تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نورو اسلامي هیوادو ته سفر کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دغه خبر په خلكو کي نشر سو چي قريشو د محمّدﷺ و خبرو ته يا د محمّدﷺ د خبرو په واسطه سجده وکړه او د حبشې و مهاجر مسلمانانو ته دا خبر داسي ورسېدى چي قريش ټول اسلام ته داخل سوه، سـجده په  اسلام بدله سوه، هغو کسانو چي دغه خبر و منى چي رشتيا هم قريش و اسلام ته داخل سوي دي نو د دغه کال د شوال په مياشت کي بيرته د حبشې څخه و مکې مکرمې ته را رهي سوه، ځکه دوى ويل: 
قوم مو ايمان را وړى او تر دې وروسته موږ ته آزار نه را کوي نو موږ ولي ژوند په هجرت او د رسول الله ﷺ څخه ليري تېروو. 

 

 تاسي پوهېږى؟ چي هجرت په خپله د عذابو او دردو د اقسامو څخه يو قسم درد او عذاب دى چي د دين په لار کي دغه مهاجرينو قبول کړى ؤ، اسلامي هجرت د آزارو څخه تيښته او د راحت طلبول نه دي، بلکه يو تکليف په بل تکليف سره تر هغه وخته بدليږي ترڅو چي د الله جل جلاله  د طرفه نصر او برئ راځي او ته پوهېږې؟ چي په هغه وخت کي مکه مکرمه هم دار الإِسلام يا اسلامي ملک نه ؤ چي يو څوک و وايي: اصحاب کرامو څنګه دار الإسلام پرېښاوه او د خپلو ځانو د ساتني د پاره د کفر ملک ته ولاړل، په هغه وخت کي مکه مکرمه او حبشه او نور ملکونه ټول سره يو شئ او د کفر ملکونه وه او په دغه ملکو کي چي په هر يوه کي د اصحاب کرامو د دين او دعوت د پاره آسانتيا وه هغه د دوى د استوګني ډير وړ او لائق ؤ. 

 

او دا چي څوک د يوه اسلامي ملک څخه و بل اسلامي ملک ته هجرت کوي په هغه کي درې حکمه دي:

 

 يا دا چي: دغه هجرت واجب دى.
يا دا چي: دغه هجرت مباح دى.
يا دا چي: دغه هجرت حرام دى.

 

اول: د خپل ملک او وطن څخه و بل اسلامي ملک ته (ښه متوجه سه اسلامي ملک ته) هغه وخت هجرت واجب دى چي مسلمان په دغه خپل ملک کي اسلامي شعاير لکه لمونځ، روژه، آذان او حج نه سي آداء کولاى. 

 

دوهم: د خپل وطن څخه بيا هغه وخت و بل اسلامي ملک ته هجرت مباح او جائز دى چي په دغه خپل ملک کي داسي تکاليف ور رسيږي چي د ده ژوند ور تريخوي، نو ده  ته دا جائزه او روا ده چي د دغه خپله ملکه څخه و بل اسلامي ملک ته هجرت وکړي. (نه دا چي د ښه او مستریح ژوند د پاره کفري ملکو ته ځي).

 

درېيم: هغه وخت بيا د خپل ملک څخه هجرت حرام دى چي د ده په هجرت کولو سره د ده په ملک کي د اسلامي واجباتو څخه يو واجب پاته کيږي او بيله ده څخه بل څوک هغه نه سي پرځاى کولاى. (دا د هجرت په باره کي فقهي احکام وه).

 

ماخذ: نبوي سیرت

 

-------------------

کفري هېوادو ته د سفر کولو شرعي حکم

فتوا: خارجي هیواد د سفر موده څومره ده؟

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته