تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کونډو.یتیمانو.فقيرانو او مسکینانو ته پاملرنه وکړي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2021
  0


کونډو، یتیمانو، فقيرانو او مسکینانو ته پاملرنه وکړي 


لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

یو مسلمان باید په ټولنیز ژوند کي د ټولني د نورو غړونه بې خبره نه وي بلکه پر هغه لازمه ده چي د کونډوو مسکینانو، فقيرانو او یتیمانوپه حال ځان خبر کړي او له هغو سره همېشه همکاري وکړي او په خپله شتمني کي دهغو لپاره یوه برخه ځانگړې کړي.

 

حضرت ابوهريره (رضي الله عنه)فرمایي چي حضرت رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمایل چاچي د کونډي ښځي او نادارو خلکو سرپر ستي وکړه، هغه د داسي چا په څېر دي چي پرله پسې د خدای جل جلاله په لار کي کوښښ کوي او زه فکر کوم چي هغه به د داسي چا په څېر وي چي پرله پسې لمونځ کوي او هیڅ نه ستړی کیږي او یا هم د داسي چا په څېر دئ چي پرله پسې روژه نیسي او هیڅکله له روژه نیولو څخه نه لیري کیږي.

سهل بن سعد (رضي الله عنه) فرمایي چي حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:

زه او د یتیم کفیل (ساتونکی) په جنت کي داسي یو، په دې وخت کي يې خپلي دوې گوتي داسي ونیولې چي په منځ کي یې ډیره لږه فاصله وه.

 او په همدې توگه اسلام د مشرانو احترام او پر کشرانو شفقت د ایمان له مهمو اخلاقي برخو څخه بللې ده. نو ځکه د اسلام مبارک دین په دې توگه توانیدلئ دئ چي د ټولنیز او کورني نظامونه په خپلو اخلاقي قوانینو باندي وساتي.

او د دې برعکس هغه کسان چي د اسلام د ستر نعمت څخه بې برخي دي، په ښه توگه در کوي چي هره ورځ د هغوی کورنۍ اړیکي خړي پړي کیږي او د ټولو ښو امکاناتو او هوسا ژوند پر درلودلو سربیره له روحي مشکلاتو سره مخ دي.

د انیس ورځپاڼي د ۱۳۸۴ کال د جوزا د ۱۸ په ۹۵ گڼي په پنځم مخ کي (يوې انگليسي مېرمني خپله شتمنی سپیانوته وبخښل) تر سرلیک لاندي یوه لیکنه راغلې ده چي متن يې داسي دي .

يوې سپين سري انگليسي خپله شتمنی چي يو ملیون او دو سو زره پونډه ته رسېده سپیوته وربخښل، د (سان ماریون هي وري) ورځپاڼي د راپور پر اساس دغه مېرمن چي د مانچیسټر اوسیدونکې ده د وارثینو پردرلودلو سربېره د سپیو د روزني يوه خیریه مرکزته ورغله او خپله شتمني يې هغوته ور وبخښل ترڅو د سپیو دروزلو په کار کي يې وکاره وي مېرمن هي ورډ څه وخت وروسته د زړه د حملې په پایله کي مړه سوه او وارثان يې چي دوه ورونه او يوه خور وه د هغې د دې پریکړي څخه د خبرېدو په وخت کي ډېر حیران سول.


د دې خدمتگاري چي جولیا مور ک تروید نومیده سان ورځپاڼي ته وویل چي هغه له خپلي کورنۍ څخه ډېره ځوریدلې وه او چندان ښه يې نه ځني وړل نو ځکه يې ځان ته د حیواناتو یوه کورنۍ جوړه کړې وه.


ماخذ : اسلامي نړۍ لید 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته