تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د احادیثو ترمنځ جمع او توفیق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 2, 2019
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


جمع او توفيق دې ته وايي چي دوه متضاد احاديث هر يو بېله تعسف او تکلًف څخه پر داسي محمل حمل سي چي  تعارض یې رفع سي .


دوه مقبول احاديث چي يو د بل معارض واقع سي د امکان په صورت کي اول د دواړو ترمنځ جمع او توفيق راوستل کيږي څو په دواړو عمل وسي . ځکه ډير ځله د دوو احاديثو د مفهوم ترمنځ ظاهراً ټکر او تعارض ښکاري خو په حقيقت کي دا ډول نه وي بلکي په دواړو باندي عمل کېدلاى سي ځکه دواړو ته که دقت وسي نو د يوه مدلول د هغه بل د مدلول ضد نه وي. دغه نوعه مقبول احاديث چي ترمنځ یې ظاهراً ټکر ښکاري خو د دواړو ترمنځ توفيق او جمع ممکنه وي يعني په دواړو عمل کېدلاى سي د (مختلف الحديث) په نامه ياديږي.


ابن الصلاح رحمه الله مختلف الحديث داسي تمثيل کړي دي : (لاَ عَدْوَى ، وَلاَ طِيَرَةَ...) الحديث چي د (فِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ فِرَارَكَ مِنَ الأَسَدِ) په مقابل کي راغلى دى ؛ ځکه د دې دواړو احاديثو د مدلول ترمنځ ظاهراً ټکر او تعارض ښکاري . د اول حديث څخه دا معلوميږي چي عَدْوَى نسته يعني يو مرض بل ته نه به طبعي ډول او نه د عادي اسبابو په ډول سرايت کوي او نه طِيَرَةَ يعني کرکه کوم حقيقت لري.


خو د دوهم حديث څخه د دې خلاف داسي معلوميږي چي ساري امراض سته چي د يوه څخه و بل ته سرايت کوي نو ځکه نبي صلي الله عليه وسلم دا حکم کړى دی چي  د جذام په مريضي اخته مريض څخه دا ډول تښته لکه د زمري څخه چي تښتې .


پورتني دواړه احاديث صحيح او مقبول دي خو د مدلول ترمنځ یې ظاهراً ټکر او تضاد ښکاري . لهذا که د دا ډول حديث په عموم کي تخصيص راوستل سي او نفي یې يوازي په طبعي ډول سرايت کولو ته راجع سي يعني د (لاَ عَدْوَى) مراد دا وګڼل سي چي هيڅ يو مرض په خپل طبيعت د يوه مريض څخه و بل ته سرايت نه کوي خو کله د ځينو مريضانو اختلاط د عادي اسبابو په شان د مرض سبب ګرځي او په دوهم حديث کي چي د مجذوم څخه د ځان ګوښه کولو حکم راغلى دى هغه په دې معني واخيستل سي چي د ځينو مريضانو اختلاط کله د هغه په مرض د اخته کېدلو سبب ګرځي نو د دې دوو احاديثو تر منځ تعارض رفع کيږي. 


لهذا لکه نور اسباب چي کله د الله جل جلا له په حکم موثر واقع کيږي او کله بيا موثر نه واقع کيږي دغه ډول د مجذوم اختلاط هم کله د جذام سبب ګرځي او کله بيا نه ګرځي ځکه د سبب سره د مسبب په وجود راتلل حتمي نه دي . مثلاً:  دوا د مرض د ښه کېدلو د اسبابو څخه ده خو کله مريض دوا خوري  بيا هم صحت نه پيدا کوي.


ابن  حجر عسقلاني رحمه الله وايي : د دې دوو حديثو ترمنځ د توفيق او جمعي غوره طريقه دا ده  چي د اول حديث مدلول يعني د ساري امراضو نه شتون پر خپل عموم باندي پاته سي . هغه دا چي هيڅ يو مرض د يوه څخه وبل ته سرايت نه کوي نه بالطبع او نه د عادي اسبابو په ډول بلکي په هر مريض کي مرض د ابتداء څخه الله جل جلاله پيدا کوي. ځکه چي يوه صحابي چي د نبي صلی الله علیه وسلم دا وينا واوريدل چي امراض د يوه څخه بل ته سرايت نه کوي هغه ته د مسئلي په فهمولو کي مشکل پیدا سو او وې ويل چي ( په خارش او کا اخته اوښ چي د روغو اوښانو سره ګډ سي نو هغه روغ اوښان هم پخارش او کا ورسره اخته سي) د هغه ددې اشکال په جواب کي رسول لله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:(فَمَنْ أَعْدَى الْأَوَّلَ) یعني اول اوښ ته مرض چا وروستى ؟


د دې پوښتني مطلب دا دى چي خارش د اختلاط له کبله نه پېښيږي بلکي په دا نورو اوښانو کي هم خارش الله جل جلا له  پيدا کوي لکه څنګه چي یې په اول کي پيدا کړى دى او که خارش د اختلاط له کبله پېښېدلای نو اول اوښ چا په اخته کړى دی هلته خو اختلاط نه وو.


 په دوهم حديث کي چي د مجذوم څخه د فرار حکم راغلی دی هغه د سد الذرائع د جملې څخه دی . يعني داسي پېښه نه سي چي يو څوک د مجذوم سره اختلاط او ناسته ولاړه کوي او هغه بيا د الله جل جلاله په تقدير د ابتداء څخه په دې مرض اخته سي او په دې عقيده او باور سي چي دا مرض د هغه بل څخه سرايت ور وکړى . 


د امراضو پر ساريتوب باور لرل د نبوي ارشاداتو مخالف عقيده ده نو ځکه ئې د مجذوم څخه د ګوښه کېدلو حکم کړى دى څو د د اډول پيښو مخه ټپ او د فساد د مادې ريښه وخيږي .


د دغه نوع احاديثو کتاب امام شافعي رحمه الله په نامه د اختلاف الحديث ليکلی دی خو هغه ټول احاديث چي تر منځ یې ظاهرا تعارض او ټکر ښکاري نه دي پکښي راغونډ کړي . د امام شافعي رحمه الله وروسته بيا ابن قٌتَيْبَه او طحاوي رحمهما الله او نورو علما کرامو هم په دې مورد کي تاليفات کړي دي چي په هغو کي یې د متعارضو احاديثو ترمنځ توفيق راوستلى او تعارض یې دفع کړی دی او د هر حديث محمل یې روښان کړی دی .

 

نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

سرته