لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دريم باب
مخته مو ولوستل چي په خبر واحد کي ځيني مقبول او ځيني مردود دي.
د مقبول انواع او د هر نوع تعريف او د راويانو د قبوليت صفات او نور اړوند مسائل په مفصل ډول په مخکنيو پاڼو کي بيان سول. دلته په درېيم باب کي د مردود اقسام او د خبر د درېدلو موجبات يعني هغه شيان چي د هغه له کبله يو خبر نه منل کيږي او نور اړوند مسائل بيانوو.
يو خبر چي نه منل کيږي هغه يا د سند څخه د راوي د سقوط له کبله نه منل کيږي او يا د سند پر يو راوي باندي د طعن لګولو له کبله ردېږي ؛ پر راوي باندي دوه ډوله طعن لګول کيږي کله د هغه ديانت یعني عدالت تر پوښتني لاندي راځي او کله بيا د هغه ضبط نا کافي بلل کيږي او کله بيا د راوي عدالت او ضبط دواړه تر اعتراض لاندي نيول کيږي.
سَقَّط :
د مقبول حديث د څلورو واړو انواعو په تعريف کي دا قيد ايښودل سوى وو چي سند ئې متصل وي. يعني د حديث د اسناد څخه به راوي نه وي حذف سوى، که په اسنادو کي يو راوي ساقط سوى وي نو هغه د همدې سقط له کبله د مردود په جمع کي شمېرل کيږي .
د حديث اسناد د مولف څخه شروع کيږي او بيا پر صحابي باندي پای ته رسيږي. سقط کله د سند په سر کي راځي او کله په منځ کي راځي او کله په پاى کي راځي . دغه ډول کله يو راوي ساقط سوى وي کله بيا څو راويان يو په بل پسې يا په غير مرتب ډول ساقط سوي وي .
د همدې ډول ډول سقوط په اعتبار خبر پر مُعّلق ، مُعضل ، منقطیع او مرسل باندي وېشل کيږي.
نور ان شاءالله بیا...
ـــــــــــــــــــــــ
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث