تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: خارجي هیواد د سفر موده څومره ده؟
 
  July 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨٨٩)

نوم: احمد
                         
سوال : که يو څوک کوروالا وي ماشومان ئې په افغانستان کي وي او دى په لندن کي ٤ يا ٥ کلونه تېر کړي اوس هم نه ځي نو دا د اسلام د نظره څنګه کار دى؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

کوم کس چي سفر کوي که چيري دا کس متاهل( واده والا) وي نو بيا ئې حکم دادى  چي تر ٤ مياشتو زيات سفر کول د خپلي ښځي د اجازې او رضامندۍ پرته په کار نه دى، پر خاوند لازمه ده چي د خپلي ښځي او اولادونو د حقونو مراعت وکړئ، البته مطلق سفر کول د شريعت له نګاه څخه کوم حد نه لري. 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولا يبلغ مدة الإيلاء إلا برضاها (الدرالمختار) و قال العلامه ابن عابدين رحمة الله تعالى: وَيُؤَيِّدُ ذَلِكَ أَنَّ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ لَمَّا سَمِعَ فِي اللَّيْلِ امْرَأَةً.... فَسَأَلَ بِنْتَه حَفْصَةَ : كَمْ تَصْبِرُ الْمَرْأَةُ عَنْ الرَّجُلِ : فَقَالَتْ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ ، فَأَمَرَ أُمَرَاءَ الْأَجْنَادِ أَنْ لَا يَتَخَلَّفَ الْمُتَزَوِّجُ عَنْ أَهْلِهِ أَكْثَرَ مِنْهَا. ردالمحتار: ج٢، ص٤٣٢، کتاب النکاح باب القسم، مکتبه 
رشيدية. 

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي  سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته