تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نهي عن المنکر کولو په وخت کي اختلاف
 
  November 22, 2016
  0
وینا: مولانا مفتي محمد رفیع عثماني / ژباړه: قاري محمد نسیم نسیم
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
نهي عن المنکر څه وخت ضروري دی؟

د نن زمانې یو لوی مصیبت همدا دی چي یو تر بله د رايي اختلاف د خپل منځي جنګ او جګړې او د بې اتفاقۍ او جلاکېدو ذریعه ګرځول سوې ده. د شیطان یوه لویه قاعده دا ده چي هغه عالم ته د عالم په شکل کي راځي، صوفي ته صوفي جوړ سي او ورته راځي او فقیه ته فقیه جوړ سي راځي او هغه داسي پوهوي چي ګوره فلانکي شخص دا غلط کار وکړی او د حق خبره (هغه) ته کول فرض عین ده او په حدیث شریف کي راغلي دي:

 مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ.( رواه مسلم)
 
ژباړه: په تاسو کي چي کوم شخص هم د کوم بد کار کړنه وويني نو هغه دي يې په لاس سره منع کړي، که يې ددې طاقت نه وي نو په ژبه سره دي یې منع کړي، او که يې ددې هم طاقت نه وو نو په زړه سره دي يې بد وګڼي او دا دایمان تر ټولو کمزورې درجه ده.

لیکن شیطان دا خبره ځني هیروي چي هغه شخص چي کوم کار منع کول غواړي هغه خو بد کار نه دی! ځکه چي ددې تعلق د مجتهد فیه مسائلو سره دی او د شرعي دلیل پر بنیاد دی او که بد کار هم وي او پر دې باندي د اعتراض کولو (یا بندلو) باندي د بلي لويي فتنې پیدا کېدلو بېره وي نو په داسي صورت کي "نهي عن المنکر" لا هم جائز نه دی، بلکي سکوت او چپېدل واجب دي! په حدیث شریف کي چي راغلي دي چي:
 
"مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ...الخ"
 
دلته د استطاعت (طاقت لرلو) څخه صرف حسي استطاعت او حسي قدرت مراد نه دی بلکي په قدرت کي دا خبره هم داخل ده چي که ددې منکر کار د لیري کولو څخه د کوم بل منکر کار د پیداکېدلو بېره وي یا په مسلمانانو کي د بې اتفاقۍ (دښمنۍ) بېره وي نو داسي ثابتیږي چي قدرت حاصل نه دی او دلته سکوت او چپوالی واجبیږي.

د حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه واقعه
 
ددې مثال په صحیح مسلم کي د حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه  دا واقعه ده چي دده په زمانه کي مروان بن الحکم د مدینې منورې والي وو، ده (مروان) دا طریقه اختیار کړه چي د اختر په لمانځه کي يې خطبه د لمانځه څخه مخکي ورکول غوښتل، حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه  او هغه عیدګاه ته یو ځای راغلي وه، حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه  هغه د مصلی طرف ته ورمخ ته کړی تر څو د سنتو مطابق د اختر لمونځ مخته سي او خطبه وروسته سي، لیکن هغه منبر ته وختی نو یو شخص ودرېدی، هغه هیڅ سختي خبري ونه کړي لیکن صرف دا یوه جمله يې وویل:

الصَّلاَةُ قَبْلَ الْخُطْبَةِ
لمونځ تر خطبې مخکي کیږي.

لیکن مروان وویل چي هغه طریقه ترک (پاته) سوې ده، حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه  ولاړ سو او ويې فرمایل:
 
أَمَّا هَذَا فَقَدْ قَضَى مَا عَلَيْهِ. (رواه مسلم، کتاب الایمان)

(دا شخص کوم چي دا مسئله یې بیان کړه) هغه دا فریضه اداء کړل چي دده پر ذمه وه.

اوس دلته د غور کولو خبره همدا ده چي دلته حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه  او هغه شخص لره دا قدرت حاصل وو چي دوی مروان ونیسي او د منبر څخه يې لاندي راکښته کړي لیکن شرعي قدرت یې نه درلودی! ځکه که يې داسي کړي وای نو جنګ او جګړه رامنځ ته کېده، ځني خلګ د حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه  پر طرف درېدل او ځني د مروان بن الحکم پر طرف کېدل چي ددې په نتیجه کي د مسلمانانو په منځ کي بې اتفاقي او درز پیدا کېدی. نو د حضرت ابوسعید خدري  رضی الله عنه  ددې قول څخه دا معلومه سوه چي دلته یواځي په خبره سره د هغه پوهـ کول کافي وه، د لاس د استعمالولو اجازت نه وو، نو معلومه سوه چي د منکر کار منع کول هم تر دې شرط پوري مشروط دي چي په دې سره د مسلمانانو ترمنځ بې اتفاقي، جلاوالی او درز رانسي.

د اختر په لمانځه کي سجده سهوه ولي معاف ده؟

ددې یو بل مثال دا دی چي د شریعت مسئله ده چي که په لمانځه کي واجب پاته سي نو سجده سهوه واجبیږي لیکن فقهاوو لیکلي دي چي که د اختر په لمانځه کي واجب پاته سي نو سجده سهوه دي نه کول کیږي، وجه يې دا بولي چي د اختر په لمانځه کي مجمع ډېره زیاته وي او د اختر د لمانځه طریقه د عامو لمونځو څخه یو څه مختلفه هم وي، که په دې کي سجده سهوه وکړل سي نو ډېر زیات خلګ چي په پوره ډول د مسائلو څخه خبر نه وي نو هغوید وارخطایی ښکار کیږي، څوک به سجده کوي، څوک به سلام ګرځوي، څوک به دریږي، بیا به ترمنځ جنګ جوړیږي، ځني خلګ به امام ته ګوته نیسي چي تا زموږ لمونځ را خراب کړی نو شریعت امت د جګړې کولو څخه د ساتني په خاطر دا حکم وکړی چي دلته سجده سهوه مه کوئ.

 حطیم يې ولي په بیت الله کي نه کړی شامل؟

ددې یو بل ډېر واضح مثال دا دی چي بیت الله شریفه چي د ټول امت مسلمه تر قیامته پوري قبله ده، تاسو ته معلومه ده چي ددې سره نژدې یو څه حصه د "حطیم" په نامه یادیږي، دا په اصل کي د بیت الله حصه وه لیکن کله چي قریشو دا تعمیر کړل نو د دوی سره د پیسو کمی وو نو ځکه هغو یو څه حصه پرېښول، په داسي حال کي چي د حضرت ابراهیم علیه السلام په واسطه ایښودل سوي بنیادونه د حطیم تر حصې پوري دي، حضرت رسول الله  صلی الله علیه وسلم یو ځل حضرت عایشې صدقې رضی الله عنها  ته وفرمایل:
 
که ستاسو قوم (یعني مسلمانانو) حدیث العهد باالاسلام نه وای (یعني که چیري دوی تازه اسلام نه وای قبول کړی) نو ما دا بیت الله د حضرت ابراهیم علیه السلام د بنیادونو مطابق جوړول (لیکن څنګه چي خلګ نوي مسلمانان سوي دي نو ځکه خطره ده چي که زه دا یوه حصه ونړوم او د حطیم حصه ورسره شامله کړم نو په نوي مسلمانانو کي به ځني کسان د اختلاف ښکار سي چي په دې سره په مسلمانانو کي د درز او بې اتفاقۍ بېره سته) (بخاري: باب مَنْ تَرَكَ بَعْضَ الاِخْتِيَارِ مَخَافَةَ أَنْ يَقْصُرَ فَهْمُ بَعْضِ النَّاسِ)

وګورئ! رسول الله  صلی الله علیه وسلم مسلمانان د بې اتفاقۍ او جنګ څخه د ساتلو لپاره بیت الله چي تر قیامته د مسلمانانو قبله ده نامکمله پرېښول او تر اوسه لا همداسي نامکمله ده. په داسي حال کي چي دا د ټولي نړۍ د بیلونونو انسانانو قبله ده او ددې رتبه تر مسجد ډېره زیاته ده لیکن د مسلمانانو د بې اتفاقۍ، جنګ او جدل څخه د ساتني په خاطر يې دا همداسي نامکمله پرېښول.

ماخذ: اختلاف رحمت دی ډل بازي حرامه ده
 
------------------------------
 
د عیسایانو خپلمنځي اختلاف
مخکنۍ برخه: اختلاف
 

سرته