تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عالم رهنمايي د اعتدال لاره ده
  تعلیم الاسلام
  August 31, 2015
  0
لیکنه : عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
نن ورځ د مسلمانانو یوه ډله دي طرف ته تللې ده چې  پیشوایان، عالمان، عارفان، هیڅ نه دي. او وایي چې د الله جل جلاله کتاب زموږ لپاره پوره دی لکه څنگه چې مخکني علماء په قرآن پوهیدل دغسي ورباندې موږ هم پوهیږو :
 
(هم رجال ونحن رجال ) یعنی دوی هم انسانان دي او موږ هم انسانان یو نو ددې نتیجه دا شوه چي هر یو کس چي نه په عربي ژبه پوره پوهیږي او نه د قرآن په حقیقت او معرفت او نه د نبي کریم صلي الله علیه وسلم په بیان او تفسیر، محضي د قرآن په ترجمه کتلو سره ځان ته د قرآن عالم وایي، د قرآن کریم  کوم تفسیر او تشریح چي په خپله د نبي کریم صلي الله علیه وسلم یا د علیه السلام د بي واسطي شاگردانو یعنې صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه نقل دي ددې ټولو څخه قطع نظر کومه خبره چي یې په ذهن کي راشي پر قرآن ئی تپي.
 
 حال دا دی چي که یواځي کتاب بغیر د معلم څخه کافي کیدی نو د الله جل جلاله دا قدرت وو چي د کتاب نسخي یې لیکلي خلگو ته رسولی، رسول الله صلي الله علیه وسلم معلم را استول او خلگو ته به یي د لیږلو ضرورت نه وایي او که فکر وکړی شي نو معلومه به شي چي دا خبره یواځې د کتاب الله سره خاصه نه ده . د هیڅ یوه علم او فن د کتاب په کتلو باندې او یواځي په ترجمه لیدلو باندي یي هیڅ سړی هم ددې فن عالم نشي کیدلی. د ډاکتری یا د یوناني طب د کتابونو په ترجمه کتلو سره تر اوسه پوري یو حکیم یا ډاکټر نه دی جوړ شوی او داسی نور.... بلکي په دې ټولو شیانو کي د تعلیم او تعلم او استاد ضرورت د هر چا په نزد منلي شوې خبره ده لیکن افسوس دی چي قرآن او سنت داسي سر سري گڼل شوي دي چی د دوی لپاره گرسره د استاد ضرورت نه گڼل کیږي. او په دې وجه د تعلیم یافته وو یوه لویه ډله دي طرف ته په غلو کي تللې ده چي یواځي د قرآن مطالعه کافي گڼي. د تیرو عالمانو تفسیرونه او د هغوی را ایستلې معناوي استنباط او تعبیرونه او په دوی پسي کیدل او تابعداري ئي کول یي د پامه څخه غورځولي دي. 
 
دوهم طرف ته د مسلمانانو یوه بله لویه ډله په دي غلو کي اخته شوي ده چې په ړندو سترگو څوک چي وغواړي هغه خپل مقتدا او پیشوا جوړوي او دي ته  نه گوري چي دا څوک موږ پیشوا جوړ وو. په ده کي دا قابلیت سته او که نه ؟ او نه بیا دي ته گوري چي کوم تعلیم دی ورکوي دا خو به د قرآن او سنت مخالف نه وي؟
 
شریعت اسلامی د غلو څخه د ساتلو دپاره ددې دواړو په مابین کی دا طریقه کار وښووي چې کتاب الله د خدایي خلگو (الله والا) څخه زده کوی او خدایي خلگ یعنې عالمان په کتاب سره پیژني کوم چي د قرآن او سنت په علومو کي مشغول وي. او ژوند یي د کتاب او سنت په رنگ کي رنگ شوی وي بیا د کتاب او سنت په هره مشکله مسئله کی د دوی تفسیر او تشریح پر خپله رایه مخکي گڼي او د دوی تابعداري کوي.
 
------------------
زیاتوني:
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ قَالَ فِى الْقُرْآنِ بِغَيْرِ عِلْمٍ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ. رواه الترمذي
ژباړه: کوم شخص چي بېله علمه په قران کي څه وویل نو هغه دي خپل ځای په جهنم کي تلاښ کړي (یعني چي عالم نه وي، د شرعي دلیل او د مفسرینو د تفسیر پر ځای د خپلي رايي او عقل مطابق معنی او تفسیر وکړي).
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته