نو له همدي کبله بواسيري اوردي هم متوسع کيږي.
6. د بولي جهاز امراض : هغه امراض دي چي تشي متيازي د بندش او د تبول په وخت د مزمن زور وهلو سبب کيږي لکه پروستاپ د غدي غټوالي په بواسيري وريدونو تاثير اچوي او د Hemorrhoids سبب کيږي .
7. د سږو امراض مزمن ټوخي په دوامداره ډول داخل بطني فشار پورته ساتي بالاخره Hemorrhoids د پيدا کيدو سبب کيږي .
 
 
تضيف بندي :
 
Hemorrhoids لانديني ډولونه لري.
 
Internal Hemorrhoids.-a
External Hemorrhoids. –b
Intero External Hemorrhoids. –c
 
Internal Hemorrhoids –a  که چيري د Hemorrhoidal Plexus توسع Dentate Line څخه پورته پيښ شي داخلي بواسيري ضعيفېري متوسع شي د داخلي بواسير په نوم ياديږي دغه ضعيفيره د مخاطي غشا پواسطه پوښل شوي او تحت مخاطي طبقي لاندي قرار لري او زياتره په هغو برخو کي بواسير منځته راځي چي ضعفيري عمده شعبه جدار ته دننه کيږي او کله چي ناروغ د تغوط فعل اجرا کوي د عضلي تقلص له کبله تر فشار لاندي راځي او نوموړي برخي پړسيږي که ناروغ نسائي وضعيت ولري نو دغي برخي د ښي قدامي جنبي ښي خلفي او چپ جنبي برخي سره تصادف کوي.
 
Internal-Hemorrhoids لاندي درجي لري :
First Degree -1 پدي درجه کي ناروغ يواځي د مقعدي خونزيزي څخه شاکي وي او ممکن په مقعدي قناعت او دريکتم په ښکتني برخه کي د ډکوالي احساس و کړي .
 
Second Degree -2  پدغه مرحله کي  Hemoorhiodal کتله نه يواځي وينه ورکوي بلکه د مقعدي قناعت څخه د باندي ښکته کيږي Prolapse ورکوي لاکن په خپله بيرته ارجاع کيږي .
 
Third Degree -3 پدي درجه کي Hemorrhiodal کتله وينه ورکوي د مقعدي قناعت څخه د باندي Prolapse کوي او په خپله نه ارجاع کيږي بلکه د لاس د مانورو پواسطه ارجاع ته ضرورت لري.
 
Fourth Degree – 4 پدي حالت کي Hemorrhiodal  کتله وينه ورکوي د مقعدي قناعت څخه د باندي Prolapse کوي  Incarcerate وي او غير قابل ارجاع وي.
 
External Hemorrhoids – b : دا ډول بواسير د External hemorrhiodal Plexus د توسع څخه عبارت دي چي د  Dentate Line څخه لاندي پيداکيږي د پوستکي په واسطه پوښل شوي او د مقعدي قناعت پرهره برخه کي منځته راتلاي شي.
 
Intero External Hemorrhiod – c : پدي حالت کي  د واړه داخلي او خارجي Hemorrhiodal Plexus متوسع کيږي همدارنګه هغه وريدونه چي  Dentate Line په برخه کي دواړه ضعفيري سره يو کوي هم متوسع کيږي.
 
کلينکي تظاهرات :
Internal Hemorrhiod داخلي بواسير تر هغي چي اختلاطي نه شي Incarceted,Inflammated,Ulcerated د درد د توليد سبب نه کيږي او يواځي ناروغان د ډکي متيازي په اخر کي د څو څاڅکي ويني د بهيدني څخه شاکي وي همدارنګه  Rectal Fullness Mucose Discharge او د کتلي Prolapse ممکن موجود وي . په Rectal Examination کي ښه وضعيت Left Lateral وي پدي وضعيت کي مقعدي ناحيه تفتيش شي دريمه او څلورمه درجه داخلي Hemorrhiod  چي Prolapse کړي وي واضع معلوميږي لاکن په دوهمه درجه کي ناروغ ته ويل شي چي زور وهي خصوصا چي ناروغ په تشناب کي د څو دقيقو لپاره دوه پښو د ځمکي په سر ناست او زور وهي پدي حالت کي په اساني ليدل کيږي چي مقعدي قنات څخه کتله دباندي Prolapse کوي او بيرته دوباره ارجاع کيږي.
 
په Digital Exame کي Dentate Line څخه پورته ممکن داخلي بواسيري کتلي جس شي لاکن بايد وويل شي چي د Hemorrhiods د تشخيص لپاره د جس څخه تفتيش ډير د اهميت وړ دي که چيري دجس په واسطه کتله جس نه شي نو Anascopy څخه استفاده کيږي او ددي الي په واسطه په څرګند ډول کتلي په سترګو ليدل کيږي.
 
External Hemorrhiods د هغه ځايه چي خارجي بواسير په مکرر ډول په Thrombosis اخته کيږي شديد درد موجود وي همدارنګه د مقعدي ناحيي شاوخوا برخي خارښت او د تغوط په اخر کي د څاڅکي په ډول وينه خاريجيږي .
 
د مقعدي ناحيي د تفتيش پواسطه په واضع ډول خارجي بواسيري کتلي په سترګو معلوميږي که چيري thrombosis جوړکړي وي د کتلي رنګ سانوزي او توربخن وي او د تماس سره حساسخ وي.
 
Intero External Hemorrhiods  کوم ځانګړي سريري تظاهر نه لري عينآ د داخلي او خارجي Hemorrhiod په څير اعراض او علايم ورکوي.
 
تشخيص:
د Hemorrhiods تشخيص د تاريخچي له مخي چي عمده اعراض خونريزي د کتلي پولاپس معقدي خارښت ، قبضيت ، درد او د معلومولو لپاره په سيتمک ډول معاينه او Rectal Examination شي د تشخيص د تائيد لپاره Contrast Enema Proctoscopy او تفريقي تشخيص لپاره Colonoscopy  هم اجراشي . 
 
تفريقي تشخيص : 
د معقدي ناحيي د ټولو امراضو او د هغه امراض چي Rectal Bleeding سبب کيږي بايد د Hemorrhiods  سره تفريقي تشخيص شي په عمومي ډول د لاندينو امراضو سره بايد تفريقي تشخيص شي :
1. د  Colon او Rectum د کانسرونو سره.
2. د Colon  ، Diverticular امراض .
3. Irritable – Bowel –Disease
4. Ulcerative colitis
5. Adenomatous polype
6. Anal Fissure
7. Ano Rectal Fistula او  Abscess
8. Psychiatric امراض او نور.
 
اختلاطات:
د Hemorrhiods  اختلاطات عبارت دي له :
 
1. Anemia
2. Massive Rectal Bleeding  چي حتي د  Shock سبب کيږي.
3. د کتلي  Strangulation
4. Thromboses
5. Ulceration
6. دکتلي Gangrene
7. Fibrosis
8. Suppuration  چي ممکن د  Pyleephilibitis Abscess اويا د بدن د نورو برخو تقيحي افتونه سبب شي.
9. Anal Fissure
10. Anal Fistula
11. Procititis او Pruritus Ani 
12. Rectal Prolapse  او نور
 
تداوي :
په تداوي کي بايد هڅه وشي چي ناروغي اصلي سبب پيدا او ټول مساعد کوونکي فکتورونه له منځه يوړل شي په عمومي ډول د Hemorrhiods تداوي په لاندي ډول شرحه کيږي:
 
Conservation يا Medical Therapy
 د لمړي او دوهمه درجه داخلي بواسير ډيري پيښي ددي تداوي په مقابل کي ځواب وايي چي ناروغ په غذايي رژيم کي High Fiber Diet لکه نباتات او تازه ميوه ډير مقدار مايعات او Stool Softner توصيه کيږي ناروغ ته په ابتدايي مرحله کي په يخو اوبو کي ناسته  Sitzbath ترڅو ازيمايوي حالت له منځه لاړشي او که چيري درد موجود وو نو د درد ارامتيا لپاره Warm sitz batha  توصيه ناروغ بايد د اوږدي مودي لپاره په دوو پښو ناستي په ځانګړي ډول د تغوط په وخت د چوکي د پاسه ناستي او دبي ځايه زور وهلو د تضوط په وخت څخه ډډه وکړي.
 
Suppositories  او Rectal Ointments کومه ګټه نه رسوي او ځيني حالاتو حتي د Hemorrhiod د نور پر مختک سبب هم کيږي .
 
Sclerosis يا Injection Treatment :
د Irritating کيمياوي موادو موضعي زرق لکه ٥ % فينول د بادامو په تيلو کي د لومړي او دوهمي درجي وينه ورکونکي Hemorrhiodal کتلي چي د محافظوی تداوی  په مقابل کی ځواب ورکړی نه وی ګټه رسوی چی په دی حالت کی دHemorrhiodal کتلی په قاعده کی تحت مخاطی طبقه کی2ml پورتنی مواد زرق چی په نتیجه کی sclerosis  منځ ته راوړی ددی میتود له کبله ځینی پیښو کی Infection prostatitis   AcuteاوAllergic reaction  منځته راځی.
 
Elastic ligation 
پدی طریقه کی دویمه او دریمه درجه داخلی بواسیر کتلی چی 2 cmپورته د Dentate line  څخه وی د یو مخصوص سامان  پواسطه نیول کیږی  ددی سامان په قاعده کی کومه رابری  حلقه  چی موجوده ده دکتلی قاعده ته رسول کیږی بالاخره کتله necrosis  کوی اونسج په ساحه کی پریږدی باید وویل شی چی هغه کتله چی transitional Zone یا Anoderm کی وی ورته رابری حلقه {Band}  وانه چول شی ځکه د ډیر شدید درد سبب کیږی همدارنګه که چیری داخلی معصری په حلقه کی ونیول شی spasm او درد منځته راوړی او هم د Urine retention  سبب کیږی ددی طریقی بل معذرت انتان  دی چی حتی د Sepsis  سبب کیږی 
 
Cryosurgery and Direct current coagulation
پدی طریقه کی  بوا سیری کتله ؛مایع N2  یاد CO2  پواسطه په تبر د  {Freezing} اخته کیږی او ددی له کبله necrosis منځته راځی اکثره جراحات  ددی طریقی څخه استفاده نه کوی خکه Seropurulent Discharge  د مقعده څخه  دډیر خراب بوی احساس او دزخم  دالیتام ځنډ ددی طریقی معذرت دی.
 
Excisional Hemorrhoidectomy 
دریمه درجه ؛څلورمه درجه او مزمن لومړی او دوهمه درجه داخلی بواسیر چی د محافظوی  تداوی  په مقابل کی ځواب ورکړی نه وی او Mixed  بواسیر چی Anoderm یی اشغال کړس وی او هم خارجی بواسیر باید د جراحی عملیات پواسطه تداوی شی د جراحی عملیات مختلف میتودونه موجود دی ښه میتود دادی چی بواسیر یی کتلی په شاوخوا یو Elliptical شق وروسته ددی چی Clip  شوی اجرا او کتله د داخلی او خارجی اجزاوو سره وویشل سی او مخاطی   Urine Retention direct  منځته راتلای شی همدا رنګه نور اختلاطات لکه انتان  خونریزی او د معصری جروحات هم منځته راتلای شی پورته اختلاطات اکثره ناروغ ته د مناسب  analgesic په ورکولو او د ناروغ په حڅه لو چی ډیر ژرتشی او ډک ادرار وکړی مخنیوی کیدای شی.
 
 
Technique of excisional hemorrhoidectormy 
 په هغه حالت کی  چی د معقدی قنات ټول محیط د بواسیر کتلاتو پواسطه اشغال سوی وی د White head  په میتود قنات مخاطی برخه ویستل سی او په حلقوی ډول پورته پاتی مخاطی طبقه د Anoderm  دپوستکی سره وګنډل سی لاکن پدی طریقه اکثرهAnal Stenosis  او هم د معصری د Spasm  له کبله شدید درد منځته راځی Acute Thrombosis  اوIncarcerated  مختلف Mixed  بواسیر کولای شو د محافظوی تداوی پواسطه او یا Excisional Hemorrhoidectomy  پواسطه تداوی کړو.
 
Excision of Thromboses external Hemorrhoid 
حاد خارجی Thromboses  شوی بواسیر باید په بیړه سره د موضعی انستیزی لاندی شق او دوینی علقه ور څخه تخلیه شی او ساحه خلاصه پریښودل شی که چیری د Thromboses  شوی بواسیرڅخه ۴۸ ساعتو څخه ډیر وخت تیر شوی وی نو د محافظوی تداوی پواسطه چی ناروغ ګرم تطبقات په ګرمو اوبو کی ناسته ؛ غذایی رژیم کی د ډیر Fiber  استعمال او Stool Softener توصیه شی او وروسته بیا په انتخابی ډول د خارجی بواسیر Excision   اجرا شی.
 
ماخذونه:
Maingot’s Abdominal operative Surgery
Schwartz principle of surgery
Bailey and love general Surgery.
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته