تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حدیثو ناسخ او منسوخ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 22, 2019
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نَاسخ اومَنسٌوْخ : 
دوه مقبول احاديث چي يو د بل په مقابل کي راسي اول د دواړو ترمنځ د توفيق او جمعې کوښښ کيږي لکه مخته چي بحث پر وسو.


د دوو متعارضو حديثو ترمنځ که جمعه نا ممکنه وه نو بيا تاريخ ته مراجعه کيږي څو معلوم کړل سي چي کوم حديث رسول الله صلي الله علیه وسلم اول  بيان کړى دی او کوم حديث یې وروسته بيان کړى دى .


که د لومړي او وروستي تاريخ معلوم سي نو اول یې منسوخ او متاخر يعني وروستی یې ناسخ بلل کيږي .


نسخ دې ته وایې چي د يو شرعي دليل حکم د هغه څخه په وروسته راغلی شرعي دليل باندي رفع سي .


اول دليل ته يې منسوخ وايي او متاخر دليل ته يې ناسخ وايي . ناسخ په اصل کي الله جل جلا له دى ځکه بل څوک د الله جل جلا له حکم  ته د پاى ټکى نه سي ايښودلاى خو هم  دا دليل پر نسخ باندي د دلالت کولو له کبله ناسخ بلل کيږي.


د نسخ د پېژندني له پاره بنيادي شى نېټه ده، چي کوم حکم اول صادر سوى دى او کوم حکم د هغه وروسته صادرسوی دی .


نېټه په څو شيانو پېژندل کيږي خو تر ټولو صريح هغه ده چي خپله د حديث په نص کي بيان سوې وي .


لکه د بُريده رضی الله عنه حدیث چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه یې روايت کوي : 
 كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ زِيَارَةِ الْقُبُورِ ، فَزُورُوهَا ؛ فَإِنَّهَا تُذَكِّرُ الآخِرَةَ. (رواه مسلم وغیره)
تر جمه : ما تاسي د قبرو د زیارت څخه منعه کړي واست خو اوس یې زيارت کوئ ځکه چي د قبرو زيارت، زيارت کوونکي ته اخرت ورپيادوي .


د پورتني حديث څخه دا معلومه سوه چي په ابتداء کي زيارت کول د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په  حکم منعه وو خو دا حکم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې وروستي حکم  (فَزُورُوهَا)  منسوخ  سو او د زيارت کول د اخرت د ياد له کبله مستحب وګرځېده.


نسخ د صحابي په وينا هم پېژندل کيږي چي هغه په کلکه ووايي چي دا حديث متاخر او وروستی دی.


هر هغه شي چي پر اور پوخ سوى وي د هغه خوړل په ځينو احاديثو کي د اوداسه په ما توونکي کي شمېرل سوي دي او په ځينو نورو کي بيا هغه د اوداسه ماتوونکي نه دي بلل سوي .


د پورتنيو دوو احاديثو ترمنځ تعارض راغلى دى . البته ناسخ یې د منسوخ څخه د جابر رضي الله عنه په راتلونکي وينا څرګند سوى دى:


جابر رضي الله وايي: كَانَ آخِرَ الأَمْرَيْنِ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم تَرْكُ الْوُضُوءِ مِمَّا مَسَّتِ النَّارُ. ( اخرجه اصحاب السنن) 
ترجمه : د دې دوو کارو څخه وروستی کار چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه ثابت دى دا دى چي  پر اور د پوخ سوي شي د خوړلو له کبله یې اودس نه تازه کاوه.


د نسخ د جملې څخه ځيني نور بيا هغه دي چي په تاريخ  پېژندل کيږي او مثالونه یې بې شمېره دي.


د يادوني وړده چي يو صحابي چي هغه مخته په اسلام مشرف سوى وي يو حديث رانقل کړي او يو بل صحابي چي هغه تر هغه وروسته اسلام قبول کړی وي د هغه د حديث معارض حديث رانقل کړي د وروستي صحابي حديث د مخکني صحابي د حديث ناسخ نه بلل کيږي. ځکه کېدلای سي چي وروستي صحابي دي د يو بل صحابي څخه اورېدلى وي چي هغه دي د هغه مخکني صحابي څخه لاهم مخته اسلام قبول کړى وي او يا یې د هغه سره يو ځای اسلام  قبول کړی وي. البته که د وروسته اسلام راوړونکي صحابي سماع د همدې حديث په مورد کي د نبي صلي الله عليه وسلم څخه په صراحت بيان سوى وي نو بيا د وروستي اسلام راوړونکي صحابي حديث که ناسخ وګڼل سي توجيه کېدلای سي خو په دې شرط چي د اسلام راوړلو د مخه یې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سماع نه وي ثابته سوې.


د امت اجماع هم د نسخ دليل ګرځېدلای سي په دې ډول چي يو شرعي دليل موجود وي خو د امت اجماع د هغه دلیل د حکم پر خلاف متفق وي نو د دې څخه دا معلوميږي چي د دې دليل حکم منسوخ سوى دى که منسوخ نه وای نو د امت اجماع به د هغه پر پرېښودلو متفق نه وای ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شهادت امت پر ضلالت نه راغونډېږي .


په دې صورت کي چي اجماع ته ناسخ وايي هغه په دې اعتبار چي نسخ یې څرګنده کړې ده خو په اصل کي ناسخ الله جل جلاله دی ځکه امت د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم نه سي منسوخ کولای .


نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

سرته