لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مخته موولوستل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د دين په مورد کي هر شى بيان کړى دى هغه یې د الهي وحيو پر بنسټ بيان کړى دى او هيڅ شى یې هم د ځان څخه نه دى بيان کړى، دا ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اقوال ، افعال او خصال د امت له پاره د سعادت، خط مشي او د اقتدا وړ دي لکه څنګه چي الله تعالى فرمایې :
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ. (الاحزاب : ايت، ٢١ )
ژباړه : يقينا چي ستاسي له پاره په رسول الله صلی الله علیه وسلم کي د ښه اقتداء وړ عالي صفات موجود دي .
د ژوندانه په هر اړخ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طريقې اوکړنلاري اتباع او پيروي کول د ابدي سعادت او نيکبختۍ يوازنۍ لاره ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم چي امت په څه شي امر کوي د هغه امتثال او پر ځاى کول او د هر شي څخه چي یې منع کوي د هغه څخه اجتناب او ځان ساتل پر امت لازم دي. ځکه چي الله جل جلاله فرمایې :
وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا . ( الحشر ٧)
ژباړه: محمد صلی الله علیه وسلم چي هر شى درکوي هغه اخلئ او د هر څه څخه چي مو منع کوي د هغه څخه لاس اخلئ .
د مخکنيو صفحاتو خلاصه دا سوه چي نبوي احاديث د قران کريم له پاره په منزله د شرحي دي او قران او نبوي احاديث د دين اصل دي د قران او نبوي احاديثو په رڼا کي تګ کونکي مهتدي او سعيد ګرځي او د دې څخه پرته پر بله لاره تلونکي ضال او شقي ګرځي.
دغه ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو څخه دا هم څرګنده سوه چي دجالان او کذابان به پيدا کيږي د درواغو احاديث به جوړوي او هم د درواغو احاديث خپرونکى په درواغجنانو کي شمېرل کيږي او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درواغ ويونکی وجهنم ته داخلېږي .
لهذا د صحيح حديث او د درواغواو غلط حديث ترمنځ تميز او فرق کول او حق د باطل څخه بېلول يو ډير اهم کار دئ او هغه فن چي په هغه کي د صحيح او غلط حديث د پېژندني اصول او قواعد بيانېږي او د راوي او د مروي پر هغو حالاتو او صفاتو باندي بحث او څيړني کيږي چي د هغه له مخي یې حديث قبول يا ردېږي هغه ته مصطلح الحديث يا اصول الحديث يا علم الاسناد وايي.
دا کتاب ( معرفة الحديث ) چي ستاسي په لاس کي دى د ( مصطلح الحديث ) په پښتو ژبه ان شاء الله يو ډير ګټور کتاب دى .
د يادوني وړ ده چي د ( معرفة الحديث ) اصل او بنيادي ماخذ ( نخبة الفکر ) د امام ابن حجرعسقلاني رحمه الله مقبول کتاب دى خو د (نخبة الفکر ) پښتو ترجمه مو ځکه نه دى نومولئ چي د ترجمې ټول اصول نه دي پکښي مرعات سوي بلکي څه زياتوب او کمى او په ترتيب کي یې تغير راغلى دى او همدا راز د تدريب الراوي څخه چي په تقريب النووي باندي د جلال الدين سيوطي رحمه الله شرح ده هم ځيني مطالب راخيستل سوي دي او په دې کتاب کي درج سوي دي نو ځکه مو دا کتاب د يو مستقل تاليف په ډول د ( معرفة الحديث ) په نامه ونوموى .