تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کعبې شریفي شاوخوا طواف ولي د چپي خوا کیږي ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 20, 2021
  0

د کعبې شریفي شاوخوا طواف ولي د ساعت د ستنو مخالف کیږي ؟


ژباړه : عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کعبي شریفي  طواف چې د ساعت د ستنو مخالف کیږي عجیبه حکمت  


زموږ مسلمانانو  ټول عبادات له راسته طرف څخه شروع کیږي  مثلاً په راسته لاس خوراک کول  په راسته لاس د سلام شروع کول په راسته  پښه سره مسجد ته داخلیدل ، همداسي ډیر شیان چې د اسلام پاک پیغمبر  صلي الله علیه وسلم يي موږ ته د راسته خوا څخه د شروع کولو حکم کړي دي ، خو په کعبه شریفه طواف کول د دې خبري عکس دي یعني هغه په راسته خوا نه شروع کیږي دا ولي  ؟ 


دا ځکه چې د انسان زړه  د سیني په چپه طرف کې دي ، نو کله چې موږ د ساعت د ستنو مخالف په کعبه شریفي طواف کوو ، یعني د ساعت ستني په راسته طرف باندي تاویږي لیکن :

موږ په کعبه شریفه باندي د طواف په وخت کې په چپه طرف تاویږو یعني: چپه طرف مو کعبې شریفي خوا ته وي ځکه چې په چپه طرف کې زړه دي نو یو حکمت دادي چې زړه کعبې شریفي ته په دې صورت کې نږدي وي ، 


خو اوس د علم خاوندانو یو بل حکمت هم بیان کړي دي هغه دا چې د انسان په بدن کې چې کله د وینې دوره په شروع راځي نو هغه همداسي په چپه طرف سره شروع کوي ، خو که چیرته موږ د مځکي څخه لږ خارج فضا ته نظر وکړو نو سپوږمۍ د مځکي شاوخوا د ساعت د ستنو مخالف چپه حرکت کوي ، او همداسي مځکه د لمر شاوخوا  چپه حرکت کوي  یعني لکه څنګه چې موږ د کعبې شریفي شاوخوا طواف کوو ، او همداسي لمر د خپلو ټولو سیارو سره د کهکشان شاوخوا د ساعت د ستنو مخالف چپه حرکت کوي ، 


نو له کعبي شریفي څخه چپه حرکت کول دا معني لري که ګویا موږ  د ټولو کایناتو په شمول  په یو طرف  د الله جل جلاله لپاره روان یو او ټول د الله جل جلاله تسبیح  په جمع واري سره وایو.او موږ په کعبي شریفي باندي   طواف د آدم علیه السلام څخه نیولي تر محمد صلي الله علیه وسلم پوري چې د الله جل جلاله څومره انبیا ء تیر شوي د هغوي په پيروي سره په چپه طرف کوو .


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته