تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښېرا په ځای کي دعاء
 
  December 26, 2015
  0

ليكنه: حامد افغان

ویل کیږي وتلی عالم معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کې د دجلې سیند په غاړه

 

 ناست و، په یوه وړه کشتۍ کې څو ځوانان ناست وو موسیقي یې غږوله او شراب یې څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګري وویل: ته په دې اوبو کې دا خلک وینې چې د الله په سرکشي او ګناه لګیادي ښيرا ورته وکړه، معروف الکرخي رحمه الله لاسونه پورته کړل او ویې ویل: ای الله! لکه څرنګه چې دي دوی په دنیا کې خوشاله کړي دي زارۍ درته کوم چې په اخرت کې یې هم همداسي خوشاله کړه.


ملګري یې ورته وویل: موږ درته وویل ښېرا ورته وکړه، د دعا مو نه دي درته ویلي او ته دعا ورته کوي! معروف الکرخي رحمة الله علیه ورته وویل: په اخرت کې چې الله جل جلاله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چې په دنیا کې به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي. (طبقات الاولياء لابن الملقن ۱/۴۷.) 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه

 

سرته