تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جمعې د اذانو او د اقامت د الفاظو دلایل
 
  May 2, 2017
  0

 مؤلف: مولانا احمد علي شخ (شهدات کوټ)

ژباړه: مولوي احمد زاهد (کندهاري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د جمعې د لمانځه لپاره دوه اذانونه

دليل: 
عَنِ الزُّهْرِى  رحمه الله قَالَ: سَمِعْتُ السَّائِبَ بْنَ يَزِيْدِ رضی الله عنه  يَقُوْلُ اِنَّ الْاَذَانَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ کَانَ اَوَّلُه حِيْنَ يَجْلِسُ الِامَامُ يَوْمَ الْجُمُعَةِ عَلَى الْمِنْبَرِ فِىْ عَهْدِ رَسُوِل الله صلی الله علیه وسلم   وَاَبِىْ بَکْرِ وَ عُمَرَ رضی الله عنه  فَلَمَّا کَانَ فِىْ خِلَافَةِ عُثْمَانَ  وَکَثُرُوْا اَمَرَ عُثْمَانُ رضی الله عنه  يَوْمَ الْجُمُعَةِ بِالْاَذَانِ  الثَّالِثِ فَاُذِّنَ بِهِ عَلَى الزَّوْرَاءِ فَثَبَتَ اْلَامْرُ عَلٰى ذٰلِکَ.  (بخاري ، ج: ١، صـ: ١٢٥. قديمي کتب خانه)

ژباړه: حضرت سائب بن يزيد  رضی الله عنه  فرمايي: چي مخکي به اذان د جمعې مبارکي په ورځ هغه وخت کېدي چي امام به پر منبر کښېنستي، د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ، حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر  رضی الله عنهما په زمانه کي همداسي کېده. بيا چي د حضرت عثمان  رضی الله عنه  په زمانه کي مسلمانان ډېر سول نو حضرت عثمان  رضی الله عنه  د جمعې په ورځ د دريم اذان (د اقامت سره) حکم وکړی. د دې څخه وروسته پر "زرواء" نومي ځاى باندي اذان وسو او بيا همدا اصطلاح وگرځېدله. (چي په هر ښار کي به مسلمانانو د جمعې په ورځ دوه آذانونه کول)

د اقامت الفاظ هم د اذان په ډول دوه دوه دي

د احنافو په نزد د اقامت کلمې اوولس (١٧) دي. د اذان په شان اقامت هم دوه دوه ځله ويل کېږي يوازي په اقامت کي د "قد قامت الصلوة، قد قامت الصلوة" اضافه کېږي او همدا د حضرت بلال رضی الله عنه  اقامت دئ او دا اقامت به په نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  پسي کېدي. امام بخاري، امام مسلم، امام ابو داؤد، امام نسائي  رحمة الله علیهم  او د امام ابن ماجه  رحمه الله  استاذ امام ابوبکر بن ابى شيبه  رحمه الله  هم په خپل کتاب "مصنف ابن ابى شيبه" کي همدا روايتونه را نقل کړي دي.

١- دليل:
اِنَّ بِلَالًا  رضی الله عنه  کَانِ يُثْنِى اْلَاذَانَ وَالْاِقَامَةَ.  (مصنف ابن شيبه، ج:١، ص:٢٣٤، مکتبه امداديه ملتان)
 
ژباړه: حضرت بلال  رضی الله عنه  به د اذان او اقامت کلمې دوه واره ويل. 

٢- دليل:
عَنِ الْاَسْوَدِ  رحمه الله عَنُ‎ْ بِلَالٍ  رضی الله عنه  قَالَ: کَانَ اَذَانُهُ وَ اِقَامَتُهُ مَرَّتَيْنِ مَرَّتَيْنِ. (مصنف عبدالرزاق، ج:١، ص: ٤٦٣. بيروت)
ژباړه: د اسود  رحمه الله  څخه روايت دئ چي د حضرت بلال  رضی الله عنه  د اذان او اقامت کلمې دوې دوې وې. 

٣- دليل:
عَنِ الرَّبِيْعِ بْنِ قَيْسٍ  رحمه الله اَنَّ عَلِيًّا کَانَ يَقُوْلُ: اَلْاَذَانُ وَ الْاِقَامَةُ مَثْنٰى. (مصنف ابن ابى شيبه، ج:١،ص:٢٣٤) 
ژباړه: د ربيع بن قيس  رحمه الله  څخه روايت دئ چي حضرت علي  کرم الله وجهه به د اذان او اقامت کلمې دوه دوه ځلي ويلې.
 
