تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحیح لغیره او حسن لغیره حدیث پیژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 29, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

صحیح لغیره: 
د مقبول درېیم قسم صحیح لغیره دی. حسن لذاته چي د نورو لارو څخه هم رانقل سي او  د راوي د ضبط نسبتي کمښت ئې په کثرت طریق پوره سي د حسن د درجې څخه د صحیح و درجې ته لوړیږي. البته دا ارتقاء او لوړېدل ئې ذاتي نه ده بلکي د نورو سندو په اعتبار ده نو ځکه دغه ډول حدیث ته صحیح لغیره وایي.


صحیح لغیره که څه هم موږ د حسن لذاته څخه وروسته ذکر کړی دی ځکه چي تعریف ئې پر حسن لذاته موقوف دی خو په درجه کي تر حسن لذاته لوړ دی.


حسن لغیره:
هغه خبر چي په هغه کي توقف کیږي یعني نه ئې د راوي صدق ثابت وي چي ومنل سي او نه ئې د راوي کذب معلوم وي چي رد کړل سي. که د همدې سند څخه پرته د یوې بلي قرینې په اساس ئې د صدق خوا رجحان ومومي نو هغه ته حسن لغیره وایي یعني د توقف د حالت څخه د حسن و درجي ته رالوړیږي او د مقبول احادیثو په څلورمه درجه کي شمېرل کیږي. 


څرنګه چي همدا خبر د خپل ځانګري سند له مخي د توقف په حالت کي قرار لري او د بلي خارجي قرینې په اساس ئې د قبولیت پله درنه سوې او د راوي د صدق خوا ئې ترجیح پیدا کړي ده نو ځکه دې ته حسن لغیره وایې.


د قریني مثال ئې دا ډول دی چي یو خبر په دا ډول سند رانقل سي چي د هغه له مخي نه منل کیږي او نه ردېږي بلکي توقف پکښي کیږي خو د صحابه کرامو د اقوالو موافق وي یا ائمه کرام په هغه عمل کوي نو دغه موافقت یا د ائمه کرامو په هغه سره عمل کول د همدي خبر د رواي د صدق پله درنوي او ترجیح ورکوي. لهذا د توقف د حالت څخه ئې د قبولیت و درجې ته رالوړوي نو ځکه حسن لغیره بلل کیږي. همدا ډول که د مُرسِل، مُدَلّس او مستور د روایت مُتَابِع  ومندل سي او دا مُتَابِع په رتبه کي د هغه سره برابر یا د لوړي کچي وي نو بیا ئې روایت حسن لغیره ګرځي یعني د مُتَابِع او مُتابَع د مجموع په اعتبار حسن ګرځي ځکه چي د مُرسِل، مُدَلِّس او مستور په روایت کي چي توقف کېدی د هغه وجه دا وه چي د دوی په روایاتو کي د صواب او عدم صواب احتمال برابر وجود لري .


د صحت او غلطۍ احتمال ئې یو پر بل ترجیح  نه لرل خو څه وخت چي د دوی د روایت مطابق بل څوک هم دا روایت رانقل کړي او هغه هم د دوی په شان وي نو د صواب احتمال ئې ترجیح پیدا کوي او خبر ئې د توقف د حالت څخه د قبولیت و حال ته ارتقاء کوي او را لوړیږي خو ددې باوجود د حسن لذاته د درجې څخه په کښته درجه کي قرار لري.


نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته