تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مثبت افکار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 15, 2024
  0

لیکنه: نذیر احمد هاشمي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


مثبت افکار 

 

ژوند څپانده سیند ته ورته دی، په ژوند کي بیلا بیل پړاونه سته، د ژوند ځیني مراحل به مو ستړي او سرګردانه کړي؛ خو ځیني حالات به بیا په نوبت سره خوښي او خوشحالي راکوي؛ یعني دا ژوند دی او ژوند د حیرانتیاوو څخه ډک دی، معلومه نه ده چي څنګه او څه وخت به څه پیښ سي نو ځکه لازمه ده چي هر وخت د هر څه تمه ولرو.


په هر حالت کي مثبت افکار خپل په ذهن کي وروزئ؛ ځکه چي څېړونکو ثابته کړې ده چي د انسان ذهن د مقناطیس په ډول دی که چیري د منفي څیزونو په اړه فکر کوي نو نور منفي فکرونه هم را جذبوي او برعکس مه مثبت فکر ولري نو داغه مثبت فکرونه ځان ته نور مثبت افکار را جذبوي.


منفي افکار بېله خفګان او تشویش څخه بل څه نه سي درکولای، که څوک د ځان سره فکر وکړي؛ نو پوه به سي چي هغه وخت چي په خفګان یې تېر کړی وي داسي مثال لري لکه غل چي خپله خپل کور ته دعوت کړي او خپل خوښي او خوشحالي ټوله ورکړي تر څو د ځانه سره یې یوسي او په بدل کي صرف خفګان ورڅخه واخلي، دا حالت ته که په منطقي ډول وکتل سي نو دا د جسم سره ظلم او د روح سره جفا ده.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته