تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هوا ککړوالی ، زیانونه، عوامل او حل لاره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2018
  0
څېړنه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د هوا ککړتیا نن یوه عادي خبره ده چي زموږ غوږونه ور سره اشنا سوي دي. موږ د هر ډول ککړتیا خبري اورو او پر چاپي رسنیو یې لولو. د هوا ککړتیا داسي یوه اصطلاح ده چي په هوا کي د ذراتو مختلف ډولونه ګډيږي او هوا ککړوي هغه که دننه وي او یا دباندي وي. په فضا کي فزیکي، بیالوژیکي یا کېمیايي بدلون ته ښایي د هوا د ککړتیا اصطلاح وکاروو. کله چي فضا ته مضر ګازونه، خاوري او دود پورته کیږي او هوا ککړوي نو په داسي وخت کي نباتاتو، حیواناتو او انسانانو ته ژوند کول ګرانیږي. 
 
د هوا ککړتیا ښایي پر دوه برخو ووېشو. لیدل کېدونکې ککړه هوا او نه لیدل کېدونکې ککړه هوا. یا په بله اصطلاح که تشریح سي نو هر هغه شی چي د پاکي هوا د ککړولو وړتیا لري او یا د ژوندیو موجوداتو د ښېګړي او ودي مخه نیسي د هوا ککړتیا ګڼلاي سو. د ټولو ژوندي موجوداتو ثبات د هغو ګازونو چي په ګډه یې فضا رامنځته کړې یو ځایوالي ته ویل کیږي. نو هره ذره چي د سلني پر اساس کمیږي یا ډېريږي د ژوندیو موجوداتو ژوند ګواښي.
 
 
د اوزون ګاز پوړونه چي د مځکي پر کوره باندي د ژوند د نظام لپاره ډېر اړین ګڼل کیږي د هوا د ډیري ککړېدو په وجه کمیږي. 
 
(نړیواله تودوخه)، په فضا کي د نامتوازنو ګازونو ډېروالی و نننۍ نړۍ ته د یو لوی خطر زنګ دی چي د خلاصون په پار یې باید ډيري هڅي وسي.    
 
د هوا چټلوونکو ډولونه:
د دې لپاره چي د هوا د ککړېدو په لاملونو وپوهیږو، پر څو برخو یې ويشو. لومړني هوا چټلوونکي ښایي د لومړنیو یا منځنیو سرچینو لاملونه وګرځي. کوم هوا چټلوونکي چي د یوې پروسې د مستقیمو پایلو لامل ګرځي کیدلای سي لومړني وي. یو ساده مثال یې د سلفر-ډای اوکسائیډ دی چي د کارخونو څخه خارجیږي. 
 
 منځني چټلوونکي هغه دي چي د لومړنیو هغو د ګډوډېدو او عکس العمل په نتیجه کي را منځته کیږي. په هوا کي لوخړه (خوپ/خاپ) چي د یو شمېرلومړنیو چټلوونکو په عکس العمل کي را منځته کیږي منځني چټلوونکي بلل کیږي.  
 
 

د هوا د ککړېدو لاملونه:
 
ککړه هوا خاموشه قاتله هر کال شاو خوا ۷ میلیونه انسانان وژني:
 
(۱) سلفر ډای اوکسائیډ (مضر ګاز) چي په کارخونو کي د ډبرو سکرو، نفتو او ګازو د سوځولو څخه خارجیږي د هوا د ککړولو یو تر ټولو لوی لامل دی. هغه دودونه چي د وړلو راوړلو وسایلو لکه غټو او وړو موټرونو، رېل ګاډیانو او الوتکو څخه خارجیږي هم د هوا د ککړتیا یوه لوی لامل دی. موږ د خپلو اړتیا د پوره کولو د پاره پر دغو وسیلو تکیه کوو، خو د دوی زیاته کارونه زموږ چاپیریال داسي له منځه وړي لکه څنګه چي خطرناک ګازونه زموږ چاپیریال ککړوي. کاربن مونوکسائیډ چي په نقلیه وسایطو کي د نفتو د ناسم او نیمه سوځېدو له امله رامنځته کیږي او هوا ته پورته کیږي یو بل غټ د هوا چټلوونکی دی او همدا رنګه نائټروجن اوکسائیډ چي د دواړو طبعي او انسانی جریاناتو څخه تولیدیږي هم په هوا کي ککړتیا رامنځته کوي.
 
(۲)  کرهڼیز فعالیتونه: (امونیا) (د نایتروجن او هایډروجن یو مرکب چي د بې رنګه ګاز په شکل دی) چي په کرهڼیزو فعالیتو پوري تړلی یو عادي اضافه تولید دی او په هوا کي  یو د ډېرو خطرناکو ګازونو څخه دی. په کرهڼیزو کړونو کي د حشراتو وژونکو دارو یا محلول او د کیمیاوي سري کارونه بېخي زیاته سوې ده، دوی مضري کیمیاوي مادي هوا ته اخراجوي او د اوبو د ککړولو لامل هم ګرځي.  
 
(۳) د کارخونو څخه خارجېدونکی دودونه: د بېلابیلو کارخونو د دودکښونو څخه چي هوا ته کوم بخار او دود خارجیږي لکه کاربن مونوکسائیډ، هائیډروکاربن او کیمیاوي مواد، د هوا و کیفیت ته زیان رسوي. د بېلابیلو توکو تولیدونکي کارخوني ښایي د نړۍ په هر ګوټ کي وموندل سي او هیڅ داسي سیمه نه ده پاته چي د ککړتیا څخه دي په امن وي. د نفتو د پاکولو کارځایونه هم هوا ته هائډروکاربنونه او نور کیمیاوي مواد خوشي کوي چي د هوا او مځکي د چټلولو لامل ګرځي. 
 
(۴)  د کانونو استخراج: د کانونو څخه د معدني موادو د را ایستولو لپار د ډېرو لویو او درنو وسائطو څخه کار اخیستل کیږي. د دې پروسې په جریان کي خاوري او کیمیاوي مواد هوا ته په پورته کېدو سره ککړتیا را منځته کوي او په کانونو کي د کارمندانو روغتیا او نیژدې ميشتو اوسېدونکو ته د زیان اړولو لامل ګرځي.
 
(۵) داخلي ککړه هوا: په کورونو کي د پاکولو توکي، د رنګولو سامان الات د زهرجنو کیمیاوي ذراتو په خارجولو سره هوا ککړه وي. که تاسو مو خپل کور رنګ کړی وي تاسو به هرو مرو یو ډول بوی تنفس کړی وي چي دا پخپله په سمه توګه د ساه اخیستل ناشونې کوي. ځنډول سوي یا زاړه سوي ډېر واړه مضر ذرات چي د سوځېدولو، خاورو او داسي نورو څخه سرچینه اخلي ( په انګلېسي کي د SPM یعني suspended particulate matter په نامه یادیږي) د هوا د ککړېدو یو بل لوی لامل دی.  
 
د هوا د ککړېدو اثرات:
(۱)  تنفسي او د زړه اړوند ستونزي: د هوا د ککړوالي اثرات ګواښونکي دي. د بېلابیلو ناروغیو لکه د تنفس، زړه، سرطان او نورو خطرناکو امراضو لامل ګرځي. په میلینونو ژوندي موجودات د ککړي هوا د مستقیمو او غیر مستقیمو اثراتو څخه مړه سوي دي. د هوا و چټلوونکو ته نیژدې ماشومان په سرتاسري توګه د سینه بغل او نفس تنګۍ څخه رنځ وړي. 
 
(۲)  نړیواله تودوخه: یو بل مستقیم اثر یې د مځکي د کرې تودوالی دی چي له امله یې په هوا کي د چټکو بدلونونو شاهدان یو. که یې د مخنیوي او بیرته خپل اصلي حالت ته د راګرځولو هڅې ونسي نو پایله یې دا ده چي په ټوله نړۍ کي د هوا د درجو لوړوالی، د سمندر د اوبو د سطحو جګوالی، د یخي د غټو ټوټو ویلي کېدل، د خلکو بې ځایه کېدل او د ژوند کولو د سیمو د منځه تلل یو دستي مخته پروت ناورین دی. 
 
(۳) تیزابي باران: د ډبرو د سکرو، نفتو، او ګازونو د سوځېدو په پایله کي زهرجن ګازونه لکه نائټروجن اوکسائډ او سلفر اوکسائډ رامنځته کیږي. کله چي باران اوریږي، څاڅکي  یې د دغو زهرجنو مادو سره په ګډېدو زهرجنیږي. کله چي دغه باراني زهرجن سوي څاڅکي په مځکه لویږي کولای سي انسانانو، حیوانانو او نباتاتو ته سخت زیان واړوي.
(۴) (یوټروفيکېشن، Eutrophication ) یو داسي حالت دی چیري چي په زیاته کچه موجود نائټروجن د سمندر پر مخ وده کوي او خپل ځان په اوبړۍ (شومبړۍ) بدلوي چي په پایله کي پر کبانو، نباتاتو او نورو ډېرو سمندري حیواناتو منفي اغېز پریږدي. زرغون رنګه اوبړۍ چي د اوبو په حوضونو او ډنډونو کي موجودي وي د دغه ډول کیمیاوي مادې د موجودیت لامل دی.  
 
(۵) پر وحشي حیواناتو اثر: خاص لکه انسانان،  حیوانات هم د هوا د ککړوالي له امله د ویجاړونکي حالت سره مخامخ دي. په هوا کي موجود زهرجن کیمیاوي مواد د وحشي حیواناتو مختلف ډولونه د خپلو اصلي اوسېدنځاینو څخه نورو ځایونو ته پر تلو مجبوروي. زهرجن چټلوونکي چي د سمندري اوبو پر مخ سره غونډیږي پر سمندري حیواناتو منفي اغیز پرېږدي.  
 
(۶) د اوزون ګاز پوړونو کمېدل: اوزون ګاز چي د مځکي څخه لوړ شاه وخوا په ۶ میله کي وجود لري او د سټراټوسفېر  (Stratosphere)  په نامه یاديږي، د بنفش نه اخوا ضررناکو وړانګو څخه د انسانانو د ساتولو مسئولیت لري. د اوزون ګاز پوړونه د مځکي په فضايی چاپیریال کي د کلوروفلوراکاربننو او هائډرو کلوروفلوراکاربننو (chlorofluorocarbons, hydro chlorofluorocarbons) د موجودیت په وجه کمیږي. څنګه چي د اوزون ګاز پوړونه نري (کمزوري) کیږي نو ضررناکي وړانګي د مځکي خواته ترې راتیریږي چي د پوستکي او سترګو اړوند ناروغیو لامل ګرځي. د بنفش نه اخوا وړانګي د فصلونو د متضررولو توان هم لري. 
 
کله چي تاسو د هوا د ککړولو سرچینې څیړی، نو اړ یاست په دوه ډوله یې ووېشی:
 
۱: طبعي سرچينې: د هوا د ککړوالي طبعي سرچینې لکه خاوري چي باد یې له شنډو او نیمه شنډو مځکو څخه د ځان سره وړي، هغه ګازونه چي د ژوندیو موجوداتو د مختلفو مرحلو څخه خوشي کیږي، (لکه کاربن ډائي اوکسائډ چي له انسانانو د تنفس څخه) میټین/میتان  ( يو ډول طبيعي ګاز دى چې د كاربن او هايدروجن څخه تركيب شوى دى) چي له حیواناتو څخه د هغوی د هضمیت په وخت خارجیږي، اکسېجن چي له نباتابو څخه د فوټوسینتیسیز (هغه پروسه چي د کلوروفیل لرونکي نباتات يې د یو ډول رڼا په کارولو سره کاربن ډائ اوکسائډ او اوبه په کاربوهائډرېټ اړوي او د غذا په پار يې کاروي)   په جریان کي خارجیږي. دود چي د بېلابېل ډوله سوځېدونکو توکو څخه خارجیږي او اور غورځوونکي غرونه هم په دا نوملړ کي راځي.
 
۲: بشري سرچینې: کله چي د هوا په ککړوالي کي د بشري سرچینو برخي ته ګورو، نو بیا هم دودونه چي د بېلابیلو توکو د سوځېدو، لکه کارخونو، نقلیه وسائطواو تنورونو څخه خارجیږي یو له سترو لاملونه څخه ګڼل کیږي. فاضله مواد چي کله په مځکه کي ګډیږي نو د میټین په نامه زهرجن ګاز زېږوي. د دغه ډول ګازونو او کیمیاوي توکو عکس العمل زهرجن بخار په وجود راوړي چي ښایي د ژوندي موجوداتو د ښېګړي لپاره سخت خطرناک وګرځي.   
 
 
 
د هوا د ککړوالي حل لاري:
۱: د ترانسپورت عادي ډول وکاروئ: د هوا د ککړوالي د مخنیوي په پار ډير خلک تشویق کړئ تر څو د عامه ترانسپورت څخه خپلي اړتیاوي پوره کړي. که تاسوي په یوه کوڅه کي ژوند کوی او د تګ راتګ وختونه مو یو وي نو د څو موټرانو پر ځای یو شمېر کسان په یوه موټر کي تګ راتګ وکړی. تاسو کولای سی د دغه چاري په پراخولو سره انرژي او پیسې دواړه وسپموی.
 
۲: انرژي وسپموی: کله چي دباندي وځی نو ګروپونه، پکې او نور برېښنا مصرفوونکي توکي ګل کړئ ځکه چي د برېښنا د تولید لپاره ډېره لویه اندازه نفت سوځل کیږي. تاسو کولای سی چي خپل چاپیریال مو د ډېرو نفتو، ګازو او د ډبرو سکرو د سوځولو په مخنیوی سره وژغوری.  
 
۳: د کمولو، بیا کارولو او د پروسیس نه وروسته کارولو کړنلاره زده کړئ: هغه توکي چي تاسو ورته نور اړتیا نه لری مه غورځوئ. په حقیقت کي تاسو هغه توکي د کوم بل شي د پاره وکاروئ. د مثال په توګه په زړو مرتبانو کي مو غله جات خوندي کولای سی.
 
۴: د پاکي انرژۍ پر لارو چارو باندي ټینګار وکړئ: د پاکي انرژۍ ټیکنالوژي، لکه لمرینه انرژي، بادي او مځکنۍ انرژي نن ورځ په نړۍ کي خاص ځاي لري. په یو شمېر هیوادونو کي اوس دولتونه و هغو خلکو ته چي په خپلو کورونو کي د لمریني انرژي سیسټمونه نصبوي مرستي ورکوي. دغه ډول کړني به په اوږده وخت کي د هوا د ککړوالي مخه ونیسي. 
 
۵: د برېښنا کم مصرفه توکي وکاروئ: د لږي برېښنا مصرفولو ګروپونه وکاروئ. دوی کمه برېښنا مصرفوي تاسو ته د برېښنا بیل لږ راځي او همدارنګه د هوا د ککړوالي د کمولو سره مرسته کوي.  
 
د نړئ په سطحه په فردي، صنعتي او دولتي کچه ډیري هڅي جریان لري تر څو د هوا د ککړوالي په را کمولو کي مرسته وکړي. دا د نړۍ د تودوالي د مخنیوي په پار مستقیمي هڅي دي. موږ په دې برخه کي د نړۍ په سطحه د یو لړ نوښتونواو تجریبو شاهدان یو چي د هوا د ککړولو مخه په نیول کیږي. د هوا ککړوالی د انسانانو د لویو حماقتونو عکاسي کوي او هغه ګواښ دی چي موږ یې د سبا د لیدو په پاره نن باید مهار کړو.     
 
اړوند لیکني:
چاپیریال ساتنه
 

سرته