تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعا ځيني اداب او د قبولیت اسباب
  تعلیم الاسلام
  September 9, 2016
  0

 لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د دعا ځیني اداب او د قبولیت اسباب په لاندي ډول دي :

 
۱ اخلاص .
۲ دعا په حمد ، ثناء او درود پیل کول او هم يې په حمد ، ثناء او درود ختمول
۳ د دعا د قبلیدلو پوره باور او یقین لرل
۴ دعا په وار وار کول د ژر نه قبلیدلو لکبله دعا نه پریښول .
۵ په زړه کي متوجه کیدل څه چي په خوله غواړي هغه په زړه هم غوښتل
۶ دعا په هر حالت کي کول هم د پراخۍ او هم د سختۍ په حالت کي 
۷ دعا یوازي او یوازي د الله جل جلاله  څخه طلب کول .
۸ ځان ، مال اولاد لره ښرا نه کول .
۹ دعا نه په بیخي ټیټ  آواز کول او نه يې په بیخي لوړ آواز کول . 
۱۰ په خپله ګناه اقرار کول او د الله جل جلاله  څخه يې د بخښي غوښتنه او استغفار کول
۱۱ د الله جل جلاله  په نعمتونو اقرار کول او د هغه شکر ا داء کول .
۱۲ دعا پر سجع او کافیه په قصدي ډول نه برابرول .
۱۳ په عاجزي او زارۍ دعا کول .
۱۴ د الله جل جلاله  د رحمتونو  هیله او امید او هم يې د عذابونو څخه بیره لرل .
۱۵ توبه کښل د خلکو حقونه ور رسول .
۱۶ دعا درې ځلي تکرارول .
۱۷ قبلې ته مخامخ کیدل .
۱۸ لاسونه په دعا کي پورته کول .
۱۹ په دعا کي تر حد تیری نه کول .
۲۰ په دعا کي ځان ته تر نورو د مخه دعا کول .
۲۱ د الله جل جلاله  په نومونو او صفتونو دعا طلب کول .
۲۲ حلال خوراک چښاک او حلالي جامې اغوستل .
۲۳ د خپلوۍ پرې کولو او د ګناه دعا نه کول .
۲۴ د ټولو ګناهونو څخه ځان ګوښه ساتل .
 
 
د دعا د قبلېدلو ځیني وختونه او ځایونه په لاندي ډول دي :
 
۱ د لیلة القدر شپه .
۲ د شپې وروستۍ یعني اخري دریمه برخه .
۳ تر فرضي لمونځونو څخه وروسته .
۴ د اذان او اقامت تر منځ .
۵ د باران اوریدلو په وخت کي .
۶ د جمعې په ورځ د دعا قبلیدلو ساعت کوم چي د راجح قول له مخي د مازیګر اخري ګړی دی .
۷ د زمزم د اوبو د چښلو په مهال .
۸ په سجده کي .
۹ د عرفات په ورځ په عرفات کي .
۱۰ د مظلوم ښرا د هغه چا په برخه کي چي پر ده يې ظلم کړی وي .
۱۱ د پلار دعا یا ښرا د زوی لپاره.
۱۲ د مسافر دعا .
۱۳ د روژاتي دعا په روژه او هم د روژه مات په مهال کي .
۱۴  د غم ځپلي او خوار زار دعا .
۱۵ د مور او پلار سره د احسان کونکي اولاد دعا
۱۶ د اول او دوهم څلي د ویشتلو وروسته دعا .
۱۷ د سعي په وخت کي پر صفا او مروا دعا .
۱۸ په مزدلفه کي د دریدو په مهال دعا .
 
يوځل بيا يادونه کوو چي تر ټولو غوره او ښې دعاګاني کومي چي الله جل جلاله  ته خوښي دي چي بندګان د خپل رب څخه په هغو الفاظو دعا طلب کړي هغه قرآني او مسنوني دعاګاني دي ،د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ژبه بيان سوي دعاګاني او هم په قرآن کي چي د مخکنيو انبياؤ علیهم السلام او مؤمنانو  کومي دعاګاني رانقل سوي دي ددې مهم مقصد هم دادى چي په دغه ډول مؤمنان دعا وکړي او دا ډول دعاګاني تر نورو هر ډول دعاګانو الله ته د منلو وړ دي .
 
ماخذ: د حج ښه ملګری
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته