تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کرايې په ټکسي کي زکات سته که یا؟
 
  January 20, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۶۶)

نوم: محمد

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان )

سوال : یو کس ټکسي یو نفر ته په کرایه ورکړی وي او ټکسي چلونکي هره میاشت ده ته کرایه ورکوي او هغه دغه د کرايي پیسې د کال به جریان کي خوړلي وي او کال پر تېر سي نو ایا پر دې کس ددې ټکسي یا د کرايي زکات سته او که څنګه؟
 
 جواب : 

حامداً و مصلياً

په یادسوي ټکسي( دهغه په پیسو) کي زکوة واجب نه دی ځکه چي دا د اړتیا د پوره کولو لپاره دی.

دا چي د ټکسي پر میاشتنی کرایه باندي کال نه دی تېر سوی او د کال په جریان کی سمدلاسه پرکورنۍ  توکو او اړتیاو باندي مصرفیږي نو په هغو کي هم زکوة نسته او واجب نه دی، اګر که نصاب ته ورسیږي، البته که چیري تاسي د ټکسي د کرائي څخه پرته نوري نقدي پيسې ، تجارتي مال، سره یاسپین زر  ولری د نصاب اندازه یا تر هغه زیات هر څومره چي وي کال ورباندي تېر سوی وي نو بیا کرایه او نور هغه مالونه چي د کال په جریان کي لاس ته راسي په ټولو کي زکوة واجب دی، اګر که کال پر تېر سوی نه وي، ټولو ته به حساب کوي او زکوة به ئې ادا کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ( ومنها كون المال نصابا ) فلا تجب في أقل منه هكذا في العيني شرح الكنز. الهندیة: ج۱، ص۱۷۲، مکة. 

(۲): ( ومنها فراغ المال ) عن حاجته الأصلية فليس في دور السكنى وثياب البدن وأثاث المنازل ودواب الركوب وعبيد الخدمة وسلاح الاستعمال زكاة.... ومن كان له نصاب فاستفاد في أثناء الحول مالا من جنسه ضمه إلى ماله وزكاه المستفاد من نمائه أولا وبأي وجه استفاد ضمه سواء كان بميراث أو هبة أو غير ذلك ..... ثم إنما يضم المستفاد عندنا إلى أصل المال إذا كان الأصل نصابا فأما إذا كان أقل فإنه لا يضم إليه ، وإن كان يتكامل به النصاب وينعقد الحول عليهما حال وجود النصاب. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۱۷۵، کتاب الزکوة طبع مکة.

(۳): آپ کی مسائل: ج۵، ص۱۲۰، ۱۱۴

(۴): ویذم الذهب الی الفضة والفضة الی الذهب ویکمل احدالنصابین با لأخر عند علمائنا.... و یکمل بالاجزاء فان تعذر فبالقیمة .... و عروض التجازة وان اختلف اجناسها یضم بعضها الی بعض بالقیمة. الفتاوي التاتارخانیة: ج۳، ص۱۵۹.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته