تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وخت ګټور او فرصت غنيمت وګڼئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 24, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

وخت ګټور او فرصت غنيمت وګڼئ 


که د خپل هدف او آرمان پر اساس د ژوند ټولي واقعي او احتمالي اړتياوي وپېژنو او په اړه يې کافي معلومات حاصل کړو يقينا چي هيڅوخت به د علمي او معلوماتي فقر سره مخامخ نه سو په خاصه توګه د ځوانۍ او سپين ږيرتوب په حالت کي چي د انسان د غرور، غفلت او ناتوانۍ زمانه ده.


ډېری انسانان داسي وي چي د ځوانۍ مخکي يې د ځوانۍ د وخت اړتياوي نه وي پېژندلي او آمادګي يې نه وي ورته نيولې ځکه نو د ځوانۍ د راتګ سره د ستونزو سره مخامخ کيږي او يا يې د ځوانۍ ارزښتناکه وخت په غفلت او ايله سرۍ کي تېر کړی وي او د خپل سين ږيرتوب لپاره يې آمادګي نه وي نيولې ځکه نو د سپين ږيرتوب د راتګ سره د ناپوهۍ او ناخبرۍ په درياب کي غرق سي او د خپل ژووند لومړنۍ اړتياوي نسي زده کولای.


د ژوند هره لحظه قيمتي او غنيمت وګڼئ او هيڅ وخت د زده کړي او پوهي څخه ځانونه مستغني مه بولئ ځکه د لاس څخه وتلی فرصت بيا په لاس نه راځي او تېر سوی وخت بيا نه راګرځي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته