تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2021
  0

د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې

 

محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

لومړۍ برخه

 

۱: هغه ماشومان چې د مور شیدې خوري تل ئي د بدن د حرارت درجه ثابته وي .


۲: دا چې د انسان شیدې دماشوم لپاره ‌ډیرې اړیني دي نو پکار ده چې و ماشوم ته تر ۱۲ میاشتو پوري او یا هم اضافه شیدې ورکول شي .


۳: د مورتی د ماشوم ټولې غوښتنیې پوره کوي ، دا ځکه چي په دې حالت کې دواړه د ارامۍ احساس کوي ، د شیدو ورکولو پرمهال مور بي راحته او بې سکونه نه وي .


۴: د مور شیدې یوه مکمله غذا ده ، او د ماشوم په کې مهم رول لري ، د مور شیدې ترټولو مصنوعي شیدو او یا هم کوم بل حیوان تر شیدو غوره او بهتره دی .


۵: هغه انجونې چې په پوډري شیدو لویاني شوي وي ، په ځوانۍ کي د هغو د سینو د سرو د  سرطان امکان شته نسبت و هغو انجونو ته چې د مور شیدې ئي رودلي وي .


۶: هغه ماشوم چې په پوډري شیدو لوی شوي وي د هغو ماشومانو ذهن کمزوری او حفظه يي هم کمزورې وي ، په سوزرلینډ کې پر )۱۰۰۰( ماشومانو باندي تجربه وشوه ، هغه ماشومانو چې د مور شیدې يي نه وي رودلي هغه ډیر کمزوری وه .


۷: د مور شیدې په ښه ډول سره جوړي شوي دي ، درجه حرارت ئې ثابته ده ، د ماشوم د هضمیې لپاره ډیرې مناسبې دي او ټول مواد پکښي شتون لري ، چې دا مواد د ماشوم د عمر مطابق بدلون مومي .


۸: د مور شیدي د نوي زیږول شوي ماشوم په نس کې چې کومه لزوجي ماده دمکونیوم (Meconium) په نامه سره یاديږي و هغه ته حرکت ورکوي او د ماشوم له وجوده ئې غورځوي .


۹: د مور شیدې د ماشوم د بدن دفاعي نظام قوي کوي ، له همدې کبله د مور شیدې دا کومک کوي چې ماشوم د هر ډول بکټریاو او وایرسونو په مقابل کې مقاومت وکړي .


۱۰: د مور  شیدې د انسان په بدن کې ډیر ښه او ژر هضمیږي ، دا ځکه چې د انسان په شیدو کې د انسان په شیدو کې انزایمونه شتون لري .

 

۱۱: د تي رودل د مور رحم و خپل اصلي حالت ته راولی ، د ښځې رحم هغه وخت چې ماشوم پکښې وي ( ۲۰ ) ځله تر خپل عادي حالت غټیږي ، هغه میندې چې شدې و ماشوم ته نه ورکوي د هغه رحم پخپل حالت باندي غټ پاته کیږي .

 

۱۲: و ماشوم ته شیدې ورکول هغه وینه ډیر ژر بند وي چې د ماشوم د زیږیدو وروسته راځي .

 

۱۳: د مور شیدې د ماشوم د پاره هم دوا ده او هم غذا ده .

 

۱۴: شیدې ورکول د مور وزن کموي ، په واسط او ډول سره د شیدو ورکولو پر مهال مورو ( ۵۰۰ ) کالوریو ته اړتیا لري ، چې له همدې کبله ښځه نه پريږدي چې ډیره چاغه شي .

 

۱۵: ټولو نړیوالو سازمانونو دا تائید کړیده چې ماشوم ته باید د مور شیدې ورکول شي . چې په دې کې ( WHO ) او (UNICEF  ( هم شامل دي .

 

۱۶: د مور شیدې د ماشوم د زړه د تکلیفونو درملنه ده .

 

۱۷: پوډري شیدې په ماشومانو کې شکره ( ( Diabetes زیاتوي .

 

۱۸: شیدې ورکول د انسولینو زیاته غوښتنه کموي ، یعني هغه مور چې شیدې ورکوي هغه به ډیرو انسولینو ته اړتیا نه لري .

 

۱۹: که ښځه و ماشوم ته شیدې ورنکړي نو ښځه به درحم په سرطان اخته شي .

 

۲۰: که ښځه و ماشوم ته شیدې ورنکړي نو د تخمدان په سرطان به اخته شي .

 

نور ان شاءالله بيا

 

ماخذ : اسلام اونوې ساینسي څیړنې

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته