تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ملګريتوب کي زما طبيعت:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 26, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په ملګريتوب کي مي د درواغو او ناځوانۍ څخه ډېر بد کيږي، د کوم ملګري چي صميميت راته ثابت سي په تمامه معنی يې ملاتړ کوم او په حضور او غياب کي يې دفاع کوم.


د خپل ملګري په اړه د هیچا خبره نه منم او د خپل ملګري مخالف د ځان مخالف بولم.


کڅه هم ملګريتوب د قرابت تړون ندی خو زه د قرابت د تړون په سترګه ورته ګورم ځکه نو پر ځان هرڅه ګالم خو په هيڅ صورت کي تر ملګري نه تېرېږم.


د ملګري په وړاندي مي ايثار ډېر خوښيږي ځکه نو د ملګري پرمختګ د ځان پر مختګ او د ملګري زيان د ځان زيان بولم.


د يوه صميمي ملګري خبره د سلو نفرو تر خبرو راته اعتبار لري البته پر نورو مسلمانانو باندي د بې باورۍ له کبله نه بلکي پر خپل ملګري د باور په سبب.


ملګريتوب د هدف لپاره نه کوم چي هدف ته تر رسېدلو وروسته یې قطع کړم بلکي ملګريتوب د ژوند اړتيا بولم نو تر څو ژوندی يم د ملګرو سره به ملګرتيا کوم.


په ملګرتيا کي ځان خوښووني ته ځای نه ورکوم ځکه نو تر هيڅ ملګري ځان لوړ نه بولم بلکي ځان ته د ملګري په سترګه ګورم.


د ملګري د اصلاح لپاره په ښکاره توصيه ورته کوم او کوم شی چي د ځان لپاره خوښوم هماغه د ملګري لپاره هم خوښوم.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته