تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انټرنيتي نړۍ او رسنۍ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 19, 2022
  0

لیکنه : عزت الله اریال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱: ویب سایټ 


ویب سایټ website له دووکلمو څخه جوړ سوي دی چيWeb د غټو جال په معنا او site د انټرنیټ پر مخ یوه مشخصه فضا ته ویل کیږي. نو ويلای سو چي ویب سایټ د انټرنیټ په مخ د يوه سازمان ، موسسه، شرکت او یا هم د یوه شخص لپاره مشخص سوي برخه یا صفحه ده چی د ږغ، تصویر ، متن او نور اړوند مواد پکښي ځای پرځای سوي وي او یا په لنډ ډول ویل سو چي ویب سایټ د انټرنیټي نړۍ څخه یو کوچنکه برخه دمشخص هدف لپاره رانيول او استعمالول دي
دیادونی ده چي د ویب سایټ یا انټرنیټي صفحي لپاره مختاړي یا انټرنیټي نوم world wide web _www_استفاده کیږي.
ویب پاڼه یا ویب سایټ مختلف شکلونه او پارمټونه لري چي اړوند اداره ورته معلومات پورته کوي او نور ورڅخه استفاده کوي.


۲: وبلاگ weblog


دانټرنیټي صفحو یوه بله بڼه وبلاگ weblog دی. د ارتباط ، اطلاعاتو او معلوماتو له خپرولو سره په تړاو د وبلاگ د منځته راتگ هم یو مهم اقدام دی ویبلاگ هم دسایټ غوندي یو انټرنیټی صفحه ده خو توپیر یي دادی . ویبلاگ نسبت ویب سایټ ته په کښتنه سطحه او معلوماتي ظرفيت يي کم  دی.


همدارنگه هرشخص کولای سي ځانته یو مشخص ویبلاگ ولري مگر دهر کس لپاره شخصي ويب سایټ لرل ستونزمنه ده.


او موږ سایټونه لرو چي دویبلاک خدمات وړاندي کوي ځینې پدې عقیده دي چی اولین وبلاگ د (ټیم برنرزلی په واسطه د ) info.cern.http(په نوم جوړ شو، دوهم وبلاگ د (mare andreesseri)په واسطه په (ncsa) کې رامنځته شو. چې پدې کې هم د برنرزلی په شان کارونه ترسره کیدل.


د۱۹۹۷م نه تر ۱۹۹۹م کلونه چې هغه د ویبلاگ د پرمختگ مهم کلونه بلل کیږي څو نور وبلاگونه هم منځته راغلل، له لومړنیو وبلاگونو څخه کولای شو د (winer daver ) اړوند اخبار( seripting ) د وبلاگ (barger) او (cameron barret) وبلاگو ته اشاره وکړو.


د وبلاگ یا وبلاگ نویسی شمیر تر ۲۰۰۰م کاله له ۱۰۰۰ څخه زیات وبلاگونه جوړسول، او دغه تعداد د ۲۰۰۲ کال تر نیمایي پوري له نیم ملیون څخه هم زیات شو. داوسني جوړښت په اساس د وبلاگونوتعداد د وبلاگ لیکني په سیستم  کي له سلو زروڅخه زیات دي، په هرو څلويښتو ثانیو کې یو نوی وبلاگ رامنځته کیږي په افغانستان کی ويبلاک تر ۲۰۰۱ کال مخکی شتون نه درلود لومړي وبلاگ لیکونکی د افغانستان په داخل کی عزیزالله حکیمي دی، چې په يوه خارجي موسسه کي يي کار کوي، لومړی وبلاگ افغانستان کی په ۱۳۸۱ه ش کال کئ د کنگاش په نامه جوړ کړ، په افغانستان کې هغه وخت وبلاگ یوه نوی پدیده وه، يواځي خارجي موسساتو په کابل کې انټرنټ ته لاس رسې درلود، مگر په ۱۳۸۳ ه ش کال کي بې شماره وبلاگونه د افغانستان د وبلاگ فهرست ته ور زیات سول، چې ۳۰۰ ته يي تعداد ورسید؛ په ۱۳۸۰ ه ش کال کې نه یواځی په افغانستان کې بلکي په ټوله نړۍ کي اوج ته ورسید.


 دویبلاگ ځانکړتیاوي


۱ :  وبلاگ سبک او طريقي عموما شخصې، غيري رسمي او خپلواک دي هرڅوک په خپل ذوق مخته ځي .
۲ : څرنگه چي وبلاگونه د کیفیت، محتوا او اهدافو له لحاظه مختلف ډولونه لري، نو لوستونکی يي هم خاص دی .
۳ : سادگي دویبلاگ یو بله مهمه ځانګړنه ده چي هر څوگ ورڅخه اسانه استفاده کولای شي . 
۴ : د وبلاگونو ایجادول دټولني په یوه خاص قشر پوری ندي تړلي بلکي دټولني مختلفی طبقی کولای شی وبلاگونه رامنځته کړي.
۵ :  دویبلاگ ډیزاین، مطالبو خپرول، تغیرات راوستل داهرڅه د استعمالونکي په لاس دي . 
۶ : ویبلاگ کي هرڅوک خپل معلومات او خبري ازادانه وړاندي کولای شي  ځکه يي نو پرمختگ هم زیات وکړ.


برښنایی رسنی: Electronic Media


الكټرانیک یا بریښنایی رسنیو کلیمه تر انټرنیټ مخکی یوازی راډیو او تلویزون ته کاریده، خو دانترنیټ په منځته راتگ سره بیا هم ویب او ویبلاگونه ته همدغه برښنایی یا الکټرانیک کلیمه وکاریده، په برښنایی رسنیو کی ټولی هغه رسنیزی وسیلی راځی ، چی له بریښنا سره سراو کار لری.


" انلاین رسني بیا هغه رسني دي چي بریښنایي دي خو دبریښنایي ترڅنگ دانټرنیټ پر صفحه هم فعالیت وکړي. 


د ډیجیټل او انلاین رسنیو ترمنځ توپیر دادی؛ چي  ډیجیټل په وسایلو کې خوندی وي اوپر انټرنیټ کې نه وی پر لیکه شوی، خو انلاین بیا پخپله په انټرنیټ کې موجود وي، ډیجیټل رسنی هغه مهال پر لیکه یا آنلاین گڼل کیږی، چی پر ویب راجوتی شی.


انلاین یا سایبر رسنی Cyber media:


cyber کلمه د cybernetic د کليمې يوه برخه ده، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۸م کال اړیکو یو کارپوه ناربرت وینز وکاروله ، cybernetitد لاتيني ژبې د gubernetic له ریښې څخه اخیستل شوي، چي د لارښونې او قوماندې لپاره کاریده cybernetic .د مطالعې او پوهې معنې ورکوې، خو تر ډیره د سایبر د کلیمې اطلاق په انټرنټي فضا او پر هغه څه باندې اطلاق کیږې، چې پر دغه فضا کې موجود وي. 


الکترونیکي ورځپاڼه:


الکترونیکي ورځپاڼي هغه آزادی رسنۍ دي چي له زمانې او مكانې محدودیتونو څخه آزادي وی. او یا هم ويلای سو کله ورځپاڼه په سافټ او PDF یا بل شکل کي انټرنیټ دلاري ترلاسه کړو الکترونکی ورځپاڼه ورته ويالای سو ځکه لوستنه به هم ديوي بریښنایي وسيلي دلاري وي.


 دانټرنیټي خپرونو ځانکړتیاوي


 ۱: د انټرنیټ پرصفحه مطالب او خبرونه لنډ وي لنډ مطالب په ښه ډول د خلکو د توجو وړ گرځي.
 ۲: کمنټونه او غبرگونونه هم هلته په انلاین ډول ورکول کیږي او موضوع لا ښه واضح کیږي. 
٣ :  الکترونیکي ټولنه یواځې د یو ډیر سریع او تیز تیریدونکې موج په څیر ده، چې د مسؤلیت د ادا کولو تر ټولو ښه وسیله ده.
۴ :  په دغو آزادو ستيجونوکې خپریدونکي احساسات نشي کولای چې ژورناليستي تعبیرونه او د لیکنې مهارتونه څرگند کړي.
۵ :  په الکترونیکې نشراتو کې داسې غير واقعي مطالب هم وجود لري چې د باید پري پوه سو او خاتمه ورکړل شي، او د لوستونکو د ضرورتونو مطابق داسې پرمعنا صوتي او تصویرې منځپانگه لوستونکو ته وړاندې کړو چې د خلکو د توجو سبب وگرځي.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته