تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بجلکي ښکاره کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2021
  0

 بجلکي ښکاره کول

 

لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دنارینوو دپاره بجلکی پټول حرام اوګناه کبیره ده. دبخاری شریف حدیث دي.


ما اسفل من الکعبین من الازار فی النار(بخاری ج ۲ ص ۸۶۱ باب ما اسفل من الکعبین فی النار)


ترجمه: په ازار(پرتوګ،لنګ،اوږد قمیص،لنګوټه،پټو اوداسي نور) سره چی دبجلکو هر څونه حصه پټه سي د دوزخ په اور کي به سوځي . معلومه سوه چي بجلکي پټول کبیره ګناه ده ځکه چي پرصغیره ګناه باندی د دوزخ عذاب نسته. حضرت مولانا خلیل احمد سهارن پوري رحمة الله علیه په بذل المجهود شرح ابی داؤد کی لیکلي دي چي د ازارڅخه معني هغه لباس دي چي د پورته څخه کښتي ته راغلي وي لکه : پرتوګ،لنګ یا اوږد قمیص اوداسي نورچي په دغه باید بجلکي  پټي نسي. کوم لباس چي دلاندې دخوا پورته راځي لکه جرابي په دغه بجلکي پټول ګناه نه لري.


لهذا که غواړې چي بجلکي پټي کې نوجرابي وکه لیکن د جرابي د استعمال با وجود هم پرتوګ،لنګ، پټو یا اوږد قمیص اوداسی نورشیان تربجلکوکښته ساتل جوازنه لري بلکه په دا حال کي هم دپورته څخه کښتي ته راغلي لباس د بجلکوڅخه پورته ساتل واجب دی اوبجلکي په دووحالتوکی ښکاره کول ضروري دي


۱ کوم وخت چی ولاړیاست.
۲ کوم وخت چی روان یاست.


  که چیري په ناسته کي یا په پروتي بجلکه په ازارپټه سي نوهیڅ ګناه نه لري. بعضي خلګ دا فکرکوي چی بجلکي صرف په لمانځه کی باید ښکاره سي نوکله چي مسجد ته داخل سي پایڅي پورته کی دا یوه ډیره ناپوهي ده، ښه پوه سي چي بجلکي ښکاره کول صرف په لمانځه کي ضروري نه دی بلکه په وخت کی د ولاړي او رفتارهم بجلکي ښکاره کول ضروري دي که ني ګناه کبیره پرلازمیږي. مولانا خلیل احمد سهارن پوری رحمة الله علیه فرمائي.


وهذا فی الحق الرجال دون النساء(بذل المجهود کتاب اللباس ص ۵۷ )


  او دا حکم صرف دنارینوو دپاره دي، ښځوته د بجلکودپټولوحکم دي. یوصحابي وحضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)ته عرض وکي انی حمش الساقین.


    چی زما پوندي وچي سویدي. مطلب یي داوو چی ددې ناجوړي په وجه زه بجلکی پټولای سم؟ حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)هغه ته دبجلکي د پټولواجازه ورنه کړه او ورته وئې فرمایل.


ان الله لایحب المسبل(فتح الباری ج ۱۰ کتاب اللباس ص ۲۶۴)


ترجمه: الله تعالی دبجلکودپټونکی سره محبت نه کوي. محترمودوستانوفکر وکی چي په بجلکی پټولوباندي دخدای دمحبت څخه محروم پاته کیدل.


داڅنګه عقلمندي ده. حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)یوصحابي ته چي پټوپرمځکه ورپسي څکیدي وفرمایل.


اما لک فی اسوة(فتح الباری ج ۱۰ کتاب اللباس ص ۲۶۳)


ترجمه: آیا زما دژوند په طریقه کي ستادپاره نمونه نسته ؟ بس دمحبت دپاره خالي په ژبه دعوې کافي نه ده، محبت خوڅوک دمحبوب پراطاعت باندی مجبوره کوي.


لوکان حبک صادقا لاطعته ان المحب لمن یحب مطیع


یعني : که چیري ته په محبت کی صادقه وای نودمحبوب اطاعت به دي کولاي ځکه چي عاشق دچا سره محبت کوي دهغه امرمنونکي اوفرمانبرداره وي. بس دمحبت تقاضا داده چی موږباید دالله اود رسول نافرماني ونه کو، ددوي پرهرامرباندی عمل وکو نوبیا موږ په محبت کی رښتیني یو.


پورته ذکرسوی دوه عمله خودنارینوو دپاره دي. 


ماخذ : دخدای ددوستي څلوراعمال


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته