تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت اداب او طریقې
 
  January 17, 2017
  0
رالېږونکی: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه فرمایل ، چې دعوت دري قسمه دی:

۱: تر ټولو اعلی
۲: متوسط 
۳: ادنی

د نن سبا په ماحول ، کې تر ټولو اعلي دعوت د ادی چې د چا دعوت چي کوي، هغه ته نقده هدیه ورکړي، د هغه نتیجه به دا وي، چې پر هغه به هیڅ تکلیف نه راځي، او بیا په هغه هدیه کې اختیار لري، که يې پر خوراک مصرفوي، او که یې پر بل کوم ضرورت مصرفوي، ددې څخه هغه کس ته زیات راحت او زیاته ګټه رسیږي او تکلیف ورته هیڅ نسته ځکه نو دغه دعوت تر ټولو اعلي دی.

دوهم دعوت دا دی چې د میانه درجې دعوت دی، هغه دا چې د کوم چا چې دعوت کوي، ډوډۍ پخه کړي، او د هغه کور ته يي ورولیږي، دا دوهمه شمېره دعوت دی ځکه چې صرف د خوراک خبره ده د خوراک څخه علاوه یي بل اختیار نشته دی، البته پر دغه ډوډۍ هغه کوم زحمت او تکلیف نه برداشتوي، تا کور ته د رابللو زحمت ورته ورنه کړ بلکې کور ته دې ډوډۍ ورولیږله.
 

دریم ادنی درجه دعوت دی هغه دا دی چې هغه کس کور ته راوبولي، نن سبا د ښار په ماحول کې چې مصروفیت زیات دی، فاصلې زیاتې دي، اوس که ته کوم شخص ته دعوت ورکړې، او هغه دیرش میله لري وي، نو ستا د دعوت قبلیدو مطلب دا دی، چې هغه دوه ساعته مخکي د کور څخه راووزي، پنځوس روپي هم مصرف کړي مثلاً . او بیا ستاسو په کور کې ډوډۍ وخوري، نو آیا دغه تا هغه ته راحت ورسوی اوکه دې په تکلیف کړی؟ لیکن که دی د دغه پر ځای پخه ډوډۍ د هغه کور ته لیږلي وي، یا یې ورته نقد پیسي ورکړي وي، دا به د هغه لپاره زیاته خیر خواهي وي.

ماخذ: منتخب اصلاحي خطبات ، صفحه ۴۸۷ ـــ ۴۸۸ لیکوال: شیخ الاسلام مفتي تقي عثماني مدظله العالی 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته