تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیني مدرسو دندې او اغیزې
  تعلیم الاسلام راډیو
  July 26, 2018
  0

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2018-02-25

 

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:

د اوسنيو ديني مدرسو تاريخ څلورمي پېړۍ ته رسيږي، تر دې وړاندي به ديني او نور علوم په مسجدونو، د علماوو، پوهانو او اميرانو په کورونو کي لوستل کېدل، مسجد د کوچنیانو او لويانو د تعليم له پاره تر ټولو وړاندنۍ مدرسه وه او د نارينه او ښځينه د تربيت له پاره تر ټولو وړاندي وو، د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  مسجد په مدينه منوره کي اوله مدرسه ده.

مسجد په دې ډول دوې دندي سر ته رسولې:

 

 ۱- عبادت.
 ۲-اسلامي تربيت. 

 

تر هغه چي د حضرت عمر بن الخطاب  رضی الله عنه  زمانه راغله، د ده په زمانه کي د مسجد اړخ ته د کوچنیانو له پاره د زده کړي مرکزونه جوړ سول.

 

خو د وخت په تېرېدو د کوچنیانو د تعليم له پاره د ځانگړو ځايونو جوړېدو او داسي کسانو ته اړتيا پېښه سوه، چي دغه وظيفه سر ته ورسوي.

 

خو د مدرسو د جوړېدو پيل د څلورمي پېړۍ په آخر کي و سو. په پيل کي د مدرسو سرپرستي ځينو چارواکو او پاچاهانو کوله.

 

په دې سرپرستۍ کي دوی بېلا بېل اهداف لرل: ځينو ئې دا کار د دين د خدمت له پاره کاوه، يا ئې د علم او رڼا خپرېدل غوښتل.

 

په هغه وخت کي مشهوره مدرسې نظاميه مدرسې وې، چي نِظام المُلك السلجوقي جوړي کړي وې، په دغو مدرسو کي تعليم په آزاده توگه وو، پرته له دې چي د منهج او طريقې په لحاظ دي يو ځانگړی مرکز و لري.

 

سره له دې چي په مالي لحاظ دغه مدرسې په حکومت پوري تړلي وې، د دغو مدرسو له پاره حکومت لگښت برابروی؛ خو بيا ئې هم په يوه معلوم نصاب او طريقې نه وې پابندي کړي.

 

د مسجد نبوي نقشه

 

د مدرسې دندي او وظایف

راځو اصلي مقصد ته او هغه دا چي اسلامي مدرسې په ټولنه کي څه رول لري او کومي وظيفې او دندي مخته وړي:

 

 ۱- مدرسه په ټولنه کي علم خپروي، جهالت او ناپوهي له مينځه وړي او پرته له شکه علم داسي شی دئ، چي له امله ئې انسان د نورو تر مينځ غوره گرځي، همدا راز ټول خلگ په دې باوري دي، چي علم د فرد او ټولني په ژوندانه کي ځانگړی قيمت او ارزښت لري. 

 

په علم سره اولسونه پرمختگ کوي او په څونه اندازه چي يو اولس په علم او پوهه کي پرمختگ کوي، هغونه هغه اولس او ټولنه پرمختگ کوي او د نورو اولسونو ترمينځ ئې حيثيت پورته کيږي. دا لامل دئ، چي په اوسنۍ نړۍ کي هيوادونه خپل وس او توان د علم په نشرولو او د جهالت په له مينځه وړلو کي نه سپموي.


الله تبارک و تعالی فرمايي: قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ (الزمر: ۹)
یعني  له دوی څخه پوښتنه وکړه ! آيا پوهېدونکي او نه پوهېدونکي يو شانته کېدای سي؟ نصيحت خو د پوهي خاوندان مني !!

 

يعني هغه څوک چي خپل رب پېژني، د هغه شرعي دين او د هغه حکمتونه او رازونه ور ته معلوم وي، د هغه چا سره يو شان نه دي، چي دغه علم نه لري، لکه څرنگه چي شپه او ورځ، رڼا او تياره اوبه او اور نه دي سره برابر، همدا راز د علم خاوندان او بې علمه خلگ سره برابر نه دي.

 

(إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الألْبَابِ) يعني د صافو عقلونو خاوندان، دوی اعلی ته پر ادنی ترجيح ور کوي، علم ته پر جهالت لومړيتوب ور کوي.

 

همدا راز د الله پاک طاعت ته د هغه پر مخالفت ترجيح ورکوي؛ ځکه دوی داسي عقلونه لري، چي له امله ئې عواقبو او پايلو ته بيايي؛ خو څوک چي له داسي عقل څخه محروم دي، هغوی دا درک نه لري.

 

همدا راز د علم د اهميت په اړه رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:

(إِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّماً) (ابن ماجه ص:۸۳ ج:۱, سنن الدارمي ص: ۱۱۱ ج: ۱)
ژباړه: زه ښوونکی را لېږل سوی يم !!

 

له دې حديث څخه معلوميږي، چي د نبي  علیه السلام  د بعثت يو مُهم مقصد دا دی، چي له خلکو بې علمي ولاړه سي او علم زده کړي. 

 

د علم دا فضيلت کافي دئ، چي علماء د پېغمبرانو وارثان دي، نو د مدرسې رول او اغېزه دا ده، چي په ټولنه کي علم خپروي او جهالت ترې ختموي، جهالت او ناپوهي خطرناک مرض دئ او د دې مرض د علاج له پاره روغتون مدرسه ده.

 

۲- د مدرسې بله وظيفه دا ده، چي انسانان تربيه کوي، مدرسه په حقيقت کي د طالب له پاره دوهم کور دئ؛ ځکه استاذان د تعليم تر څنګ د کوچني تربيه هم کوي او دغه مرحله د شخصيت په جوړوني کي مُُهم او اغېزناک کردار لري. 

 

ديني مدرسې خلکو ته په قرآني او نبوي تعليماتو تربيه ور کوي او د دوی د شخصيت په جوړونه کي د پام وړ اغېز لري.

 

دا په داسي حال کي، چي اسلامي ټولنه د مځکي په هره برخه کي دغسي تربيت ته ډېره زياته اړتيا لري، په اسلامي تعليماتو او اخلاقو سره د تربيې اهميت له دې جوتيږي، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د خپل بعثت اساسي غرض داسي بيان کړی دئ:


(إِنَّمَا بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلاَقِ) (سنن الکبری للبيهقي ص: ۱۹۱ ج: ۱۰)
 ژباړه: زه د دې له پاره را لېږل سوی يم څو ښه اخلاق بشپړ کړم !!

 

دغه ښه اخلاق د ټولني د اصلاح کېدو له پاره مضبوط اساس دئ، چي په دې سره د نورو انسانانو له حقوقو ساتنه کيږي او نورو ته له تاوان رسولو څخه مخنيوی کوي، نو همدا راز مدرسه او استاذ هم مربي دئ، چي د خپلو شاگردانو او د ټولني تربيه کوي.

 

 

د دیوبند د مسلک د یوې مشهوري مدرسې دارالحدیث

 

۳-د مدرسو بله وظيفه دا ده، چي د صفايي وظيفه ادا‌ء کوي، د پېړيو او کلونو په تېرېدو سره عقائد او نور علوم خپل پر حالت نه پاته کيږي؛ بلکي ځيني خبري، درواغ، مبالغې، افراط او تفريط ور سره مله کيږي.

 

خو مدرسه دا کوي چي کله ټولني ته عقائد، اعمال، اخلاق او احکام وړاندي کوي، نو هغه رښتيني حقائق رابرسېره کوي، چي ډېری خلگ ترې ناواقفه سوي وي؛ ځکه خو بعضو علماوو ويلي دي، چي که په مدرسو کي بل هيڅ کمال نه وي، پرته له دې چي د دين ساتنه کوي او د عقېدو سلامتيا راولي، نو دغه کمال ئې بس دئ!! 

 

۴- د مدرسو بله وظيفه دا ده، چي د مختلفو سيمو او قومونو د زده کوونکو تر مينځ يووالی او محبت راولي، مدرسو ته له مختلفو سيمو طالبان راځي، چي په مالدارۍ او غريبۍ او نورو اعتبارونو سره ئې ترمينځ زيات فرق وي، خو په مدرسه کي د دغسي توپيرونو سره-سره ټول د وروڼو په شان گډ ژوند کوي او دغو توپيرونو ته پام نه کوي، دا د اسلام له مُهمو اهدافو څخه هم دي، چي د مسلمانانو تر مينځ بايد واټنونه له مينځه ولاړ سي. الله تعالی فرمايي:


 (يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (الحجرات: ۱۳) !!
ژباړه: اې مؤمنانو: موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړلاست او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې و گرځولاست، تر څو چي تاسي يو او بل سره و پېژنئ. په حقيقت کي د الله تعالی په وړاندي له تاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوک دئ، چي په تاسي کي تر ټولو زيات پرهېزگار وي، په يقيني توگه الله په هر څه پوهېدونکی او خبر دئ !!

 

الله تعالی په دې آيت کي دا خبر ور کړی، چي ټول انسانان له يو اصل او يوه جنس څخه دي او ټول د آدم او حواء علیهما السلام اولاد دئ. 

 

 د دې له پاره الله پاک په قومونو او قبېلو وېشلي، څو دوی د يوه او بل سره وپېژني؛ ځکه که قومونه نه وای او هر تن خپل ځان ته مستقل وای، نو په داسي حال کي به د يوه او بل سره پېژندل سخت وای او د يوه او بل سره مرسته، ميراث او د خپلولۍ د حقوقو پوره کېدل به له مينځه تللي وای.

 

نو د دې مقصد له پاره په قومونو کي وېشل سوي، نور فضيلت او غوره والی په تقوی او پرهېزگارۍ سره دئ. د الله پاک په وړاندي عزتمند هغه دئ څوک چي زيات پرهېزگار وي، نه هغه چي قوم ئې ستر وي او يائې نسب شريف وي.

 

نو د مدرسې يو رول دا دی، چي د ټولني ترمينځ واټنونه کموي او نفرتونه او بېلتونونه له مينځه وړي، ټولنه هم بايد د مدرسو په برياليتوب کي خپل مسئوليت اداء کړي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

--------------------------------------

په مکي او نبوي دور کي مدرسې

 

سرته