تازه سرليکونه
د (زه ولي مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د إياس بن معاذ رضي الله عنه د ایمان قبلولو واقعه
  تعلیم الاسلام
  January 30, 2022
  0

 لیکنه : مولوي عنایت الله علمي / تعلم الاسلام ویب پاڼه

 

إياس بن معاذ چي نوى ځوان او د یثرِب د اوسېدونکو او د أوس د قبيلې څخه ؤ، د ده د ايمان را وړلو قصه داسي وه: په یثرِب يا مدينه منوره کي پر يهودو سربېره د عربو دوې قبيلې هم اوسېدلې چي يوه د أوس قبيله وه او بله د خزرج قبیله وه او د دې دوو قبيلو په منځ کي به همېشه جنګونه کېدل، د أوس قبيله نسبت د خزرج و قبيلې ته د نفرو په شمېر څه کمه او لږ وه، په دغه وخت کي چي د بعثت يا نبوت د يوولسم کال شروع وه هلته په یثرِب کي د دغو دوو قبيلو په منځ کي د دښمنۍ اورونه بل وه چي دا د هغه مشهوره جنګ، يعني: د جنګِ (بُعاث) د شروع مقدمه وه.

 

په دغه وخت کي د أوس قبيلې چي د شمير په حساب د خزرج تر قبيلې لږ وه يوه ډله د مکې مکرمې و قريشو ته ولېږل چي د خزرج په مقابل کي زموږ سره اتحاد او اتفاق وکړی، زموږ معاهدين او کومکيان سى.

 

کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه ډله خبرسو چي مکې مکرمې  ته راغلې ده نو ورغلى او ورته ويې ويل: آيا تر دغه شي چي تاسي د هغه دپاره راغلي ياست ښه او بهتر شئ نه در وښيم؟ هغو ويل: هغه څه شي دى؟ رسول الله  صلی الله علیه وسلم و فرمايل: زه رسول الله يم، الله جل جلاله زه و خپلو بندګانو ته را لېږلى يم چي يواځي د الله عزوجل و عبادت ته يې را و بولم او د هغه الله سره بل هيڅ شئ شريک و نه بولي، الله جل جلاله  پر ما کتاب نازل کړى دى، بيا يې د اسلام احکام ورته بيان کړه او قرآن مجيد يې ورته تلاوت کړى، إياس بن معاذ و ويل: يا قوم! دغه شی والله تر هغه بهتر دى کوم چي د هغه دپاره موږ راغلي يو، د دغه ډلي څخه يو نفر چي ابو الحَيسَر ورته ويل کېده او نوم يې أنس بن رافع ؤ د خاورو څخه مُټ ډک کړى او إياس يې پر مخ په و ويشتى او ويل: دا ستا خبري پرېږده موږ د بل شي دپاره راغلي يو، إياس چپ سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوى څخه ولاړ سو، دا ډله بېله دې څخه چي د قريشو اتحاد او ملګرتيا لاس ته راوړي بيرته په خالي لاس مدينې منورې ته ولاړه، د دوى تر تګ لږ موده وروسته إياس وفات سو او د مرګ  په وخت کي يې حَمد، تکبيرونه او تسبيحات ويل، بيا نو خلكو په دې کي شک نه درلودى چي إياس مسلمان مړ سو.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته