تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فقهي اړوند بیلابیل معلومات
 
  November 1, 2016
  0
رالېږونکی: احمدجنيد مبارز / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱ : ـ فقه په لغت کي پوهي ته ويل کيږي ، او په اصطلاح کښي هغه علم دي چي د شرعي احکامو او معملاتو څخه بحث کوي.

۲ : ـ د اسلام ارکان پنځه دي : اول : کلمه ، دوهم : لمونځ ، دريم : روژه ، څلورم : زکاة ، پنځم : حج . 

۳ : ـ حقيقي نجاست هغه نجاست دي چي ظاهراً وليدل سي لکه : وينه ، بولي ، غایطه او شراب.

۴ : ـ حکمي نجاست هغه دي چي حکم يې د شريعت څخه معلوم سوي وي لکه : جنابت ، بې اودسي.

۵ : ـ د مسافر لپاره په لمانځه کي قصر يا لنډوالۍ دي یعني څلور رکعتي فرضي لمونځونه به دوه رکعتي کوي ،که څلور رکعته وکړي ګنهګاريږي.

۶ : ـ د مني نجاست د غسل په واسطه او د مذي او د ودي نجاست د اوداسه په واسطه سره پاک کيږي.

۷ : ـ مسافر هغه شخص دي چي دخپل کور څخه د درې ورځو مزل په اندازه ليري سوي وي او نيت يې د (۱۵) ورځو څخه کم وي.
 
۸ : ـ نيت په اودس کي سنت او په تیمم کي فرض دي.

۹ : ـ د حيض کمه موده درې شپې ورځي او زیاته موده يې لس شپې ورځي ده.

۱۰ : ـ حيض لمونځ او روژه منع کوي چي د لمانځه قضا يې نسته مګر د روژې قضا به راوړي.

۱۱ : ـ د غسل فرايض درې دي : اول : په خوله اوبه رغړول ، دوهم : په پزه کي اوبه اچول ، دريم : په ټوله بدن اوبه اچول.

۱۲ : ـ د حج فرایض درې دي : اول : احرام ، دوهم : وقوف عرفات ، دريم : طواف زیارت.

۱۳ : ـ روژه د هجرت په دوهم کال په مدينه منوره کي فرض سوې ده.

۱۴ : ـ حج د هجرت په نهم کال فرض سوې ده.

۱۵ : ـ شپږ کلمې عبارت دي له : اول : کلمه طیبه ، دوهم : کلمه شهادت ، دريم کلمه تمجيد ، څلورم : کلمه توحيد ، پنځم : کلمه استغفار ، شپږم : کلمه رد کفر.

۱۶ : ـ د لمانځه شرایط (۱۳) دي (۶) يې شرایط دي يعني د لمانځه څخه خارج او (۷) يې ارکان دي يعني په لمانځه کي داخل دي.

۱۷ : ـ نفاس هغه وينه ده چي د ماشوم د تولد څخه وروسته د ښځي د رحم څخه خارجيږي چي تر څلويښتو ورځو پوري دوام کوي چي لمونځ او روژه منع کوي ، د لمانځه لپاره قضايي نسته او د روژې لپاره سته.

۱۸ : ـ اذان سنت مؤکده دي...

۱۹ : ـ په جماعت سره لمونځ اداء کول سنت مؤکده دي.

۲۰ : ـ د امامت شرايط : اول : علم ، دوهم : قاري والۍ ، دريم : تقوا ، څلورم : مشرتوب . 

ماخذ: اړين معلومات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته