تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښرا په ځای کي دعا!
 
  June 18, 2015
  0
رالېږونکی: و. انورزي

ویل کیږي وتلی عالم معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کی د دجلې سیند په غاړه ناست و، په یوه وړه کښتۍ کي څو ځوانان ناست وو موسیقی يي غږوله او شراب يی څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګری وویل: ته په دې اوبو کي دا خلک وینې چي د الله تعالی په سرکښي او ګناه لګیادي ښیرا ورته وکړه.
 
 
معروف الکرخی رحمه الله لاسونه پورته کړل او ويی ویل: ای الله! لکه څرنګه چی دي دوی په دنیا کی خوشحاله کړي دي زارۍ درته کوم چی په اخرت کي ېې هم داسي خوشاله کړې.

ملګري ورته وویل : موږ درته وویل ښیرا ورته وکړه، ددعا مو نه دي درته ویلي او ته دعا ورته کوي؟! 

معروف الکرخی رحمه الله ورته وویل : په اخرت کي چي الله جل جلاله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چي په د نیا کي به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي.

ماخذ: تعلیم اسلام راډیو ۱۵ ګنه
 

سرته