٤- دليل: 
کَانَ عَبْدُاللهِ بْنُ زَيْدِ الْاَنْصَارِىُّ رضی الله عنه  مُوَذِّنَ النَّبِىِّ  صلی الله علیه وسلم  يُشْفِعُ الْاَذَانَ وَ الاِقَامَةَ. (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ص:٢٣٤) 
 
حضرت عبدالله بن زيد انصاري  رضی الله عنه  د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  مؤذن وو، د اذان او اقامت کلمې به ئې جوړه (دوې دوې) ويلې. 

٥- دليل: 
اَنَّ سَلْمَةَ بْنَ الْاَ  کْوَعِ  رضی الله عنه  کَانَ يُثْنِى  الْاِقَامَةَ. (مصنف ابن ابى شيبه، ج:١، ص:٢٣٤)
حضرت سلمه بن الاکواع  رضی الله عنه  د اقامت کلمې دوه ځلي ويلې. 

٦- دليل: 
عَنْ اِبْرَاهِيْمَ قَالَ: الاذان والاقامة مثنى مثنى. (کتاب الاثار، ص: ٢١)
حضرت ابارهيم نخعي  رحمه الله  فرمايلي دي چي اذان او اقامت دوه دوه واره دي. 

٧- دليل: 
 کَانَ اَصْحَابُ عَلِىٍّ وَ اَصْحَابُ عَبْدِالله رضی الله عنهم يُشْفِعُوْنَ الْاَذَانَ وَ الْاِقَامَةَ. (مصنف ابن ابى شيبه،ج: ١، ص:٢٣٤)
ژباړه: د حضرت علي او د عبدالله بن مسعود  شاگردانو  رضی الله عنه  به اذان او اقامت دوه دوه ځله ويل. 

٨- دليل: 
عبدالرحمن بن ابى ليلى عَنْ عَبْدِ الله بْنِ زَيْدِ قَالَ: کَانَ اَذَانُ رَسُوْلِ الله  صلی الله علیه وسلم  شُفْعًا شُفْعًا فِى الْاَذَانِ وَالْاِقَامَةِ. (ترمذى، ج:١، ص:٤٨، قديمي کتب خانه)

عبدالرحمن بن ابى ليلى د عبدالله بن زيد څخه روايت کوي چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  (د مؤذن) اذان او اقامت دوه ځله وو. 

اعتراض: وايي چي عبدالرحمن بن ابى ليلى د حضرت عبدالله بن زيد  رضی الله عنه  څخه نه دي اورېدلي؟ 

جواب: په دار قطني کي راغلي دي چي حضرت عبدالله بن زيد  رضی الله عنه  د حضرت عثمان  رضی الله عنه  تر خلافت پوري وو او عبدالرحمن بن ابى ليلى خو د حضرت عمر  رضی الله عنه  د خلافت په دور کي لا هم وو. 

د يوې يوې کلمې والا اقامت حقيقت 

په دې باره کي غير مقلدين د حضرت بلال  رضی الله عنه  يو حديث خپل دليل گرځوي په کوم کي چي اقامت يوې کلمې والا ثابته وي. د دې حديث لنډ جواب دا دئ چي د حضرت بلال  رضی الله عنه  څخه د دې متعلق دواړه قسمه روايتونه را نقل سوي دي يوې کلمې والا هم او د دوې کلمې والا هم څنگه چي مستدرک حاکم، طحاوي شريف، بيهقي، مصنف ابن ابى شيبه، مصنف عبدالرزاق او نورو د حضرت بلال  رضی الله عنه  څخه د دوو کلمو والا اقامت روايت را نقل کړى دئ. نو اصل حقيقت دا دئ چي حضرت بلال  رضی الله عنه  په شروع کي پر يوې کلمې والا اقامت باندي عمل کوي ليکن وروسته ئې پر دوو کلمو والا اقامت باندي عمل شروع کړي ځکه چي:

ابوداؤد صـ: ٧٣، ج: ١، مکتبه ايچ ايم سعيد. ترمذى صـ: ٤٨، ج: ١. نسائي، صـ: ١٠٣، ج: ١. ابن ماجه، صـ: ٥٢ کي د حضرت ابو محذوره  رضی الله عنه  څخه روايت دئ هغه فرمايي چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  هغه ته د اقامت اوولس (١٧) کلمې (دوه دوه واره) ور وښوولې او حضرت ابو محذوره  رضی الله عنه  په ٩ هـ کي اسلام راوړي دي ځکه دا د دې ثبوت دئ چي حضرت بلال رضی الله عنه  چي کوم اقامت کوي هغه پر اوولس (١٧) کلمو باندي مشتمل وو، ځکه چي د ده يوې کلمې والا اقامت د ده پخوانى عمل بلل کېږل او دوو کلمو والا اقامت ئې آخري عمل بلل کېږي په دې صورت کي په ټولو روايتونو کي تعارض ختمېږي. 

ماخذ: د غیرمقلدینو اعتراضاتو ته جوابونه

سرته