تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اجارې تړون
  تعلیم الاسلام
  September 6, 2017
  0
لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د اجارې عقد هغه تړون ته وايي چي مال د منافعو په عوض کي پکښي تبادله کيږي .
 
منافع د منفعت جمع ده او منفعت ګټي ته وايي . 
 
مثلا : په خياط کالي جوړول د خياط د لاس ګټه او منفعت دى او په کور کي اوسېدل د کور ګټه او منفعت دى او د خياط مزدوري او د کور کرايه بيا مال دى .
 
کور په کرايه نيول يا خياط ته کالي په اجوره ورکول د اجارې تړون دى ځکه د خياط مزدوري او د کور کرايه د کور د منفعت او د خياط د لاس د ګټي په عوض کي تبادله کيږي .
 
يادونه : څوک چي د باغ ميوه په درختو پوري رانيسي يا يې پر بل چا خرڅه کړي نو زموږ د سيمي خلک وايي : باغ يې اجاره کړى ، دغه تړون که څه هم خلک اجاره بولي خو شرعا اجاره نه بلل کيږي ، بلکي دا د بيع تړون دى ځکه دا مبادله د مال په مال ده او مال په مال مبادله کول بيع بلل کيږي .
 
کور په کرايه نيول ، په موټر کي په پيسو سفر کول ، په خياط ، نجار او مستري يو شى جوړول په ډاګټر علاج کول ، موټروان ، ميرزا او نوکر د ورځي يا مياشتي او يا د کال د پاره په نوکرۍ درول دا ټول د اجارې تړونونه دي ، که څه هم يې په پـښتو کي ځيني د مزدورۍ ، ځيني يې د کرايې او ځيني نور يې بيا د فيس ، ټېکې او د  مېرزايي په نومونو ياديږي ، ځکه چي په دغو تړونو کي مال په منافعو معاوضه کيږي .
 
اصطلاحات :
 
اِجَارَة : و بل ته يو شى په کرايه ورکول اجاره ده .  
 
مُؤجِر : مُؤجِر هغه چا ته وايي چي و بل چا ته يو شى په کرايه ورکوي .
 
اِسْتِئْجَار : د بل چا څخه يو شى په کرايه اخيستلو ته اِسْتِئْجَار وايي .
 
مُسْتَأْجِر : يو څوک چي د بل شى په کرايه اخلي هغه ته مُسْتَأْجِر وايي ، مُسْتَأْجِر د جيم په زېر ويل کيږي .
 
مُسْتَأْجَر : هغه شى چي په کرايه اخيستل کيږي هغه ته مُسْتَأْجَر وايي ، مُسْتَأْجَر د جيم په زور ويل کيږي .
 
مثال : زيد و بکر ته کور په کرايه ورکړى ، پدې مثال کي زيد مُؤجِر دى ، بکر مُسْتَأْجِر دى او د زيد کور مُسْتَأْجَر دى .
 
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته